دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۵۶
د مطلب کود : 178322
عبدالله او جمعیت؛ د بقا لپاره هڅه

 
اسلامی جمعیت ګوند، داکتر عبدالله عبدالله د راتلونکې ولسمریز ټاکنو لپاره ددی ګوند نامزد په حیث معرفی کړی دی.
دا ګوند اعلان کړی: افغانستان اسلامی جمعیت رهبری شورا په ناسته کط په اجماع سره دا فیصله وشوه چی داکتر عبدالله عبدالله ددی ګوند غړۍ به حیث د ۱۳۹۸ ټاکنو لپاره نامزد شی.
ویل کیږی چی اسلامی جمعیت ګوند د اسلامی ملی جنبش ګوند د عبدالرشید دوستم په مشری او اسلامی وحدت ګوند د کریم خلیلی په مشری به ټاکنې یو ټیم جوړ کړی.
د ښاغلی عبدالله په ټاکنیز ټیم کې، عنایت الله بابر فرهمند؛ جنرال دوستم دفتر رئیس د لومړۍ معاون به حیث او اسدالله سعادتی؛ کریم خلیلی ته نږدی کسانو څخه د دوهم معاون په حیث معرفی شوی دی.
ددی ګوند ځینی پیاوړۍ او ارشد غړۍ لکه محمد یونس قانونی، عطامحمد نور او اسماعیل خان د حنیف اتمر د نامزدی څخه ملاتړ کړی او ښاغلی قانونی د ښاغلی اتمر د لومړۍ معاون په حیث معرفی شوی دی.
بناپردی کارپوهان وایی چی نه داکتر عبدالله نور د نورو مطرح نامزادانو به وړاندی مقتدر نامزد بلل کیږی او نه اسلامی جمعیت ګوند د ښاغلی عبدالله څخه سیاسی او قومی لوی ملاتړ او بیاوړۍ پخوانۍ نفوذ او اغیزی څخه برخمن دی ترڅو وکولای شی هغه د ریاست جمهوری لومړۍ بخت په حیث یا لږ ترلږه د راتلونکې ټاکنو کې بریالیتوب اصلی مدعی په وړاندی چالش سازه نامزد باندی بدل کړی.
ښاغلی عبدالله ملی وحدت حکومت کې خپل حضور کلونو کې، ډیر څه تجربه کړی دی. هغه حتی په ځینو برخو کې د خپل اسلامی جمعیت ګوند په وړاندی هم موضع نیول او ددی ګوند شاخص شخصیتونو او کلیدی څېرو او رهبرانو لکه عطامحمد نور سره، لفظی شخړی ترسره کړی دی.
سربیره پردی، هغه هیلی چی د اسلامی جمعیت ګوند او ددی ګوند هواداران د ښاغلی عبدالله څخه درلود، ترسره نه شو او د هغوی لپاره هغوی په باور یو ښه نماینده د قدرت لپاره نه وو.
د هغه ضعف د اشرف غنی په وړاندی د سیاسی تړون تعهداتو عملیاتی کولو په برخه کې هم هغه ځای او سیاسی موقعیت ته د ملاتړ کوونکو او همدارنګه اسلامی جمعیت ګوند کې په سخته توګه لطمه ووهله او په دی توګه، د هغه سیاسی راتلونکې د خطر سره مخ کړ.
له بل لوری، اسلامی جمعیت ګوند چی مخکې له دی، داسی تصور کیده، په راتلونکې ټاکنو کې د قدرت اصلی مدعی بلل کیږی، د ټاکنیز تکتونو جوړیدو په وخت کې د فروپاشی او سقوط سره مخ شو؛ په داسی توګه چی ځینی رهبران او برجسته غړۍ یی لکه محمد یونس قانونی، عطامحمد نور، محمد اسماعیل خان، جنرال جرآت او... د حنیف اتمر په ټاکنیز ټیم کې حضور لری او د هغه څخه ملاتړ کوی، یو بل مهم غړۍ یی یعنی امرالله صالح د اشرف غنی ټاکنیز تکت سره محلق شو او لومړۍ معاون په حیث منصوب شو او احمد ولی مسعود؛ د احمد شاه مسعود ورور هم به مستقل توګه په ټاکنو کې نوم لیکنه وکړه.
په دی حساب سره، اسلامی جمعیت ګوند څخه، یواځی یو لوی او دروند نومی د قدرت او نفوذ درلودونکې شخص پاته شوی دی.
دا کار ته په توجه سره، اسلامی ګوند ملاتړ د داکتر عبدالله عبدالله څخه، یواځی د صلاح الدین ربانی ملاتړ ورسره دی او دا شکاره کوی چی هم جمعیت او هم عبدالله، د بقا لپاره سخت مبارزه کوی؛ افغانستان سیاست عرصه کې بقا او خپل پخوانۍ ځای بیرته راژوندی کولو لپاره تقلا د قدرت معادلاتو یو ثابت لوری په حیث.
دا تقلا او هڅه به کوم وخت نتیجه ورکړی، مشخص نه دی؛ خو ددی ګوند مشرانو پراکندګی او پریشانی ته په کتو سره، دا هیله په راتلونکې ټاکنو کې بیهوده دی. جمعیت، په دومره اندازه سره متلاشی شوی چی لیری خبره ده چی شپږ میاشتو یاهم یو کال کې خبل آرمان ته ورسیږی او په افغانستان کې سیاسی قدرتمنده بازیګرانو په حیث نقش ترسره کړی.
بناپردی، د ښاغلی عبدالله لپاره چی ددی ګوند له لوری، نامزد شوی هم ښه راتلونکې په نظر کې نه راځی؛ خو داچی کوم لاس دغیب څخه راووځی او کوم کار ترسره کړی!
 
https://avapress.com/vdcirvazrt1ayp2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته