دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۶ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۵۳
د مطلب کود : 179157
د مسکو ناسته؛ کوربه ولی شاته شو؟

 
روسیه اعلان کړی چی مسکو سولې ناسته ددی هیواد دولت پوری اړه نه لری او ګدون کوونکی یی هم د روسیه دولت له لوری نه دی دعوت شوی.
قرار دی د قبروروی پنځم او شپږم کې یو ناسته د افغانستان سولې په اړه ناسته په مسکو کې د سیاسی ګوندونو نمایندګانو او طالبانو نمایندګانو ترمنځ ترسره شی.
ددی ناستی په دعوتنامو کې لیکل شوی دی چی دا ناسته د عباس استانکزی او ضمیر کابلوف؛ د روسیه خاص نماینده کوربه توب سره ترسره کیږی او تسهیل کوونکې هم حامد کرزی دفتر دی.
په دی توګه، روسیه سفارت په کابل کې ویلی چی ددی ناستی ترسره کول د افغانانو په ابتکار سره چی مسکو کې دی، تنظیم شوی دی او روسیه حکومت پکښی کوم نقش نه لری.
دا په داسی حال کې دی چی ددی ناستې دعوتنامی د روسیه سفارت له لوری لیکل شوی دی او ددی سفارت مهر هم ورباندی حک شوی دی.
په دی حال سره، کارپوهان وایی چی مسکو شاته تګ د خپل لومړۍ موضع څخه د طالبانو او ګوندونو نمایندګانو مذاکراتو کوربه توب څخه په اوسنۍ شرایطو کې، کیدلای شی بیلابیل دلایل او انګیزی ولری.
یو ددی دلایلو څخه شاید د افغانستان دولت فشارونه پر روسیه باندی وی.
روسیه مخکې له دی هم د طالبانو او څو سیمه ایز هیوادونو نمایندګانو ناستې څخه کوربه توب له امله د افغانستان دولت تر توبیخ لاندی قرار نیولی وو؛ تردی ځایه چی کابل د یو رسمی هیات او صلاحیت هیآت اعزام څخه هم په یو ناسته کې خودداری وکړ او یواځی د سولې عالی شورا څو غړۍ پکښی ګډون وکړ چی د رسمی دستګاه په وینا، د دولت څخه نمایندګی نه کوله.
البته په هغه وخت کې، د مسکو ناستې په وړاندی د کابل موضع، راتلونکو ناستو په اړه د دولت اوسنۍ تګلاری سره توپیل لری او هغه داچی په هغه وخت کې، کابل او واشنګتن، یګانه او نږدی تګلاره د سولی په پروسه کې درلودل. دواړه هیوادونه، افغانستان سولې پروسی په اړه د روسیه اهدافو او نیاتونو باندی شک درلود او حتی روسیه د طالبانو سره غیری مشروع اړیکو او هغه ډلې ته تسلیحاتی او مالی مرستو ورکولو باندی تورنوله.
په حاضر حال کې پاڼه اوښتی دی او کابل او واشنګتن د افغانستان سولې پروسه کې، سختو اختلافاتو سره مخ شوی دی؛ داسی چی ملی وحدت دولت د اشرف غنی په مشری، د طالبانو سره د امریکا سولې خرابوونکې او خطرناک راتلونکی په نسبت خبرداری ورکوی او ددی پروسی سره د نه همراهی عزم څخه خبر ورکوی.
په داسی شرایطو کې، شاید روسیه د وضعیت څیړلو په ترڅ کې، په دی توګه غواړی چی کابل سره نږدی شی او طالبانو سره دوستانه اړیکو سربیره او همدارنګه حامد کرزی او نورو سیاسی ګوندونو مشرانو په شان کسانو باندی ژور نفوذ سربیره، ریاست جمهوری ارګ ته نږدی کیدو سره، افغانستان کې د امریکا نقش نور هم تضعیف کړی.
دا اخذ په دی دلیل، حقیقت ته نږدی معلومیږی چی مسکو رسمی پیغامونو صدور او روسیه سفارت خاص سربرګ سره کابل کې هغه ناسته کې د افغانانو دعوت څخه انکار سربیره، هغه په پوره توګه نه دی لغوه کړی. دا شکاره کوی چی روسیه، هڅه کوی په یو دوه ګونۍ لوبه کې، هم خپل نفوذ افغان غیری دولتی شخصیتونو او طالبانو باندی وساتی او پراختیا ورکړی او هم کابل دولت ته نږدی شی.
دا په داسی حال کې دی چی د روسیه په شان هیواد کې چی غربی هیوادونو په نسبت، سیاسی فعالیتونو حوزه کې او مستقل ناستو ترسره کولو په برخه کې سخت ګیرانه او تړلی فضا لری، د یو ناستی ترسره کول په دومره اهمیت سره، نه شی کیدلای چی د کرملین دولت برنامه ریزی او همراهی نه بغیر ترسره شی.
 
https://avapress.com/vdcft1dyew6deya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته

مربوطه لیکنې