دخپریدو نیټه :شنبه ۱۳ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۴۸
د مطلب کود : 178987
فارن پاليسي: روسیه غواړي بيرته په افغانستان کې ښکېل شي
فارن پاليسي خپرونې مجلې ليکلي، په داسی حال کې چې امريکا غواړي له افغانستانه ووځي، روسیه غواړي بيرته په دې هيواد کې ښکېل شي.

کله چې امریکا له طالبانو سره د سولې خبرې پیل کړې، روسیې په یوه وخت د افغانستان د سولې په برخه کې د ۲۰۱۸م کال په نومبر مياشت کې په مسکو کې یو کنفرانس جوړ کړ.
 
روسیې په یوه وخت د افغانستان د سولې په برخه کې د ۲۰۱۸م کال په نومبر مياشت کې په مسکو کې یو کنفرانس جوړ کړ.
په دې کنفرانس کې په قطر کې د طالبانو استازو، د افغانستان د سولې عالي شورا غړيو او پاکستان او یو شمېر نورو هيوادونو چارواکو هم ګډون وکړ.
مقاله اشاره کوي، د راپورونو له مخې راتلونکې سې شنبه به روسیه په مسکو کې د افغان سولې اړوند يوه غونډه جوړه کړي. مقاله د څېړونکو له قوله لیکي چې د روسیې اصلي هدف پر نړیواله کچه د ناټو او امریکا رول زیانمنول دی
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfccdyew6de1a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته