دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۵ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۵۵
د مطلب کود : 179091
سوله د وتلو په شرط؛ آیا امریکا ماته خوړلي؟

 
نیویورک تایمز امریکایی ورځپاڼه لیکلی چی د امریکایی او طالبانو چارواکو ترمنځ جدی مذاکرات په افغانستان کې د ۱۸ کالو جګړی درولو لپاره مهم او لوی ګام دی.
نور مذاکرات هم په راتلونکې اونۍ کې پر جزئیاتو باندی ترسره کیږی؛ خو په حاضر حال کې امریکا باید ۱۴ زره ځواکونه ددی هیواد څخه بیله کوم ضمانته د دشمن له لوری، وباسی.
د جګړی اوج دوران کې د امریکا ځواکونو شمیر په افغانستان ۱۰۰ زرو ته رسیده.
رایان کروکر؛ د امریکا پخوانۍ سفیر په افغانستان کې ویلی دی چی امریکا په خفا(تسلیمیدو شرایط) څیړی او په ظاهر کې هڅه لری ترڅو مساله ته ښه وجه ورکړی. هغه همدارنګه امریکایی ځواکونو وتل د افغانستان څخه د امریکایی ځواکونو وتل د ویتنام جګړی په پای کې امریکایی ځواکونو ماتی او شاته تګ سره مقایسه کړ چی ۱۹۷۰ کی رامنځته شوی وه او زیاته کړه: لکه څنګه چی مذاکری څخه معلومیږی، موږ تسلیمیږو. موږ په مذاکره کې د تسلیمیدو شرایط لرو.
په دی حساب سره، امریکا غواړی د هغه هیواد تاریخ ترټولو لوی جګړی ته پای ټکی ورکړی؛ هغه جګړه د ارزونو په اساس، امریکا نږدی ۲ زره میلیارد دالر د امریکایی مالیات ورکوونکو پیسو څخه لګښت پر ورکړی دی؛ خو په عمل کې، هیڅ لاسته راوړنه نه دی درلودلی.
که څه هم د افغانستان په جګړه کې د ویتنام په وړاندی امریکا لږ تلفات ورکړی وی؛ خو هدف هیوادونو په وړاندی امریکا تهاجمی سیاست ناکامی یا بریالیتوب معیار، د ځواکونو تلفاتو میزان په اساس نه سنجول کیږی؛ بلکه هغه لګښتونه چی امریکا د ټول مالی او انسانی لورو څخه تر سیاسی او استراتژیک پوری د هغه لاسته راوړنو په وړاندی چی کوی، د امریکا جګړی ماته او بریالیتوب ټاکی.
په افغانستان کې دا آمار او ارزونې د امریکا په ګټه نه دی. امریکا د طالبانو سره جګړه کې ناکام پاته دی. په هغه ورځو کې چی په افغانستان کې امریکایی ۱۰۰ زره ځواکونه میشت وو، د طالبانو سره جګړه د افغان غیری نظامیانو بی رویه وژنو ترڅنګ، امریکا په سخت تنګنا کې قرار ورکړی وو چی امریکا نظامی استراتژیستان، ددی پيښی وړاندوینه نه وو کړی. د ۲۰۱۴ څخه وروسته امریکا هڅه وکړه چی د خارجی ځواکونو څخه امنیتی ماموریت لیږد سره و افغان ځواکونو ته، د افغانستان څخه خپل توجه وړ نظامیانو شمیر کم کړی او پرځای یی، خپل تمرکز افغانستان کې سلطه او حضور ګټه لرونکو لورو باندی معطوف کړی.
امریکا شاید داسی فکر کول چی د افغانستان مسلح ځواکونو څخه مدیریت شوی ملاتړ سره، کولای شی د افغانستان ناامنی موج مهار کړی، د کال ۵۰ میلیارد دالره لګښت یو څه کم کړی او وضعیت روند خپل سلطه په ګټه مدیریت کړی؛ خو هغه څه چی په عمل کې رامنځته شوه، ناهیله کوونکې وو. افغانستان امنیتی ځواکونو تلفات میزان په وحشتناکه توګه ډیر شوه. په افغانستان کې دولت جوړونې پروسه د ماتی سره مخ شو او فساد، قوم ګرایی، قدرت انحصار، سیاسی پایدار شخړی، د ټاکنو تعلیق او تعویق او مذهبی او ټولنیز او سیاسی ژور شکافونو رامنځته کیدنه، د امریکایی وارداتی دموکراسی خالی ځای ډک کړله. د داعش ظهور چی امریکا لوړمدته برنامو پوری بی ربطه هم نه وو، افغانان د امریکا سره استراتژیک شراکت او اتحاد په نسبت بی اعتماد کړ او د امریکا او افغانستان ترمنځ امنیتی او استراتژیک تړون، سقوط او ماتی ته نږدی شو.
دا پيښی د تحلیلګرانو په باور، شکاره کړه چی امریکا د وضعیت د مدیریت کولو توان له لاسه ورکړی دی او دا طالبان دی چی د خارجی نظامی زرهاوو ځواکونو په وتلو سره، افغانستان امنیت پروسی ته مانور ورکوی.
بناپردی، د ترامپ سلطه لاندی واشنګتن استراتژیستان دی نتیجه ته ورسید چی باید دا جګړی پای ته رسولو لپاره لاره پیدا کړی. هغوی ددی لپاره چی شکاره کړی تراوسه شرایط په اختیار کې لری، د طالبانو سره مذاکری لاره ونیوله ترڅو، داسی شکاره کړی چی افغانستان څخه نه دی اخراج شوی؛ بلکه تړون کړی دی؛ خو د پوهانو په باور، طالبان د امریکا په وړاندی هیڅ تعهد نه دی ورکړی او حتی که امریکا پر کاغذ باندی د طالبانو څخه کوم تعهد هم واخلی، هغه څه چی په عمل کې رامنځته کیږی دادی چی امریکایان ماته منلی او مجبور شوی چی افغانستان پریږدی؛ په دی منځ کې، کوم توپیر نه کوی چی نوم یی اخراج پریږی یا د وتلو لپاره تړون!
https://avapress.com/vdccooqss2bqmx8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته