دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۳۸
د مطلب کود : 178232
مرضیه هاشمی؛ د آزادی پر ځمکه باندی په بند کې!

 
مرضیه هاشمی؛ د پرس تی وی خبرنګاره همدارنګه د امریکا دولت په بند کې ده او هغی په وړاندی هیڅ اتهام نه دی مطرح شوی؛ دا په داسی حال کې دی چی د امریکا قوانینو په اساس، دولت باید حداکثر د یو تن د نیول کیدو ۴۸ ساعته وروسته هغه تورن کړی یا هم د هغه نه بغیر باید هغه آزاد کړی. آغلۍ هاشمی یوه امریکایی الاصل ایران تبعه ده.
هغی د یو ایرانی شخص سره د واده وروسته اسلام او ایران اسلامی انقلاب سره مینه پیدا کړی او دا هیواد ته مهاجرت کړی دی.
هغی تیری د یکشنبه په وورځ د امریکا سنت لوئیز په هوایی ډګر کې ونیول شوه او اف بی آی له لوری واشنګتن دی سی، پلازمینی ته ولیږدول شوه.
تیره ورځ د آمریکا قلم انجمن او ورځپاڼه لیکونکو بین المللی انجمن د هغی د نیول کیدو په اړه اطلاع رسونې غوښتنی شوی او ویلی وو چی آغلي هاشمی باید فورا آزاد شی.
د ورځپاڼه لیکونکو بین المللی فدراسیون(آی اف جی) لیکلی: مرضیه هاشمی، ایرانی خبرنګار په امریکا کې نیول شوی ده؛ په داسی حال کې د هغی تورونه نه دی علنی شوی. موږ په شدت سره  هغی په فکر یو او امریکایی چارواکو څخه غواړو ترڅو هغوی په دی اړه شفاف سازی وکړی.
په امریکا کې هم ددی هیواد قلم انجمن عامل مدیر د آغلۍ هاشمی د فوری آزادیدو غوښتونکی شوی دی.
په دی ټولو سره، د امریکا دولت تراوسه ددی فشارونو لاندی نه دی تللی او له بل لوری پرس تی وی خبرنګار ته مشخص تورونو تفهیم نه ورکولو سره، د زندانیانو او نیول شویو کسانو په برخه کې د قوانینو نقض په حال کې دی.
دا شکاره کوی چی هغی نیول کیدنه سیاسی او خصمانه دی او ترامپ دولت، یو مسلمانی او بی ګناه ښځی سره د یو خطرناک مجرم په شان چلند کوی او په دی توګه، د افرادو لومړنۍ حقوقو قواعد او اصول بالخصوص د خبرنګارانو او رسنیزه فعالینو حقوق په بی شرمانه توګه تر پښو لاندی کوی.
مرضیه هاشمی په داسی هیواد کې بیله کوم تور نیول کیږی چی د آزادی ځمکې باندی مشهور دی او ځانته حق ورکوی ترڅو د نورو هیوادونو ته آزادی صادر کړی، نورو لپاره بشری حقوقو مانیفستونه تعریف کړی او په وقاحت سره د قانون او عدالت او فردی امنیت څخه خبری وکړی!
آغلۍ هاشمی خپل آزاده انتخابونو لګښت ورکوی. هغی داچی د امریکا یو تبعی په حیث اسلام منلي او ایران ته مهاجرت کړی او یو بین المللی شبکه لپاره کار کوی.
دا په داسی حال کې دی چی حتی په پاته هیوادونو او ټولنو او نظامونو او حقوقی او قضایی رژیمونو کې دا موارد، جرم نه دی او څوک نه شی کولای خلګ د آزادو انتخابونو له امله، انسانی حقوقو څخه محروم کړی او هغوی سره د یو خطرناک مجرم په حیث چلند وکړی.
د امریکا پولیس د ترامپ دولت په تحریک سره، د آغلۍ هاشمی په نیولو سره د یو مسلمان خبرنګار او اسلامی پوشش درلودونکې شخص په حیث، یو لوی غلطی سره مخ شوی دی؛ داچی بیان آزادی یواځی د هغو کسانو لباره چی د امریکا دولت ګټو او ارزښتونو او اصولو په اساس عمل کوی، بیله هغه، د امریکا ټاکل شویو خطونو څخه عدول او تیروتنه کوی، جرم دی او کوونکی یی، بیله کوم تور تفهیم سره باید د یو فراری مجرم په شان ورسره چلند وشی او بندی شی او خپل لومړنۍ حقوق یعنی د تور تفهیم او عادلانه محاکمه څخه محروم شی.
د امریکا ټولنه او بشر حقوقو ملاتړ کوونکې ډلی او خبرنګارانو حقوقو مدافع، اوس باید مشخص کړی چی د ترامپ دولت دوه ګونۍ چلندونو او استندردونو په وړاندی کوم موضع نیسی او د آزادی او سرکوب په منځ کې، کوم انتخابوی.
 
https://avapress.com/vdcipvazrt1ayr2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته