دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۵ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۰۱
د مطلب کود : 177904
امریکا په سوریه کې؛ شاته تیروتنه، مخته خطر

 
برایان هوک؛ د امریکا خاص نماینده د ایران په چارو کې د سوریه بیاجوړولو مرسته د ایران نظامی وتلو باندی مشروط کړی دی.
هغه چی اماراتو ته سفر کړی، ویلی دی چی ترڅو چی ایران نظامیان او هغوی متحد شبه نظامیان د سوریه خاوری څخه په پوره توګه نه وی وتلی، متحده ایالات حاضر نه دی چی ددی جنګ وهلی هیواد سره جوړولو کې مرسته وکړی.
برایان هوک ویلی دی: موږ به اجازه ورنه کړو چی هغوی هغه څه چی لبنان پر سر راوړ سوریه پرسر هم راوړی او په همدی دلیل هم سوریه بیا جوړولو کې خپل مرستی دروو. هغه زیاته کړه چی موږ ډیر امکانات او وسیلی ددی مقصد ته رسیدو لپاره په اختیار کې لرو.
هغه سوریه څخه ایران نظامی اخراج بریالیتوب باندی باور دلیل ونه ویل او یواځی وویل چی موږ هلته داسی دیپلماتان لرو چی د فشار پیاوړۍ اهرمونه په لاس کې لری او تراوسه نظامی او دیپلماتیک توجه وړ حضور د خلیج فارس په سیمه کې لری.
امریکایی مقام اظهارات د سوریه بیاجوړولو په اړه، د کارپوهانو په باور، مخکې له دی چی د سوریه هیواد بیاجوړولو کې مرستی ته د امریکا صادقانه تمایل وښیی، د هغه هیواد مشروع دولت له منځه وړلو لپاره هڅه او تروریزم څخه ملاتړ او سوریه باندی خپل سلطه تحمیل ښودونکی دی.
دا په داسی حال کې دی چی امریکا خپل متحدانو ترڅنګ ټول توان څخه ګټه واخیسته ترڅو د سوریه دولت له منځه یوسی او خپل ملاتړ لاندی تروریستان قدرت ته ورسوی. دا هڅه د هیڅ چا لپاره د سترګو پټولو وړ نه دی. په میلیاردونو دالره چی امریکا او اروپا او اعراب د دمشق دولت له منځه وړلو لپاره خرڅ کړ، هیڅ نتیجه بیله امریکا او امریکا متحدانو ماتي نه نه درلود. په همدی دلیل، ترامپ په نهایت کې مجبور شو چی په یو تصمیم کی چی اسراییل او اعراب او هغوی ملاتړ لاندی تروریستان په سوریه کې ناراضه کړی دی، اعلان کړی چی غواړی سوریه څخه ووځی او دا پروسه د امریکایی ځواکونو وتل اوس شروع شوی دی.
بناپردی، سوریه حیاتی او استراتژیک زیربناوو نابودی او جادو او ښارونو له منځه وړنه، د امریکا او هغه متحدانو سلطه او شکاره دخالتونو نتیجه ده. آیا هغه هیواد چی په ټول توان سره، هڅه وکړه ترڅو سوریه له منځه یوسی، په حقیقت کې اراده لری ترڅو جګړه کې ناکامی وروسته، بیاجوړولو کې یی مشارکت وکړی او بیرته یی جوړ کړی؟
آیا د ترامپ په شان مشرب تجار اداره څخه داسی هیله ساده توب نه دی؟
واضح خبره ده چی امریکا به هیڅ وخت دا تمایل ونه لری چی سوریه بیاجوړولو کې برخه واخلی؛ هغه سوریه چی خپله خراب کړی دی؛ د برایان هوک اظهارات، یو بل انګیزه هم لری او هغه، د سوریه څخه د ایران وتل دی. امریکا نه شی کولای چی ایران حضور د اسراییل رژیم په ګاونډیتوب کې ومنی او یا لکه څنګه چی خپله اذعان کړی دی، په سوریه کې دا ځل د یو بل حذب الله رامنځته کیدو شاهد وی.
دا مقصد قرار وو چی جګړی او نظامی ګری له لاری تحقق پیدا کړی؛ خو امریکا او متحدان یی په دی برخه کې، استراتژیک تیروتنه وکړه.
هغوی که څه هم سوریه د نابودی تر حده پوری خراب کړ، په سلهاوو زره خلګ په قتل ورسول او میلیونونه کسان بی کوره کړ؛ خو په نهایت کې، داځل بشاراسد او سوریه راهبردی متحدان په سیمه کې وو چی بریالی شو. بناپردی، امریکا ددی استراتژیک خطا لپاره، دروند لګښت ورکړ په داسی حال کې چی په عمل کې، هیڅ لاسته راوړنه نه درلود.
اوس امریکا خپله ځان دداسی راتلونکې په وړاندی وینی چی په هغه کې، سوریه و یو بل لبنان باندی به بدل شی او ایران، په خاورمیانه کې امریکایی ضد مقاومت محور پیاوړۍ قدرت وی.
امریکا په شدت سره خطر احساس کوی او ددی خطر له منځه وړلو لپاره، مجبوره دی د سوریه بیاجوړول کې مشارکت په بهانه، ددی هیواد څخه ایران وتل شرط کړی؛ هغه شرط چی که قرار وو تحقق پیدا کړی، د سوریه په جګړه کې، عمل جامه به اغوستي وای. اوس چی سوریه او متحدان یی بریالی شوی دی، د امریکا دا تیر به هم د ډبری سره مخ شی او امریکا به په خاورمیانه کې مقاومت محور پیاوړی کیدو نظاره ګر به وی.
 
https://avapress.com/vdcdz50foyt05n6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته