دخپریدو نیټه :جمعه ۲۱ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۰۱
د مطلب کود : 177639
ایران او امریکا دافغانستان په سوله کې؛ دوه لاره که دوه مقصد؟

 
علی شمخانی؛ د ایران ملی امنیت شورا مدیر د افغانستان د سولې په مذاکراتو کې د ایران نقش په اړه خوشبینی شکاره کولو سره ویلی دی چی طالبان آماده دی خپل اسلحی پریږدی.
ښاغلی شمخانی ویلی دی: د افغانستان دولت سره مرستې په لړ کې په دی هیواد کې ثبات تحقق په لټه کې یو. طالبان هم ددی په هڅه کې دی چی افغانستان دولت و مصالحه ته ورسوی. په دی لړ کې اسلامی جمهوریت د سولې غوښتنې په نیت غواړی افغانستان دولت سره مرسته وکړی ترڅو افغانستان سولې او ثبات سره مرسته وکړی.
هغه د ایران قصد په دی مذاکراتو کې د سیمې امنیت تامین بللی دی.
په همدی حال کې امیر حاتمی؛ ایران دفاع وزیر هم آسیا لویدیځ کې امنیت بین المللی همایش کې په تهران کې، افغانستان سولې مذاکراتو کې د ایران داخلیدو مقصد، خیر غوښتنه او افغانستان دولت هماهنګی سره سوله او ثبات راوستل و دی هیواد ته دی.
افغانستان او سیمې مسایلو ناظران وایی چی ایران او امریکا د افغانستان په سوله کې نړۍ او سیمه کې نورو مسایلو په شان، بیل تګلاری او راهبردی په لټه دی.
ددی اخذ په اساس، امریکا حتی پخوانۍ شوروی له لوری افغانستان اشغال وخت راهیسی، د مجاهدینو څخه ملاتړ په پوشش کې، د څو کلیزو لوړمدته استراتژی په اساس، تروریستی او تکفیری ډلو څخه ملاتړ کول.
لومړۍ تروریستی شبکه القاعده په همغه وخت کې د پاکستان له لاری، د امریکا له لوری په افغانستان کې ریشه ونیول او ورځ په ورځ یی قدرت ډیر شو.
د افغانستان څخه د شوروی اشغالګرو ځواکونو وتلو په لړ کې او کمونیستی رژیم سقوط وروسته، مجاهدین قدرت خونړیز جګړی ته ودانګل؛ هغه څه چی بیله شکه، امریکا او ځینی عرب رژیمونه او پاکستان ورڅخه ملاتړ کول. امریکا نه غوښتل چی مجاهدین په افغانستان کې اسلامی دولت تشکیل سره، ایران انقلابی حکومت الګو څخه د امام خمینی په مشری، پیروی وکړی.
له بل لوری، د مجاهدینو قدرت غوښتنو جګړو سره، امریکا په آسانۍ سره کولای شوای په افغانستان کې خپل پروژه ادامه عملیاتی کړی؛ ددی ترڅنګ چی دا کار، د پاکستان په ګټه هم وو؛ په کابل کې د یو مقتدر او متمرکز حکومت جوړیدو مخه نیول چی پاکستان، هروخت ورسره مخالف وو.
ددی وروسته چی مجاهدینو عملکرد، افغانستان خلګ د هغه ډلې څخه رویګردانه کړ. امریکا خپل هم پیمانو په مرسته په سیمه کې بالخصوص اعراب او پاکستان، بل مخوف تره پروژه د طالبانو په نامه لوبی ته ودانګل ترڅو د همیشه لپاره اسلام او جهاد او نور متعالی مقدس مفاهیم بدنام کړی او ټولنه امریکا نظر وړ حکومت داری الګو قبلولو لپاره آماده کړی.
په دی حساب سره، هغه سوله چی په دی ورځو کې امریکا د طالبانو سره یی په لټه کې دی، ورڅخه مقصد افغانستان او سیمو کې امریکا لوړمدته پروژو تحقق دی؛ هغه پروژی چی ټول مراحل یی د بین المللی تروریستانو څخه ملاتړ څخه د شوروی په وړاندی تر ننه پوری، د افغانستان خلګو په ګټه نه دی تمام شوی.
ددی تګلاری په وړاندی د ایران تګلاره قرار لری چی محور یی، افغانستان دولت او خلګ دی. ایران د افغانستان سولې پروسه کې یواځی څو ورځنیو فعالیت سره، لوی او مهم ګامونه په دی لاره کې اخیستلی دی؛ هغه ګامونه چی ټوله د افغانستان دولت ملاتړ او هماهنګی سره ترسره کیږی او مقصد یی، سولې او ثبات استقرار په افغانستان کې او په سیمه کې دی نه د امریکا په شان د بحران او بی ثباتی رامنځته کول.
بناپردی، ایران او امریکا دافغانستان په سوله کې، دوه متقابل او متضاد مقصدونه دی نه لاری. ایران د سولې رامنځته کولو په لټه کې دی؛ ځکه هغه په سیمه کې ثبات او سولې رامنځته کیدو په ګټه بولی؛ خو امریکا هر وخت د آسیا په لویدیځ کې بی ثباتی او بحران رامنځته کولو په لټه کې دی ترڅو واشنګتن لوړمدته سیاست تامین شی.
په دی منځ کې افغانستان دولت په آسانۍ سره کولای شی ددی دوو تګلارو څخه، یو انتخاب کړی؛ هغه لاره چی کولای شی امریکایانو ۲۷ کالو راوړل شوی بحران پای ته ورسوی او افغانستان کې دایمی ثبات او سولې لاره هموار کړی ترڅو په لړ کې یی، ټول همسایه او سیمه ایز هیوادونه وکولای شی خپل مشروع ګټو څخه، برخمن شی، بیله دی چی خارج څخه تحمیلی بی ثباتی درانده لګښتونه ورکړی.
 
https://avapress.com/vdcipyaz3t1ayq2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته