کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ولی ترامپ، تېرۍ حق او دفاع ناحق بولی؟

18 جدی 1397 ساعت 14:18



 
کوم شک شتون نه لری چی ترامپ د امریکا ولسمشر په تک تازی او سپکولو کې د نورو غربی زمامدارانو څخه مخته شوی دی. خو حقیقت دادی چی د هغه بی دقتی، بی پروایی او کاذب غرور نه شی کولای د ( شوروی تېرۍ حق بلل او افغانستان خلګو دفاع ناحق بلل) چی د هغه د خلوې څخه وتلی دی توجیه او تفسیر کړی. ځکه که څه هم ترامپ په میلیونونو آوارګانو او انسانانو وینه ورته بی ارزښته وی، بیاهم باید د شهیدانو وینی ارزښت او کمونیسم او اسارت سره جهاد ارزښت په همغه خلګو وڅیړل شی، نه د قتل نقاش په کور کې او دولتونو او ملتونو په غارت کې.
له دی لوری دی چی ویلای شو: که ترامپ د شوروی تیرۍ چی په کې په میلیونونو خلګ په افغانستان کې بی ځایه او ټپیان یا هم ووژل شو، حق وبولی او د بی ګناه خلګو دفاع ناحق وبولی؛ هغه خبره ده چی باید اصلی عامل یی په ځان کې وڅیړو چی ولی افغانستان خلګو باندی شهداوو حق خط مشی د یاده ایستل شوی دی او انسانی او اسلامی لوړ ارزښتونه چی لپاره یی په میلیونونه مسلمان انسانان جګړی ډګر کې ووژل شو، بیاراژوندی نه شی او ترامپ داسی خبرو ته جرآت پیدا کړی؟
داځای دی چی په لومړې قدم کې، هغه وضعیت څیړنه کیږی چی شوروی ضد جهادی مشران رامنځته کړی دی او دی ته په توجه سره چی جهاد، اسلام څخه دفاع، انسانیت، ازادی او قرآن سنت احیا شعار وو او اصلی مقصد چی همغه جهاد بریالیتوب باندی باید ختم شوی وای، اسلامی دولت تشکیل، وحدت تحکیم، انسانی او اسلامی ارزښتونو حاکمیت، محمدی شنه برنامو ځلیدنه او بالاخره د افغانستان خلګو ژغورنه د اقتصادی فقر، کلتوری، سیاسی او اخلاقی سلطه څخه وو، خو د جهاد په بریالیتوب سره او د سوسیال امپریالیسم ماتې او سقوط سره، د مجاهدینو تګلاری او چلندونه نه یواځی د جهاد وخت په شان پاته نه شو او توپیر پیدا کړ او هره ورځ نور هم غلط لوری ته لاړ.
د همدی امله دی چی نن ترامپ راځی او ګستاخانه شوروی تېرۍ ته حق ورکوی او افغانستان مسلمان خلګو دفاع ته بی احترامی کوی، موږ د ترامپ څخه ډیر مخکې، شوروی تېرۍ ضد میلیونو شهداوو وینی ته بی احترامی کړی دی. ځکه هغوی جهاد وکړل ترڅو قرآن احیا کړی چی د قرآن په احیا سره، افغانستانی مسلمان انسان آزادی او هیواد استقلال وساتل شی، خو موږ دهغوی په خط کې قراردرلود، ونه توانیدلو د شهداوو خط مشی څخه ساتنه وکړو او بلکه نه یواځی داچی ساتنه مو ونه کړ حتی اسلامی جهاد او انسانی ارزښتونو ته سپکاوی مو هم وکړ. که په حقیقت کې موږ جهاد ارزښتونو ساتونکی وای، هیواد به مو دومره اقتصادی، کلتوری، سیاسی، اخلاقی فقر او مرګ سره مو نه وای مخ کړی.
هغه وخت چی موږ ونه توانیدلو افغانستان خلګو جهاد ارزښتونه وساتو، د یو امریکایی تک رو ګستاخی څخه هم باید ګیله ونه شی.
بیا هم وخت شته چی ځان باندی پوه شو او مسلمان انسان حقیقی ارزښتونو تحکیم او احیا لپاره دفت وکړو او که څه هم هیواد د آشوب او مشکلاتو سره مخ دی، خو زموږ ژغورنی خط مشی ژوندی دی.
 


د مطلب کود: 177446

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/note/177446/ولی-ترامپ-تېرۍ-حق-او-دفاع-ناحق-بولی

آوا
  https://www.avapress.com