دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۲ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۳۱
د مطلب کود : 177052
پناه وړونکې، ترامپ انسانی ضد قوانینو قربانیان

 
امریکا اسلامی اړیکو شورا وایی چی یو کوچنی هلک یو لاعلاج مغزی مریضی درلودونکې په امریکا کې چی مور یی یمنی وو او همدا لپاره د خپل زوی د لیدلو لپاره میاشتو میاشتو هڅه وکړه، ژوند له لاسه ورکړ.
عبدالله حسن، دوه کلن د یو مغزی مریضی سره نړی ته سترګی پرانیستی وو.
مور یی، شیما سویله چی په حاضر حال کې په مصر کې ژوند کوی، د ترامپ د امر په اساس چی مسلمان هیوادونو پناه وړونکې و امریکا ته سفر نه شی کولای، خپل زوی ونه لید.
علی حسن، ددی کوچنی پلار وویل: زموږ زړه مات شو. موږ باید خپل زوی، خپل ژوند سره خدای په آمانۍ وکړو.
د امریکا خرجه وزارت دا قضیه په اړه وویل چی قضیه ډیره ناراحت کوونکې ده.
دا په داسی حال کې ده چی مخکې له دی هم په څو پیښو کې، پناه وړونکې کوچنیان چی په اجبار سره د خپل پلار او مور څخه بیل شوی وو، د امریکا پولیس نظر لاندی په کمپسونو او کمپونو کې ژوند له لاسه ورکړی دی.
موضوع ډیر دردوونکې ده چی هیڅ ددی پیښو څخه چی انسانی ضد پیښی دی او د ترامپ دولت سیاستونو له امله رامنځته شوی دی هغه هم په داسی هیواد کې چی مهاجرانو هیواد بلل کیږی، هیڅ غبرګون بین المللی سطحه کې نه ترسره کیږی؛ لکه څنګه چی پناه وړونکو سره د انګلیس او فرانسه غیری انسانی چلند، په معجزه ای توګه د بین المللی سازمانونو او پناه وړونکو حقوقو څخه دفاع سازمانونو سترګو څخه پټ پاتیږی یا قصدآ ورته توجه نه کیږی.
دا شکاره کوی چی ننۍ نړۍ کې، حتی انسانی ضد چلندونو او دولتونو دیکتاتوری چلندونو سره برخورد او غبرګون ډول هم سیاسی دی او په هغه صورت کې چی سیاسی مقصد لاسته رانه وړی یا کوم ګټه تامین نه کړی، د ترسره کیدو لپاره کوم دلیل شتون نه لری.
ترامپ انسانی ضد قوانین د مهاجرانو او قربانیانو سره، شاید د پناه وړونکو او مهاجرانو سره چلند په برخه کې فاجعه باره صحنی و نمایش ته کښیږدی.
دا پیښی که په هر بل هیواد کې رامنځته شی، بیله شکه، اوس ټول نړۍ به په وړاندی غبرګون ښودلی وای او حاکم دولتونه تاوتریخوالی او اختناق او سرکوب باندی تورنوله او پناه وړونکو کوچنیانو مرګ مستقیم مسؤول قلمداد کیدله؛ خو ځکه چی امریکا کې رامنځته شوی دی او له بل لوری، قربانی کوچنیان هم د هغه هیوادونو اتباع دی چی امریکا ته یی سفر د دولتونو رسمی سیاستونو او یا دینی عقایدو او یا نژادی توپیر له امله ممنوع شوی دی او یا خپل رسمی او سیاسی دولتونو هیڅ ډول ملاتړ څخه برخمن نه دی او د فقر او فساد او باجعه او جګړی او ظلم او ستم له امله د خپل هیوادونو څخه وتلی دی، څوک ورته توجه نه کوی.
دا په داسی حال کې دی چی مهاجرانو مبدآ هیوادونو کې جګړی او بحران او خرابی مسؤول هم امریکا او نور جهانخوار قدرتونه دی.
وقیح تره او جالبه خبره خو داده چی همدا امریکا او نور غربی هیوادونه چی انسانی ضد اعمال ترسره کوی، په نورو برخو کې نړی و ملتونو ته د مهاجرانو او پناه وړونکو په برخه کې اخلاق درس ورکوی او قانون او قاعده ورته تعریفوی، خط او نشان کوی او په اساس یی تحریم او توبیخ او محکومیت باندی اقدام کوی.
پناه وړونکو حقوق څخه دفاع کوونکو مدعیان او بشر حقوقو څخه مدافع ډلې باندی ځواب ورکړی چی ولی امریکایان حق لری د یو فاشیست او عقده ای ولسمشر انسانی ضد تګلارو په اساس، امریکا خاوری ته څو هیوادونو اتباع سفر ممنوع کړی ترڅو کوچنیان یی په بی رحمی سره د مرګ قربانی شی او له بل لوری، نور هیوادونه د یو ساده او پیاده سرتیری غلط چلند په دلیل، باید نړۍ محکومیتونو درانده بار په غاړه واخلی او میلیونونو مهاجرینو سره هغوی کلونو کلونو همکاری او فداکاری نادیده ونیول کیږی.
 
https://avapress.com/vdchmqnzi23nqvd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته