دخپریدو نیټه :شنبه ۲۲ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۴۱
د مطلب کود : 177693
پاکستان سره د عربستان او اماراتو تګلاری پردی ترشا اهداف

 
محمد بن سلمان د سعودی عربستان ولیعهد د ۱۵ میلیاردو دالرو مرستو په وعدی سره ډیر ژیر و پاکستان ته سفر کوی.
د پاکستان داون ورځپاڼه د یو سعودی سرچینی څخه په نقل سره لیکلی دی چی ددی رژیم ولیعهد قرار دی پاکستان ته خپل سفر کې، څو سرمایه ګذاری قراردادونه لکه ګوادر بندر کې د څو میلیاردو دالرو تیلو راایستلو جوړولو په شان امضا کړی.
ددی خبر په اساس، سعودی عالی رتبه هیات د محمد بن سلمان په مشری فبروری میاشت کې و پاکستان ته سفر کوی.
د پاکستان فدرال دولت مشاور وزیر ویلی دی: تیره اونۍ سعودی عربستان ۱۵ کسیزه هیات غړۍ ګوادر بندر ته په سفر کې، په دی سیمه کې آرامکو تیلو را ایستلو تړون په دی سیمه کې نهایی کړ.
هغه همدارنګه ویلی دی چی په راتلونکې درو یا پنځو کلونو کې، سعودی عربستان، متحده امارات او چین ۴۰ میلیارد دالر په پاکستان کې سرمایه ګذاری کوی.
محمد بن زاید آل نهیان؛ د اماراتو ولیعهد هم جاری اونۍ کې پاکستان ته سفر وکړ او پاکستان سره ۶.۲ میلیاردو دالرو مرستو بسته اعلان کړ.
پاکستان اقتصاد په شدت سره زیان لیدونکې دی او ددی هیواد دولت، مجبور دی د سقوط څخه مخنیوی لپاره، د سیمی بډای هیوادونو او هغه هیواد استراتژیک متحدانو څخه وام واخلی.
په دی حال کې، دا ټوله ماجرا نه شی کیدلای چی پاکستان سره د عربانو تګلاری ترپردی ترشا شتون لری.
ډیر پوهان په دی باور دی چی اعراب سرمایه ګذاران په پاکستان کې، استراتژیک او لوړمدته مقصدونه لری او دا پیښه کولای شی ددی آشوب وهلی سیمی راتلونکې لپاره امنیتی او سیاسی نوی برخلیک رقم ووهی.
پاکستان هر وخت عربی هیوادونو مالی مرستو باندی متکی پاته شوی دی؛ لکه څنګه چی په شدت سره چین اقتصادی سرمایه ګذاریو باندی تړلی دی؛ خو دا انتظار او اتکا، یو اړخیزه نه دی؛ بلکه له بل لوری، مرسته کوونکې هیوادونه د پاکستان څخه مشخص هیلی لری د مثال په توګه، چین پاکستان ته اسلحو په خرڅولو سره، ددی هیواد عمده نظامی شریک بلل کیږی او بیله شکه، ددی لاری، خپلو اقتصادی مقصدونو سربیره خپل راهبردی او استراتژیک مقاصد آسیا جنوب سیمو کې بالخصوص د هند سره شته مشکلاتو ته په توجه سره، تر نظر لاندی لری.
اعراب هم مشابه اهداف او هیلی لری. عربستان او عربی متحده امارات، په اخیرو کلونو کې ایران هراسانه سیاستونو په کانون کې قرار لری چی د امریکا او اسراییل رژیم په تحریک سره په خاورمیانه کې، جریان لری. هغوی په همدی مقصد، یمن مرګونۍ جګړه رامنځته کړه؛ هغه جګړه چی د کلونو مذبوحانه تقلا وروسته، اوس د ترامپ په تحریک سره، مجبور و پای ته رسولو ته دی.
د یمن په جګړه کې، عربستان خپله هڅه وکړه ترڅو پاکستان هم مستقیمآ درګیر کړی؛ خو اسلام آباد دولت، په رسمی توګه حاضر نه شو په کې مشارکت وکړی. په دی توګه، راحیل شریف؛ پاکستان ځواکونو ځمکنۍ ځواکونو پخوانۍ قومانده، خپل دندی پریښودلو وروسته، د عربستان له لوری سعودی متجاوز ائتلاف قوماندی باندی منصوب شو.
دا ټوله شکاره کوی چی عربستان او امارات هڅه کوی پاکستان کې سرمایه ګذاری سره، اسلام اباد د تهران په وړاندی قرار ورکړی. دا په داسی حال کې دی چی پاکستان، د ډیرو کلونو راهیسی، پاکستان کې دننه حلقاتو او اعرابو ملاتړ لاندی تکفیری تروریستانو هسته ګذاری کانون پاته شوی. دا تروریستان همدارنګه د امریکا ضمنی او پت ملاتړ څخه چی همدارنګه اعرابو او پاکستان باندی سیطره لری هم برخمن دی. په دی حساب سره، د تحلیلګرانو په باور، پاکستان کې عربانو اقتصادی سرمایه ګذاری، کولای شی سیمه کې یو تازه امنیتی ضد پروژه شروع وی چی په اساس یی، داعش په افغانستان کې او ایرانی ضد تروریستی دلې د هغه هیواد په مرزونو کې د پاکستان سره، نور هم تجهیز او پیاوړۍ شی او پاکستان، بیرته خپل پځوانۍ ځای یعنی ناامنی او بحران کانون په حیث په آسیا کې پاته شی ترڅو اعراب ددی لاری، خپل تیلو ثروت یواځی د ایران او افغانستان او نورو اسلامی هیوادونو بی ثباته کولو لپاره مصرف کړی.
داچی هغوی بریالی کیږی یا هم سوریه او یمن او عراق او... په شان د ماتی سره مخ کیږی، راتلونکې پوری اړوند بحث دی؛ خو اسراییل متحد اعرابو تګلاری نفس، تکفیری تروریزم ملاتړ او پاکستان ته مذهبی تفرقه اچونی مروج، خطرناک دی او په سیمه کې ثبات او امنیت په وړاندی جدی ګواښ بلل کیږی.
 
https://avapress.com/vdci3yazpt1ayq2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته