دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۴ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۴۱
د مطلب کود : 179034
ولی طالبان د دولت سره خبری اتری نه کوی؟

 
عباس استانکزی؛ د طالبانو سیاسی دفتر پخوانۍ رئیس په قطر کې د نن تکی آسیا وبسایت سره رسنیزه خبرو اترو کې ویلی دی چی دا ډله د افغانستان حکومت سره خبری اتری نه کوی؛ خو د افغانستان خلګو سره لکه سیاسیون، سیاسی ګوندونه، مذهبی مشران او قومی مشرانو سره خبری کوی.
هغه ویلی دی: لکه څنګه چی مخکې هم اسلامی امارت د هغوی سره خبری درلودی، زه په اطمینان سره وایم چی هیڅ سیاسی ګوند نشته چی ورسره مو خبری نه وی کړی او ډیر مسایل مو حل کړی دی.
دا په داسی حال کې دی چی قرار دی یو هیات د طالبانو سیاسی دفتر د قطر څخه مسکو ته سفر وکړی او افغانستان سیاسی ګوندونو څخه د نمایندګانو سره په مسکو کې لیدنه وکړی.
دا ناسته قرار دی د فبروری په پنځم او شپږم تاریخ کې ترسره شی او ویلی شوی دی چی پکښی د افغانستان سیاسی ګوندونو څخه ځینی نمایندګان هم ګډون کوی.
ویل کیږی چی د حامد کرزی؛ پخوانۍ ولسمشر، حکمت خلیل کرزی؛ د خارجه وزارت پخوانۍ معین او عبدالسلام ضعیف؛ د طالبانو پخوانۍ سیر په شان کسان په اسلام آباد کې هم پکښی ګډون کوی.
د افغانستان دولت سره د هغه طالبانو نمایندګانو مستقیم خبرو اترو په وړاندی د هغه ډلې مقاومت منطق، د پوهیدو وړ نه دی.
هغه ډله چی د افغانستان بحران کې ټول موثر خارجی قدرتونو سره خبری کړی دی او داچی حتی دداسی ډلو او ګوندونو سره چی کلونه کلونه ورسره جنګیدلی دی هم خبری کړی دی یا یی کوی؛ خو د افغانستان دولت سره مذاکره نه کوی او په وړاندی یی مقاومت کوی.
طالبان وایی چی کابل دولت، د امریکا لاسپوسی دی او هیواد راتلونکې په تصمیم او مذاکری صلاحیت نه لری. صرف نظر ددی څخه چی دا موضع، حقیقت سره یوشان یا هم خصمانه د سیمه ایز او بین المللی قدرتونو سلطه او نفوذ له امله پردی ډله باندی دیؤ د هغه دولت سره مذاکره څخه پرهیز چی طالبان یی لاسپوسی بولی او د هغه ډلې مذاکره د امریکا سره چی کابل دولت یی رامنځته کړی دی، د جمع کولو او پوهیدو وړ نه دی. طالبان که د هغوی په وینا کابل دولت( لاسپوسی ) دولت بولی او ورسره مذاکره مردود بولی، نو باید هغه هیواد سره چی افغانستان اشغال کړی دی هم مذاکره ونه کړی؛ ترڅو چی دا اشغال پای ته ورسیږی.
له بل لوری، طالبان د کابل دولت استقلال تر پوښتنی لاندی وړلو لپاره، لومړۍ باید خپل استقلال اثبات کړی؛ هغه ډله چی رهبران، پایګاوی او اردوګاوی یی په پاکستان کې قرار لری او سیاسی دفتر یی د یو عربی هیواد له لوری، کوربه توب کیږی، څنګه کولای شی د استقلال څخه خبری وکړی او افغانستان رسمی دولت اسقتلال تر پوښتنې لاندی یوسی؟
طالبان همدارنګه د بین المللی سازمانونو تور نوملړ څخه د هغه ډلې مشرانو د نومونو پاکولو غوښتونکی دی. هغوی که بین المللی سازمانونو ته اعتبار او مشروعیت او حقوقی وجاهت ورکوی، نو باید افغانستان سره هم چی د همغه سازمانونو له لوری د افغانستان خلګو قانونی او مشروع نماینده په حیث په رسمیت پيژندل شوی دی، مذاکره وکړی او هغه دولت ملی حاکمیت او استقلال تر پوښتنی لاندی یونه سی.
که د طالبانو مذاکره نه کول د دولت سره مبنا یی، د اخیرو ۱۸ کالو وینی تویونې او خصومتونه دی، نو د هغه ډلې منطق د سیاسی او جهادی ډلو سره خبرو اترو لپاره څه دی چی کلونه کلونه د هغه ډلې سره جنګیدلی دی؟
او بل نکته دادی چی طالبان په داسی حال کې د کابل دولت صلاحیت او استقلال تر پوښتنی لاندی وړی چی خپله سولې په برخه کې تصمیم ګیریو کې استقلالیت نه لری؛ ځکه چی په همدی اخیرو کې پاکستان ارتش ادعا کړی چی د امریکا سره د طالبانو خبرو اترو زمینه خپله راسآ برابر کړی دی.
حتی که دا خبره هم نه مطرح کیده، هیڅوک سیمه ایز هیوادونو او پاکستان پوری طالبانو وابسته ګی څخه انکار نه کوی.
طالبان لکه څنګه چی تظاهر کوی، په حقیقت کې د افغانستان آزادی او استقلال لاسته راوړلو په هڅه کی دی، باید د دولت سره په مشترک همکاری سره، افغانستان خلګ او ګوندونه، ددی مهم لپاره، قدم واخلی او په لومړۍ ګام کې، سولې پروسه د خارجی قدرتونو سیطره او سلطه څخه وباسی.
 
https://avapress.com/vdcjthevxuqeayz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته