دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳۰ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۲۸
د مطلب کود : 178161
د افغانستان جګړه، د غیری نظامیانو نه ختمیدونکې کابوس

 
د بشر حقوقو سازمان په خپلو تازه ګزارشونو کې د ۲۰۱۸ کال د افغانستان غیری نظامیانو لپاره ترټولو خونړیزه کال بللی او ویلی دی چی ددی کال په جریان کې د ۱۰ زرو څخه ډیر غیری نظامیان وژل او ټپیان شوی دی.
ددی سازمان په ګزارش کې راغلی دی چی یو پر دریمه هغه کسان چی په ۲۰۱۸ کال کې وژل شوی او ټپیان شوی دی کوچنیان دی.
ددی سازمان په وینا، تروریستان په تیر میلادی کال کې په ښارونو او سیمو کې مرګونۍ بریدونو په ترسره کولو سره، حکومتی چارواکې، غیری نظامیان او رای ورکوونکی تر بریدونو لاندی نیولی دی.
همدارنګه په دی ګزارش کې ویل شوی دی چی د داعش او طالب تروریستی دلو ترڅنګ، افغانستان دولت او خارجی ځواکونه هم په افغانستان کې د ځینو غیری نظامیانو د تلفات لامل دی.
په دی ګزارش کې ویل شوی دی چی د امریکایی ځواکونو شپنۍ او هوایی بریدونو په ترڅ کې په افغانستان کې د ۶۰۰ څخه ډیر کسان وژل شوی او ټپیان شوی دی چی ۶۰ سلنه یی ښځی او کوچنیان تشکیلوی.
دا په داسی حال کې دی چی د کارپوهانو په باور، د نړۍ په نورو ځایونو کې، د امنیت سنجولو شاخص، همغه څه دی چی په سیوری کې یی خلګ وکولای شی ادعا وکړی چی په هیواد کې آرام ژوند کوی او کوم خطر هغوی ژوند نه ګواښوی.
خلګ دولت مسؤول بولی او د امنیت تامین غوښتونکې دی؛ خو په افغانستان کې، برعکس دی. د خلګو وژنې، د دولتمردانو په باور، اصلا د ناامنی په معنی نه دی؛ بلکه د تروریستانو ضعف بلل کیږی هغوی تر هغو چی د د ګلولو او ډزو مرمي مستقیمآ د هغوی دفتر و هندارو سره ونه موښلي، داسی احساس کوې چی پر وضعیت باندی مسلط دی او ټول څه د هغوی کنترول لاندی دی.
البته په دی منځ کې، نادیده ونه نیسو چی ځینی وختونه د ناامنی له بیری حتی خپله حکومت ارشد رهبران هم نامعلومو سیمو ته لیږدول کیږی.
په دی حال کې، حکومت رهبران، طالبان چی د غیری نظامیانو وژنو لوی مسؤول دی حتی تروریستان هم نه بولی. په دولتی ادبیاتو کې همدارنګه د کرزی د وخت نحس سنت څخه په پیروی، د هغوی څخه د دولت مسلح مخالفین یادونه کیږی؛ ترڅو سبا کوم څوک ونه وایی د ټولو وژنو عامل طالبان وو او طالبان همغه تروریستان دی!
ولسمشر او نور رهبران او ملی وحدت حکومت مسؤولین خپله هم پوهیږی چی بی اغیزی محکومیتونو او غندونو تکراریدل، خپل ارزښت هغوی او طالبانو ته له لاسه ورکړی دی؛ خو په دی حال کې، داسی په نظر رسیږی چی هغوی تصمیم درلود ترڅو دا کسل کوونکې رویه باندی تجدید نظر وکړی؛ ځکه هغوی تراوسه هم دداسی خبرو څخه خبری کوی چی د طالبانو تحقیر آمیزه او تمسخر لرونکی ځوابونو سربیره، خپله په دی باور لری؛ لکه مذاکره، سوله او تروریستانو بیرته ګرځیدنه و ملکی ژوند ته.
خلګ د امنیت، آرامتیا او سولې ته په هیواد کې اړتیا لری؛ خو اخیرو کلونو خونړیزی پیښی، حتی کوچنی هیله هم خلګو ته یو لوی او نه لاسته راوړونکې هیلی باندی بدل کړی دی.
په دی حساب سره، د بریدونو یواځی غندنه د وضعیت حل لاره نه دی.
د طالبانو محکومیت، د خلګو لپاره امنیت نه رامنځته کوی، هغوی نه راضی کوی، ژوند یی نه ښه کوی، دا غندنې حتی نه شی کولای د مرګونۍ بریدونو څخه پاتې زخمونه هم التیام کړی.
دولت هم وایی چی تروریستان د جګړی په ډګر کې ماته خوړلی دی او همدی لپاره، غیری نظامیانو او بی دفاع خلګو وژنو باندی مخ کړی.
سیاسی څیړونکې، شپه او ورځ په سلهاوو رسنیو کې د هیواد دننې او دباندی د بریدونو اهدافو څخه خبری کوی؛ خو خلګ د حکومت سرانو څخه د عمل هیله لری.
هغوی باید شکاره کړی چی د خلګو نمایندی به حیث او هغوی برخلیک او ژوند باندی حاکمیت له امله، امنیت او مصونیت لپآره کوم کار ترسره کړی دی او کوم برنامی ددی کار لپاره لری.
داچی اکثره قربانیان غیری نظامیان دی هم د حکومت مسؤولیت څخه کوم څه نه کموی.
تروریستان په قصدی توګه غیری نظامیان تر برید لاندی راوړی ترڅو ملی وحدت حکومت باندی خلقه نوره هم تنګ کړی او ټولنیز فشار پر هغوی باندی ډیر کړی.
له بل لوری، هم نظامیان او هم غیری نظامیان، د افغانستان خلګو په نامه لوی کورنۍ غړو څخه دی؛ نو هیڅوک یو پر بل باندی برتری او لوړوالی نه لری.
د خلګو مشروع هیلی دادی چی دا ظالمان جګړه چی هره ورځ د خلګو څخه قربانی اخلی باید پای ته ورسیږی. امریکا او پاکستان او اعراب او روسیه او...، خپل حسابونه نورو ځایونو کې تسویه کړی.
 
https://avapress.com/vdcjmoevvuqeavz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته