دخپریدو نیټه :دوشنبه ۸ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۱۶
د مطلب کود : 178695
ژمنۍ موسم کې د بریدونو ډیریدنه؛ طالبان د سولې په مذاکراتو کې د ډیرو امتیازاتو په لټه

 
مخکې له دی د ژمنۍ او یخوالی موسم په رارسیدو سره، طالبان چی اغلب یی د غرونو او درو څخه د سنګر او اختفا سیمو په حیث ګټه اخیستل، کمیدل، خو برعکس په جاری ژمۍ کې دا دله د هیواد په بیلابیلو برخو کې شدت پیدا کړی دی.
میدان وردک ولایت اونۍ مخکې مرګونۍ برید چی د ځینو عینو شاهدانو په وینا، د ۱۲۰ تنو څخه ډیر پکې ووژل شو، په بغلان کې بریدونه، سرپل کې ورځ په ورځ ډيریدونکې ناامنی، جوزجان، فاریاب، غزنی، هلمند او ځینو نور سیمو کې د بریدونو ډیریدنه، سږ کال ژمنۍ موسم کې د طالبانو د تحرکاتو ډیریدو څرګندوي دی.
د داخله وزارت مخکې له دی ویلی وو چی د ترهګرو ډلو د ټکولو لپاره ژمنۍ پلان تر لاس لاندی لری، خو تراوسه جنبه ی برنامی نه دی عملی شوی.
دا په داسی حال کې دی چی نږدی ۱۷ کاله دی د طالبانو سره د جګړی سړولو لپاره ژمنۍ موسم کې، د سولې او مذاکراتو بازار ګرمیږی او حکومت سران ددی فصل څخه په ګټه اخیستنه، د ثبات منځته راوړلو لپاره قدمونه پورته کوی، خو د فصل په پای کې، بیله کوم پایلی نښتې او جګړه بیرته شروع کیږی.
خو اساسی پوښتنه دلته ده چی طالبانو بریدونو تشدید دلیل د هیواد په بیلابیلو برخو کې بالخصوص دامنیتی او دفاعی ځواکونو تر بریدونو لاندی راتلل، په جاری ژمنۍ موسم کې د سولې مذاکراتو ګرمیدو سره همزمانه څه ده؟
پوهان په دی باور دی چی د طالبانو سره د امریکا حاضریدل د مذاکری پر میز باندی، دا ډله د سیاسی انزوا څخه وتلی دی او او یو سیاسی پیاوړۍ جریان په هیڅ مطرح شوی دی. دا ډله نن په نړیوال سطحه افغانستان جګړی او سولې قضایاوو کې باصلاحیت او مهم لوری په حیث مطرح شوی دی.
د طالبانو کار دی ځای ته رسیدلی چی افغانستان حکومت خپل ځان حریف نه بولی او حاضر نه دی چی د دولت سره مستقیم خبری اتری وکړی.
جاری ژمۍ کې د طالبانو بریدونو ډیریدنه د تیرو کلونو برخلاف، یقینآ د سولې په مذاکراتو کې د ډیرو امتیازاتو لاسته راوړلو لپاره دی ترڅو شکاره کړی چی که ددی ډلې غوښتنې ترسره نه شی، ددی توان لری چی هغوی په قول لاس پوستی حکومت او حتی خارجیانو په وړاندی ودریږی.
ددی ډلې حضور په حاضر حال کې دومره اغیزه کوی چی ولسمشر د سویس په ناسته کې د امنیتی ځواکونو تلفاتو آمار فاش ترڅنګ، مجبور شو په کلی توګه د طالبانو تمویل کوونکې سرچینو څخه هم یادونه وکړی او اعتراف وکړی چی طالبان نړیوال او سیمه ایز زرهاوو تروریستی ډلو او شبکو سره اړیکه لری. داکتر عبدالله عبدالله، اجرائیه رییس هم په دی اخرو کې په تریخوالی سره وویل چی د سولې ټولو هڅو سربیره، د طالبانو په موضع او چلند کې هیڅ ډول بدلون نه دی منځته راغلی.
د طالبانو پیاوړۍ کیدو دلیل او داچی ددی جریان سیوری ټولو ځایونو باندی پریوتی، ډیر واضح او روشانه دی. ددی وروسته چی امریکا د سیمه ایز هیوادونو نقش په نظر کې نه نیولو سره بالخصوص روسیه، ایران او چین د افغانستان سولې او جګړی په پروسه کې، ډګر ته په یواځیتوب سره ودانګل، طالبان هم په پیاوړۍ روحیه سره ظاهر شو.
لکه څنګه چی معلوم دی، د خارجی ځواکونو وتل، د طالبانو بندیانو آزادول او د تور لیست څخه ددی ډلی مشرانو نومونه ایسته کول، د طالبانو قدرت بیا راژوندی کولو لپاره یو مقدمه دی، او یقینآ ددی مرحلی پای ته رسیدو وروسته، دا ډله د اسلامی امارت برپایی ادعا به هم وکړی.
که څه هم اوس باورونه پردی دی چی افغانستان خلګ اسلامی امارت نه قبلوی او هغه ارزښتونه او لاسته راوړنۍ چی ۱۷ کالو کې د زړه وینی په بیه لاسته راوړی دی، د طالبانو غوښتنو نه قربانی کوی، خو باید وویل شی چی شرایط او زمان د وړاندوینې وړ نه دی، ځکه په لومړیو کې هم خلګ طالبانی حکومت نه قبلول، خو بالاخره په خودکاره توګه په پنځو کلونو کې اسلامی امارت قوانین د افغانستان په ۹۵ سلنه خاوره کې حاکم وو؛ بیله کوچنی برخو څخه چی پکی جګړه روانه وه.
که څه هم خلګ د طالبانی حکومت څخه راضی نه دی، خو باید وویل شی چی غیری طالبانی حکومتونو څخه هم ښه خاطره نه لری، بناپردی هرډول احتمال باید نادیده ونه نیول شی، ځکه نن د افغانستان په اړه بل څوک تصمیم نیسی، نه خپله افغانان.
https://avapress.com/vdcb9wb8srhbz0p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته