خوښ ديک ۰

مجاهدین؛ په صحنه کې یا د صحنه وسیله؟

مجاهدین؛ په صحنه کې یا د صحنه وسیله؟

 
نړۍ، د حرکت لپاره یو پروسه ده؛ حرکت د آزادی او بردګی، آبادی او خرابی، خدمت او خیانت، عدل او ظلم او بالاخره عزت او ذبت په لاره کې حرکت دی. داچی کوم کسان ازادی، آبادی، خدمت، عدل او عزت لوری ته ګام پورته کوی او کوم کسان د بردګی، خرابی پراختیا، خلق ته خیانت، ظلم او ذلت لوری ته قدم پورته کوی؛ هغه خبره ده چی په دی مقاله کې ورباندی خبری کیږی. له بل لوری په دی ورځو کې، د خپل او افغانستان راتلونکې ټاکلو لپاره بازیګرانو اوج دی چی څنګه داسی برخلیک رامنځته کړی چی په کې آبادی، آزادی، ارامی، عدل او عزت وی او بردګی، ناآرامی، خرابی، خیانت او ذلت نه وی!
بناپردی، دی مسئلی د روشانه کولو لپاره، اخیر قرن او بالخصوص ۶۰ او ۷۰ لسیزی ته یو کتنه کوو ترڅو پوه شو چی کوم کسان د خپل خلګو لباره فعالیت او مجاهدت کړی او کوم کسان، خپل شخصی ګټو لپاره ګامونه پورته کړی دی. افغانستان پخوانۍ تاریخ کې ترټولو ښه کارنامه هغو کسانو په یادګار پریښوده چی د خدای رضا او خلق ژغورلو لپاره، د نړۍ ترټولو لوی او مجهز ځواک(سوسیال امپریالیسم) سره مبارزه او مقابله لپاره ګام پورته کړه او خپل وینی او خلګو وینی څخه مایه کښیښوده ترڅو توحید بیرق پورته کړی.
او ازاده او مسلمان مستضعفینو سرلوړي له منځه لاړ نه شی چی د هغوی څخه نن ورځ د مجاهدینو په نامه یادونه کیږی او دا مجاهدین دهقان، دکاندار، کارګر، معلم، مدیر، زده کوونکې، ښوونکی او ټولو هغو کسانو څخه جوړ وو چی په ټولو عصرونو کې د آزادی، انسانیت او عدالت لپاره یی د ختیځ متجاوزینو په وړاندی سرسختانه مبارزه کړی دی.
د مجاهد خلګو مقصد یواځی د افغانستان څخه شوروی ځواکونو خارجول نه وو، بلکه هغه برخلیک ټاکل وو چی خلګو ته به په راتلونکې کې امنیت، رفاه، عدالت او همیشګی عزت راتله او خلګ د بردګی، خرابی، ناامنی، بی عدالتی او تبعیض او تعصب څخه ژغورل کیده او عزت او سربلندی ته رسیدل.
د مجاهدینو بریالیتوب وروسته، داسی شرایط رامنځته شوه چی افغانستان خلګو لپاره غیری منتظره وو، ځکه طالبانو حاکمیت دوره او داخلی نابرابر جګړی، خلګ حیرانه کړی وو خو تیر شوه. تردی ځایه چی د طالبانو وتلو او خارجیانو په راتلو باندی بدلون وکړ او شرایط په ظاهره د خلګو په ګټه بدلون وکړ. په هیواد کې د فضا په بدلون سره، خلګ دا احساس وکړ چی نور زموږ برخلیک زموږ په لاس کط دی. داچی د افغانستان اکثریت خلګ، مبارز او مجاهد وو، د ټولو باور پردی وو چی نور وضعیت په کنترول کی دی او هرڅه چی وغواړو کولای شو خپل سیاسی ژوند کې ترسره کړو او اجازه ورنه کړو چی زموږ تکلیف د بیګانګانو په لاس کې وی.
خو نن چی دری لسیزه د افغانستان خلګو بریالیتوب څخه تیریږی د شوروی قدرت په وړاندی، دهیواد سیاسی مدیریت د خلګو په ګټه نه دی پاته شوی. هیواد سیاسی مدیریت کې ماتی نمونه اوس احساسوو. وینو چی هیواد سیاست لرونکې خلګ د هیواد سیاسی تصمیم ګیری مهمه مسئله کې چی عبارت د ټاکنو څخه دی، حضور نه لری او افغانستان دولت، خلګ او سیاسی مشران څنګ ته شوی دی. البته یواځی نن نه دی چی هیواد مدیریتی نقش د ملی اراده څخه وتلی، بلکه سیاسی وضعیت د شوروی وروسته هم هغو کسانو مدیریت کول چی هر وخت د خلګو په زیان پای ته رسیدلی دی.
د ریاست جمهوری ټاکنو او ولایتی شورا ګانو ټاکنو او پارلمانی ټاکنو دورو کې چی مقصد د ټاکنو ترسره کیدل د خلګو په خوښه او هیواد سیاسی تصمیم د خلګو په واسطه اداره کیدل وو او دی. خو اوس دوه لسیزه کیږی چی خلګ سیاسی استقلال ته نه دی رسیدلی. هغه خلګ چی انسانی او اسلامی ژوند سنت ژوندی کولو لپاره په میلیونونه شهید او ټپیان ورکړل، همداسی د صحنی څخه لیری دی.
په سیاست کې ماتې وروسته، د سولې پروسه چی د افغانستان خلګو همیشه ګی هیله او آرزو دی او په تازګی سره د آمریکا نمایندګانو له لوری مطرح شوی دی، اوس د هیواد خلګو او مشرانو څخه لیری د هیواد څخه بهر ترسره کیږی، ملی اراده نه لیدل کیږی او د خلګو نقش یواځی دانه چی نه لیدل کیږی بلکه نشته. د سولې په پروسه کې یواځی خلګ او جهادی مشران نه دی چی لیری دی بلکه افغانستان دولت هم ورڅخه بی خبره دی.
نن هغه وخت هیواد سیاسی حاکمیت مستقل کیږی چی مجاهدین د جهاد اصلی محتوا ته په کتو سره، خپل رفتار ته کتنه وکړی او خپل سیاسی روند د اسلامی اصیلو زده کړو په اساس جوړ کړی، د جهاد په متن کې ارزښتونه بیرته راژوندی کړی.
د خلګو ځای د سیاست په عرصه کې، هغه وخت شکاره کیږی چی اقتصادی، کلتوری، سیاسی او... وضعیت په ښه توګه په هیواد کې وڅیړل شی چی آیا کوم سیاست، حاکمیت لری او کوم کلتور، د ټولنی رسم ترسیموی او خلګو اقتصاد څنګه دی؟ آیا سیاست لرونکې د هیواد سمه مدیریت کې مصروف دی، خلګو ته صادقانه خدمت کوی او یا شخصی ګټو ته رسیدو لپاره کار کوی. آیا ساست کوونکې د خلګو درد باندی ځان پوه کړی یا خلګ د سیاستوالو د غلطو سیاستونو له امله درد سره لاس او ګریوان دی؟!
 
جمعه ۱۲ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۰۲
د مطلب کود: 178955 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *