دخپریدو نیټه :شنبه ۲۹ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۰۶
د مطلب کود : 178117
د عبدالله بخت په راتلونکې ټاکنو کې څومره دی

 
مجیب الرحمن رحیمی؛ اجرائیه ریاست ویاند وایی: داکتر عبدالله عبدالله شپږ کسیزه تکت سره د ولسمشر په ګډون، جهاد او مقاومت کورنیو څخه به ټاکنیز رقابتونو ته ور ودانګی.
ښاغلی رحیمی رسنیو سره په خبرو کې وویل چی داکتر عبدالله شپږ کسیزه ټکت سره چی عبارت دی له ولسمشر، دوه معاون او اجرائیه رییس د دوو معاونینو سره به ټاکنیز رقابتونو ته ور ودانګی.
هغه د عبدالله حضور د یو معاون یا کوم تکت ملاتړ کوونکی په حیث رد کړی دی؛ خو په عینی حال کې ټینګار کوی چی داکتر عبدالله د اسلامی جمعیت سرانو ته ویلی دی چی که کوم نامزد لری د هغه څخه به ملاتړ وکړی، بیله هغه، خپله به ټاکنیز رقابتونو ته ورودانګی.
ښاغلی عبدالله راتلل و ټاکنیز رقابتونو ته، د ناظرانو په باور، د وړاندوینې وړ وو؛ ځکه هغه مخکې اعلان کړی وو چی د هیچا معاون به ونه شی.
دا په داسی حال کې دی چی داسی په نظر رسیږی چی جمعیت اسلامی ګوند هم یو پیاوړۍ نامزد د ولسمشریز ټاکنو لپاره لری؛ ځکه محمد یونس قانونی پوری اړوند صوتی فایل په اساس؛ ددی ګوند ارشدو غړو څخه او هغه رهبری شورا غړۍ چی اخیرو کې ناخواسته ورڅخه رسنیو کې خپور شو، اسلامی جمعیت، په دی باور دی چی قدرت هرم راس ته رسیدو توان نه لری او مجبوره دی یو ټیم سره ملحق شی چی له یو لوری د بریالیتوب لومړۍ بخت وشمیرل شی او له بل لوری، ددی ګوند آرمانونه د قدرت څخه تمرکزدایی، نظام ساختار اصلاح او داسی موارد په رسمیت وپیژنی او ترسره کولو ته یی متعهد شی.
ښاغلی قانونی په هغه صوتی فایل کې ویلی دی چی خصوصی خبرو څخه په خارج کې د یو ملګری څخه لاسته راغلی دی، تصریح کړ چی دهمدی مقصد لپاره، هغه د حنیف اتمر لومړۍ معاون کیږی؛ ځکه اتمر جمعیت شرایط قبول کړی او له بل لوری، یواځی هغه دی چی د ارګ ماڼۍ څخه د اشرف غنی هیڅته کولو توان لری.
په هغه صوتی فایل کې یو بل خبره هم مطرح شوی دی او هغه داچی صلاح الدین ربانی؛ اسلامی جمعیت ګوند رهبر، ددی ګوند نورو رهبرانو سره مشورت نه بغیر او عبدالله عبدالله په تحریک سره، د اشرف غنی سره معامله ته ور دانګلی دی ترڅو هغه معاون شی او عبدالله خپل مقام کې د یو اجرایی رئیس په حیث پاته شی.
که څه هم اسلامی جمعیت ګوند د هغه خصوصی خبرو اترو محتوا رد کړی دی او هغه د ښاغلی قانونی شخصی نظر یاد کړی؛ خو دا خبری اتری ددی ګوند رهبرانو ترمنځ جدی او ژورو شکافونو او شخړو څخه پرده پورته کړی او شکاره کوی چی داکتر عبدالله د جمعیت ګوند ډیرو مشرانو او رهبرانو په نظر، د یو نامطلوب عنصر په حیث معرفی کیږی چی ګوند آرمانونو ته، خیانت کړی او برخلیک سره یی خپل شخصی ګټو لپاره معامله ته وارد کیږی.
په دی حساب سره، داکتر عبدالله ورود خبره و ټاکنیز رقابتونو ته، که څه هم د ښاغلی قانونی خبر خلاف ثابتوی؛ هغه څه چی مخکې هم ارګ ماڼۍ ته نږدی سرچینو په تاکید سره چی اشرف غنی ټاکنیز ټیم کې نور د اجرایی ریاست لپاره کوم ځای نه دی پاته، په اثبات رسیدلی وو؛ خو سربیره پردی، پوهان په دی باور دی چی ښاغلی عبدالله حتی ټاکنیز رقابتونو ته مستقل دننه کیدو په صورت کې، د تیرو کلونو په څیر، د خلګو رایو څخه به د لوړ بخت درلودونکې نه وی.
هغه به نور د خلګو رای د ځان سره ونه لری؛ بلکه حتی ممکن دی د اسلامی جمعیت ګوند رهبرانو او غړو ملاتړ څخه هم نه وی برخمن.
بناپردی، شاید په راتلونکې ریاست جمهوری ټاکنو کې، پخوانیو تاکنیز روندونو برخلاف، ترټولو ضعیف نتیجه کسب کړی؛ په داسی توګه چی په راتلونکې دولت ترکیب کې هیڅ ځای ونه لری.
 
https://avapress.com/vdca6an6049n061.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته