کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

راتلونکې ټاکنو کې د مجاهدینو مشکلات

27 جدی 1397 ساعت 17:42



 
اسلامی ملی جنبش ګوند یو غړۍ تایید کړی چی ددی احتمال شته په ولسمشریز ټاکنو کې، صلاح الدین ربانی،  جنرال عبدالرشید دوست او محمد کریم خلیلی د یو ټاکنیز تکتونو څخه ملاتړ وکړی.
دوشنبه شپه(۲۵ جدی) صلاح الدین ربانی؛ د خارجه چارو وزیر، جنرال عبدالرشید دوستم؛ ریاست جمهوری لومړۍ معاون او محمد کریم خلیلی؛ سولې عالی شورا رییس یو د بل سره لیدلی دی.
په همدی حال کې، عبدالله قرلق؛ اسلامی ملی جنبش ګوند معاون ویلی دی: په دی لړ کې خبری شوی دی چی صلاح الدین ربانی، کریم خلیلی او جنرال عبدالرشید دوستم د یو ټاکنیز تیکت څخه ملاتړ وکړی.
د هغه په وینا، ښاغلی دوستم تراوسه د اشرف غنی، حنیف اتمر، کریم خلیلی او صلاح الدین ربانی سره د ټاکنیز تیکتونو تشکیل په اړه خبری کړی دی.
مخکې ویل کیده چی جنرال دوستم یا د حنیف اتمر تیکت څخه ملاتړ کوی یا هم د رحمت الله نبیل ټاکنیز ټیم څخه.
شاید په لومړۍ نظر کې، داسی معلوم شی چی اخیر لیدنې او یا جهاد څو رهبرانو اتحاد په اړه خبرو خپریدنه په یو ټاکنیز ټیم کې مشارکت لپاره، د مجاهدینو قدرت شکاره کوونکې او راتلونکې ولسمشریز ټاکنو کې د هغوی وزن دروندوالی شکاره کووکې دی او باید هغه د نیک فعال په حیث ونیول شی؛ خو که نور هم ژور ولیدل شی، دا پیښی د مجاهدینو په نامه رخوت جریان او ضعف شکاره کوونکې دی.
هغه څه چی تراوسه رامنځته شوی دی، په دی معنی دی چی مجاهدینو سران او مشران، راتلونکې ولسمشریز تاکنو کې مستقل حضور لپاره هیڅ برنامه نه لری. هغوی حتی خپل سیاسی ائتلافونو اعتباری او قراردادی قواعدو باندی هم پایبند نه دی؛ بلکه هریو د هغوی څخه هڅه کوی خپل پښو ځای د نورو ټاکنیزو تیکت او ټیم کې پیدا کړی.
ښه او بارز نمونه یی، د محمد محقق او محمد یونس قانونی حضور د محمد حنیف اتمر په ټاکنیز ټیم کې دی. دا اتحاد که څه هم رسمآ نه دی ثبت شوی؛ خو غالب ګمانونه پردی دی چی هغوی د یو بل سره نهایی توافق ته رسیدلی او عنقریب د یو ټاکنیز ټیم په حیث به ثبت نام وکړی.
نکته دلته دی چی محمد حنیف اتمر نه یواځی جهادی سوابق نه لری؛ بلکه کمونیستی رژیمونو بقایاوو څخه دی. هغه ملی وحدت دولت کې هم د مجاهدینو سره سوله ایز او سازګار چلند نه درلود؛ لکه د هغه تقابل د جنرال دوستم سره، په دی برخه کې ښه مثالونو څخه دی. په دی توګه، جریانی رهبران چی کمونیستانو ته ماته ورکړه او حتی په یو ادعا د کمونیزم نړیوال امپراتوری سقوط زمینه سازه شو، اوس دومره قدرت څخه خالی او بی برنامه شوی دی چی د یو سابقه دار کمونیست دوهم او لومړۍ معاونین کیږی.
 


د مطلب کود: 178060

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/note/178060/راتلونکې-ټاکنو-کې-د-مجاهدینو-مشکلات

آوا
  https://www.avapress.com