دخپریدو نیټه :جمعه ۱۴ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۱۱
د مطلب کود : 177165
د ترامپ حل لاری د هغه امریکا لپاره چی ماسه او مرګ کې بند دی

 
دونالد ترامپ؛ د امریکا ولسمشر د چهارشنبه په ورځ سوریه چی داخلی جګړه کې ۷ کاله ویران او خراب شوی دی، ماسه او مرګ بللی دی.
هغه د سوریه څخه د امریکایی ځواکونو وتلو تاریخ په اړه څه ونه ویل.
ښاغلی ترامپ د کابینه یو جلسه په جریان کې وویل: سوریه ډیر مخکې له لاسه تللی ووی. ډیر وخت کیږی چی له لاسه تللی دی. او سربیره پردی زه نه غواړم- دلته د ماسه او مرګ خبره ده. دا هغه څه دی چی موږ یی په اړه خبری کوو.
هغه وویل: موږ د لویو سرمایو څخه خبری نه کوو. موږ د ماسه او مرګ څخه خبری کوو.
ترامپ وویل: زه نه غواړم چی د همیشه لپاره په سوریه کې پاته شو.
هغه وویل: مانه دی ویلی چی یکشبه یا یوځای به ووځو او وویل چی دا پروسه د یو مده په برخه کې ترسره شی.
هغه مخکې ویلی وو چی امریکایی ځواکونه د سوریه څخه وتلو سربیره د داعش سره مبارزی ته به هم دوام ورکړی.
ځینی کارپوهان په دی باور دی چی ترامپ د سوریه په اړه خپل تګلاری ته بدلون ورکړی دی. هغه د هغو امریکایانو سختو فشار لاندی دی چی داسی فکر کوی چی امریکایی ځواکونو وتل د سوریه څخه، هغه هیواد به د روسیه او ایران په کام کې سقوط ورکړی او دا د امریکا په زیان او اسراییل صهیونیستی رژیم امنیت لپاره یو خطر دی.
په دی توګه، ځینی نور پوهان، په دی باور دی چی ترامپ د سوریه په وړاندی، خپل تګلاری ته بدلون نه دی ورکړی؛ بلکه خپل مخکنۍ موضع تعدیل کړی دی. دا سختو فشارونو ته د هغه تسلیمیدو په معنی نه دی. بناپردی، ترامپ تراوسه په سوریه کې د امریکا نظامی ماموریت په وړاندی بدبینه دی او باور لری چی په سوریه کې، ماسه او مرګ نه بغیر بل څه شتون نه لری او امریکا باید هرڅه ژیر ددی مرګونۍ او لګښت لرونکې باتلاق څخه ووځی.
د سوریه په اړه د ترامپ تعبیر، د ځینو صاحب نظرانو له لوری، نړۍ کې امریکا نورو ماموریتونو ته لکه افغانستان هم تسری ورکول کیږی. هغوی په دی باور دی چی ترامپ په هغو ځمکو کې حتی امریکا خلګ د هغوی نوم نه دی اوریدلی، امریکایی نظامیانو حضور بی ځایه او بیهوده دی او او مرګ او ماتې نه بغیر امریکا ته بل رانه وړی.
د امریکا ولسمشر په همغه ناسته کې چی سوریه د ماسه او مرګ ځمکه وبلل، د افغانستان په اړه هم وویل چی پاکستان او هند او روسیه باید په هغه هیواد کې وجنګیږی؛ هغه موضع چی په افغانستان کې د ډیرو پوهانو په باور، افغانستان جګړی پریښودل و پاکستان ته دی چی د هغه لوری کولای شی د روسیه او هند پیاوړۍ نفوذ لامل هم شی.
دی ته په کتو سره د پوهانو په باور، د ترامپ حل لاری د امریکا لپاره چی سوریه او افغانستان په شان هیوادونو کې د ماسه او مرګ سره مخ شوی دی، تدریجی خروج د شاته تګ په معنی دی.
ترامپ غواړی په نړۍ کې د امریکا جنګی لګښت کم کړی او ددی لاری، امریکا خلګو باندی مالیاتی فشار لږ کړی. هغه همدارنګه وایی چی امریکا په یواځی توګه نه شی کولای د نړۍ پولیسو نقش ترسره کړی او نور هیوادونه بالخصوص د هغه هیواد متحدین په ناتو کې باید نور لګښت په غاړه واخلی.
دا حل لاره د امریکایی درجه لرونکو لپاره ډیر هولناک او تکان ورکوونکې دی؛ ځکه د دوهم نړیوال جګړی وروسته د امریکا امنیتی تګلاری ته په کلی توګه بدلون ورکوی او امریکا سنتی متحدانو یواځی پریښودل په اروپا او نړۍ کې، د امریکا رقیب قدرتونو لکه روسیه او چین ته جولانونو زمینه برابروی.
بناپردی، د صاحب نظرانو په باور، ولسمشر ترامپ ډیر سخت کارزار شروع کړی دی؛ هغه کارزار چی امریکا دننه سیاسی سیستم فشارونو ډلې به د هغه په وړاندی فعالی کړی.
همدا اوس د امریکا فدرال دولت ډیر دفترونه د ترامپ او کنګره سخت اختلاف نظر په دلیل د امریکا او مکزیک ترمنځ مرز کې دیوال اعمارولو پرسر، تعطیل شوی دی او په زرهاوو کسان خپل دندی له لاسه ورکړی دی.
د ترامپ دا تصمیمونه او سیاستونو ادامه به امریکا دننه ټولنیز او سیاسی بحران لمن او همدارنګه ناامیدی او بیره امریکا متحدانو ته په نړۍ پراختیا ورکړی او امریکا برخلیک د سقوط او اضمحلال سره مخ کړی.
 
 
 
https://avapress.com/vdccemqsp2bqms8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته