دخپریدو نیټه :شنبه ۱۵ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۲۳
د مطلب کود : 177223
زموږ جهاد ستاسو جهاد سره توپیر لری ښاغلۍ ولمسشره!

 
افغانستان دولت د دونالد ترامپ؛ امریکا ولسمشر اظهاراتو ته چی ویلی وو چی افغانستان کې پخوانۍ شوروی حضور داوو چی تروریستان هغه هیواد کې نفوذ قصد درلود، غبرګون ښودلی او د امریکا دولت توضیحاتو غوښتونکې شوی دی.
ترامپ په دی اخیرو کې وویل: روسان حق درلود ترڅو افغانستان باندی برید وکړی او هلته حضور ولری. مشکل دادی چی په هغه وخت کې هغه نښته ډیره لویه وه او په حقیقی معنی سره روسان ماته وخوړله.
ارګ ماڼۍ په یو خبرپاڼه کې چی په هغه کې د امریکا ولمسشر نوم څخه څه نه دی ویل شوی، ویلی دی: افغانستان باندی پخوانۍ شوروی برید وروسته، افغانان یو ملی قیام په ترڅ کې د آزادی کسب لپاره جهاد وکړ.
په دی خبرپاڼه کې راغلی دی چی د جهاد په دوره کې، افغانان انتحاری بریدونه نه ترسره کول او نورو هیڅ دولتونو ته ګواښ نه وو.
دا لومړۍ ځل دی چی ملی وحدت حکومت داسی غبرګون د دونالد ترامپ اظهاراتو په وړاندی درلودلی دی.
کارپوهان وایی چی د امریکا ولسمشر نوی اظهارات افغانستان مسلمان خلګو مقدس جهاد ته شکاره توهین او بی عزتی او هغو میلیونونو شهیدانو وینو ته اهانت دی چی د افغانستان استقلال او آزادی په لاره کې د پخوانۍ شوروی متجاوز ځواکونو سلطی لاندی خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.
ترامپ په داسی حال کې افغانستان خلګو جهاد د تروریزم سره مساوی بولی او افغانستان باندی پخوانۍ شوروی برید ته مشروعیت ورکوی چی په هغه وخت کې افغانستان خلګ خالی لاسونو باندی د نړۍ ترټولو لوی قدرت په وړاندی ودریدل ترڅو خپل استقلال او عزت او آزادی څخه دفاع وکړی او اجازه ورنه کړی چی هیواد یی بیګانه اشغال ته ورشی.
لکه څنګه چی ارګ مانۍ په اعلامیه کې هم تر ټینګار لاندی راغلی دی، افغانستان مجاهدین او خلګ، د هیڅ خارجی هیواد لکه پخوانۍ شوروی ته ګواښ نه بلل کیده، هغوی په وړاندی انتحاری بریدونه نه ترسره کول او هیڅ هیواد باندی تیری قصد نه درلود. هغوی یواځی د خپل ناموس او ځان او ځمکې څخه د اشغالګرو ځواکونو به وړاندی دفاع وکړ.
په دی حساب سره، امریکا ولسمشر حق نه لری داسی بی شرمانه خبری وکړی او ددی ځمکې په میلیونونو شهیدانو وینی ته اهانت وکړی او آزادی لپاره مقدس مبارزه تروریزم وبولی او یو اشغالګر او متجاوز ځواک ته حق ورکړی چی نور ځمکې غصب کړی.
د افغانستان خلګو جهاد د خپل مال او ځان او وطن او ځمکې څخه د جهانخوار او جهنمی ځواکونو په وړاندی وو چی نور مستقل هیوادونو استقلال او آزادی سلب په لټه کې وو؛ خو هغه جهاد چی د امریکا او غرب او مزدور رژیمونو ترملاتړ لاندی، ترویجوی او پراختیا ورکوی، د جهاد مقابل نقطه ده او او یو اصیل اسلام انقلاب په وړاندی دی.
بناپردی، اسلامی جهاد، د امریکایی جهاد مقابل نقطه ده او ترامپ باید پوه شی چی همغه خلګ چی مخکې یی شوروی منزوی کړ او هغه هغوی تروریست بولی، نن هم د امریکایی جهادګرانو په وړاندی سینه سپر کړی دی ترڅو اجازه ورنه کړی، دین او هغوی ځمکه تاراج کړی او امریکایی اسلام له لوری جهاد په شان مقدس ارزښتونه مصادره او مستحیل شی.
 
https://avapress.com/vdchiqnzx23nqid.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته