دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۶ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۴۰
د مطلب کود : 177975
پاکستان باندی فشار، طالبانو سره سره تنش، کابل کې هیله

 
طالبانو یو سرچینه ویلی چی پاکستان ددی ډلې یو ارشد غړۍ د امریکا سره خبرو په خلال کې هغوی باندی فشار راوړلو هڅه کې نیولی دی.
حافظ محب الله چی افغانستان باندی طابانو حکومت په وخت کې، د دینی چارو وزیر وو د پیشاور په شار کې، نیول شوی دی.
طالبانو دا سرچینه وایی چی حافظ محب الله څو کالوو چی په پیشاور کې ژوند کول.
د طالبانو دوه لوړپوړۍ چارواکې ویلی دی چی ددی نیولو څخه مقصد طالبانو باندی فشار اعمال د زلمی خلیلزاد سره لیدنې لپاره جاری اونۍ پاکستان کې، یا هم مهم د هغه څخه د افغانستان دولت نمایندګانو سره لیدنه وو.
د طالبانو کویته شورا یو غړۍ زیاته کړه: د پاکستانی چارواکو سره سولې په اړه ناسته ترسره شوه چی د بحث او مشاجره سره پای ته ورسید. د هغه وروسته چارواکې محب الله کور باندی برید کړی او هغه نیولی دی. د هغه وروسته ملا هبت الله د طالبانو رهبر په یو پیغام کې خبرداری خبر ورکړی دی.
دا پیښه د طالبانو سره پاکستان اړیکو تاریخ کې بی ساری دی او شکاره کوی چی امریکا او افغانستان دولت فشارونه پاکستان باندی د امریکا او کابل نمایندګانو سره د طالبانو مشرانو مذاکری هڅولو لپاره اغیزمنده وو.
دا په داسی حال کې دی چی مخکې له دی، پاکستان، هر وخت برعکس عمل کوله؛ یعنی د طالبانو سولې ضد رهبرانو نیولو لپرځای، د طالبانو هغه مشران او رهبران او غړۍ نیول چی په افغانستان کې د جګړی پای ته رسولو او سولې خبرو اترو ملاتړ وو؛ خو اوس برعکس ترسره کیږی او اسلام اباد د طالبانو هڅولو لپاره سولې مذاکری لپاره، د هغه ډلې مشرانو نیولو باندی اقدام کوی او حتی په دی اړه چی ولی د امریکا یا افغانستان دولت سره مذاکره نه کوی، د طالبانو سره، سختو مشکلاتو ته واردیږی.
البته افغانستان سولې پروسی په نسبت پاکستان تګلاری بدلون په برخه کې، د سعودی عربستان او امارات متحده عربی هیوادونو نقش هم نادیده نه شو نیولای. هغوی د افغانستان څخه په نیابت سره، پاکستان تر فشار لاندی راوړی ترڅو کابل دولت نمایندګانو سره مستقیم خبرو اترو لپاره طالبان وهڅوی. د یاده ونه باسو چی اخیرو کې سعودی عربستان او متحده عربی امارات میلیاردونو دالرو مرستو او سرمایه ګذاری سره پاکستان بحران وهلی اقتصاد مرستی ته راغلی دی؛ بناپردی، په اوسنۍ شرایطو کې د اسلام آباد دولت له لوری د هغوی مخکنیو شرطونو او وړاندیزونو قبلونه د وړاندوینی وړ دی.
داسی په نظر رسیږی چی کابل، یواځنۍ مرجع دی چی اوسنۍ وضعیت څخه خوشحال دی؛ ځکه چی دا ټوله پیښی د طالبانو سره د سولې مستقیم خبرو اترو په اساس افغانستان پخوانۍ هیلی په لړ کې ترسره کیږی.
په دی حال کې، د طالبانو سره تنش یا شخړه، امکان لری چی سولې پروسی لپاره زیانبار او ویرانګر هم وی.
ویل کیږی طالبان د هغه ناستې لغوی وروسته چی سعودی عربستان کوربه توب سره ترسره کیدل، د امریکا سره هم هرډول سیاسی خبری اتری وځنډولی او دا د کارپوهانو په باور، ددی پروسی راتلونکې لپاره ښه نشانه نه دی.
پاکستان مخکې اعلان کړی وو چی نور هغه نفوذ طالبانو باندی نه لری؛ که څه هم دا موضع ګیری، د ځینو پوهانو له لوری، افغانستان سولې پروسی سره همکاری کې پاکستان جدیت لامل شو؛ خو پاکستان او طالبانو اخیرو شخړو ته په توجه سره، شاید دومره هم بی وجه نه وی.
ناظران وایی چی که پاکستان او طالبانو اړیکی دومره شخړه لرونکې وی چی په نهایت کې، پاکستان څخه د طالبانو تبعید او یا پریښودلو سبب شی، نور قدرتونه په سیمه کې مثلآ روسیه آماده دی ترڅو خپل مقاصدو مخته وړلو لپاره په افغانستان کې د هغه ډلې نفوذ او اغیزی قدرت څخه ګټه واخلی.
بناپردی، د پاکستان او طالبانو شخړه مخکې له دی چی طالبانو نظامی قدرت او سیاسی حیات لپاره خطرسازه وی، د هغو هیوادونو لپاره چی طالبانو سره سولې لاری په لټه دی، ناهیله کوونکې دی.
https://avapress.com/vdcbzzb8srhbz9p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته

مربوطه لیکنې