خوښ ديک ۰

د طالبانو او امریکا تړونونو کې افغانستان ځای

د طالبانو او امریکا تړونونو کې افغانستان ځای

 
زلمی خلیلزاد چی په دوحه کې د یو وانۍ راهیسی د طالبانو نمایندګانو سره په مذاکره مصروف وو، ویل یدی چی په دی خبرو اترو کې مهم پرمختګونه شوی؛ خو تراوسه کوم تړون نه دی رامنځته شوی.
مخکې هم ځینی ګزارشونه خپور شوی وو چی آمریکا نمایندګان منلي دی چی خپل ځواکونه د افغانستان څخه وباسی او طالبان هم تړون کړی چی افغانستان کې مستقر خارجی ځواکونو په وړاندی داعش او القاعده بریدونو مخه ونیسی.
په دی حال کې، طالبان تراوسه حاضر نه دی د افغانستان دولت سره مستقیم خبرو کې ګډون وکړی.
اشرف غنی مخکې ویلی وو چی د زلمی خلیلزاد دفتر اصلی دنده، د افغانستان دولت او طالبانو ترمنځ سولې مستقیم خبرو اترو لپاره زمینه برابرول دی.
هغه زیاته کړه چی افغانستان دولت حضور نه بغیر به د سولې مذاکرات کوم نتیجی ته ونه رسیږی.
داکتر عبدالله عبدالله هم ویلی وو چی طالبان په افغانستان کې د اسلامی امارت رامنځته کیدو غوښتونکې دی؛ خو خلګ به ددی هیواد ۱۷ کالو لاسته راوړنو څخه دفاع وکړی.
د دوحه په مذاکراتو کې د طالبانو سره امریکا تړون احتمال به اړه ګمانه زنی، د نور وخت په پرتله په دی خبرو اترو کې د افغانستان خلګو او دولت نقش تر پوښتنی لاندی وړی او د امریکا او طالبانو په وړاندی په افغانستان کې سخت حساسیتونه راپارولی دی.
ځینی پوهان وایی چی افغانستان دولت د هغه څه پر سر چی په دوحه کې جریان لری، د امریکا او طالبانو سره شدیدآ شخړی سره لاس او ګریوان شوی او د اشرف غنی اخیر موضع ګیری هم شکاره کوی چی کابل د طالبانو سره د امریکا لوبی سره راضی نه دی او هغه د افغانستان دولت او خلګو غوښتنو سره هملاره نه بولی.
د ښاغلی غنی بی سارۍ موضع ګیری د طالبانو نمایندګانو سره د خلیلزاد احتمالی تړون په وړاندی په قطر کې هم په دی معنی دی چی کابل د همدی اوسه ددی خبرو اترو پیامدونو او راتلونکې ته خطر احساس کوی او ددی څخه چی مستقیمآ په بحث او تصمیم نیونو کې مشارکت نه لری، فکر کوی سخت تحقیر او بی عزته شوی دی.
په همدی حال کې، الجزیره شبکه چی قطر پوری تړلی دی هم ګزارش ورکړی چی معصوم استانکزی؛ د افغانستان ملی امنیت رئیس د طالبانو نمایندګانو سره مستقیم خبرو په منظور، دوخه ته تللی دی؛ خو طالبان د امریکا نمایندګانو سره شپږ ورځنۍ مذاکراتو وروسته دا مذاکرات بلافاصله ختم اعلان کړی او یو ځل بیا تینګار کړی حاضر نه دی د افغانستان دولت نمایندګانو سره مذاکره وکړی.
د طالبانو ټول غوښتنې په دی مذاکراتو کط د امریکایی ځواکونو وتلو تر بندیانو آزادیدو او... هغه شرایط دی چی باید د افغانستان دولت له لوری په اړه یی تصمیم ونیول شی.
په دی حساب، داچی اوس ویل کیږی چی امریکا نمایندګان او طالبان د دوحه په ناسته کې، د افغانستان څخه د امریکایی ځواکونو وتلو باندی تړون ته رسیدلی دی، دا تړون نه یواځی مشروعیت نه لری؛ بلکه د افغانستان ملی حاکمیت او استقلال اصل ناقض او مداخله هم دی. البته ددی خبری معنی دا نه دی چی امریکا باید د افغانستان ونه وځی او د هغه هیواد نظامیان د همیشه لپاره په افغانستان کې نظامی پایګاوی ولری؛ بلکه مقصد دادی چی د امریکایی ځواکونو حضور یا خروج په اړه تصمیم، د افغانستان خلګو او دولت په غاړه دی. دولت مخکې له دی، ددی مقصد لپاره، د امریکا او ناتو سره استراتژیک او امنیتی تړون امضا کړ یدی؛ بناپردی، امریکا څنګه ددی تړون یو لوری ته په بی توجهی سره، یعنی افغانستان دولت، د طالبانو سره په دی وخت کې تړون کوی؟
که داسی وی نو هغه تړونونه د همغه شروع څخه، یو اړخیزه طرحه او تدوین او تصویب او تحمیل شوی او افغانستان دولت، بیله یو امضا کوونکې څخه نور هیڅ اختیار په هیڅ مرحله کې نه درلود.
سولې جاری پروسه او همدارنګه نور تړونونه چی په دی برخه کې د طالبانو او امریکا ترمنځ لاسته راځی او یا په راتلونکی کې به لاسته راشی هم همدا وضعیت لری. دا پروسه، مشروعیت نه لری، د افغانستان ملی حاکمیت او استقلال اصل ناقض دی او راتلونکې پیامدونه یی د افغانستان خلګو تایید وړ نه شی بلل کیدلای.
 
سی شنبه ۹ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۳۷
د مطلب کود: 178767 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *