کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د جګړی ملاتړکوونکو څخه د سولې هیله

9 جدی 1397 ساعت 9:59



 
ارګ ماڼۍ وایی چی اشرف غنی؛ ولسمشر او سلمان بن عبدالعزیز؛ سعودی پادشاه، د افغانستان سولې پروسی په اړه تلیفونی خبری کړی دی.
د ارګ ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلی دی چی اشرف غنی په دی خبرو اترو کې، د سولې پروسی څخه د سعودی عربستان ملاتړ او نقش څخه د افغانانو په مالکیت او رهبری سره قدردانی کړی دی.
په خبرپاڼه کې راغلی دی: ولسمشر غنی سعودی کنفرانس نقش د افغانستان سولې او ثبات تحکیم لپاره ارزښتناکه وباله او وویل چی سعودی کنفرانس د نورو مراحلو لپاره یو ښه شروع دی.
خبرپاڼه زیاتوی چی خادم الحرمین الشریفین ویلی دی چی عربستان سعودی سولې پروسی باندی د افغانانو په مالکیت او رهبری باندی باور لری او افغانستان کې سولې او ثبات تحکیم په برخه کې، خپل هڅو ته ادامه ورکوی.
دا تلفنی خبری اتری په داسی حال کې صورت نیسی چی قرار دی تردوو اونیو پوری، د افغانستان سولې په اړه ناسته د عربستان جدی په ښار کې ترسره شی.
په دی ناسته، امریکا، افغانستان، عربستان او سیمې هیوادونو نمایندګان او طالبانو ډله به حضور ولری.
په دی حال کې، مشخص نه دی چی آیا طالبان او هغه ډلی ملاتړکوونکې به، دا ځل د جده په ناسته کې، د افغانستان دولت نمایندګانو سره به سولې مستقیم خبرو اترو ته به حاضر شی یا که د ابوظبی ناستې په شان، افغانستان سیاسی هیات، د سولې تړلو دروازو شاته پاته شی؛ خو دا نکته، مسلم دی چی سعودی عربستان، عربی متحده امارات، پاکستان او حتی امریکا نه غواړی په افغانستان کې سوله راشی چی په لړ کې یی، خلګ خپل برخلیک باندی مسلط شی او د خارجی سلطه ګرانو لاس د هیواد څخه لنډ شی.
سعودی عربستان او تروریزم نور ملاتړ کوونکې رژیمونه که نسبت وهغه څه ته چی شعار ورکوی، صادق وی هیڅوخت طالبانو رژیم د هغه ډلې سلطی په وخت کې به، په رسمیت نه پیژانده او تیرو ۱۸ کالو راهیسسی هم په ټول توان سره د هغه ډلی سره څخه ملاتړ نه کولای.
د ځینو سرچینو په اساس، د طالبانو مالی تغذیی یو د مهم مجاریو څخه، عربی هیوادونه بالخصوص امارات او سعودی عربستان او قطر دی. دا لاسته راوړنی شکاره کوی چی طالبان په تیرو کلونو کې، کال کې نږدی ۴۰۰ میلیون دالر د ثروتمند تجارانو، دولتونو، غیری دولتی سازمانونو، مدرسو او دا هیوادونو فعال مذهبی مراکزو څخه لاسته راوړله.
که دا ګزارش صحیح وی، دا په دی معنی دی چی عرب اتباع او رژیمونه همدارنګه د طالبانو څخه په هراړخیزه توګه ملاتړ کوی او هغه ډلی جنګی ماشین، ددی مرستو څخه تغذیه کوی.
په دی حساب سره، آیا کولای شو د سولې هیله د د تروریزم تامین کوونکو او جګړی ملاتړ کوونکو څخه ولرو؟ هغه هم هغه سوله چی باید افغانستان دولت مالیکت او مدیریت لاندی ترسره شی او په نهایت کې داسی تړون لامل شی چی هیواد اساسی قانون، ۱۸ کلنه لاسته راوړنې او... په رسمیت وپیژنی؟
عربستان او امارات او پاکستان او امریکا بیله شکه ددی قدرت لری چی په سادګی سره طالبان د افغانستان دولت سره مستقیم مذاکراتو ته مجبور کړی؛ خو تراوسه ددی اقدام څخه امتناع کړی یواځی په دی دلیل چی ددی پیښی نه مخکې دا باور ترلاسه کړی چی سولې پروسه او هغه پایلی چی ورڅخه به لاسته راشی، هغوی غیری مشروع دغدغی او لومړیتوبونه او ګټې په افغانستان کې تامین کړی.
بناپردی، افغانستان خلګو نظر وړ سوله، هغه وخت به تامین شی چی لومړې تروریزم او جګړی ملاتړ کوونکو لاسونه د افغانستان څخه لنډ شی، تروریزم ملاتړ کوونکی رژیمونه، نور ونه شی کولای افغانستان سولې او جګړی په چارو کې دخالت وکړی او حتی په تروریزم او افغاسنتان خیرو څلورو لسیزو مرګونۍ وینی تویونې او خرابیو او جګړو کې لاس درلودلو مسؤول وپیژندل شی او تنبیه او مجازاتو لاندی قرار ونیسی.
یواځی به په دی وخت کې به د افغانستان رهبری او مالکیت به شکل ونیسی او آثار او نتایج او پیامدونه به یی د افغانستان خلګو لپاره راهبردی او حیاتی او ګټه مند وبلل شی.
 
 


د مطلب کود: 176841

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/note/176841/د-جګړی-ملاتړکوونکو-څخه-سولې-هیله

آوا
  https://www.avapress.com