خوښ ديک ۰

د سولې خبرو اترو بحرانی شرایطو کې د حکومت برخه

د سولې خبرو اترو بحرانی شرایطو کې د حکومت برخه

 
داکترعبدالله عبدالله؛ اجرایی رئیس د افغانستان سیاسیونو ترمنځ رامنځته شوی واټن څخه د سولې مذاکراتو اړوند نیوکه کړی او ټولو څخه غوښتی ترڅو خپل اتحاد او یووالی وساتی.
ښاغلی عبدالله، دولتی مسؤولین، د هغه جملی څخه ځان مقصر بولی چی ولی سولې مذاکراتو کې سیاسی رهبرانو ترمنځ د موضع یووالی نشته او وویل چی ځینی افغان سیاستمداران هغه تګلارو او موضع ګیریو سره چی لری، هر هغه څه چی د دولت تضعیف لامل ګرځی، مجاز بولی.
ښاغلی عبدالله زیاته کړه: په دی حساس مرحله کې زموږ توقع داده چی ټوله نورو برخو کې اختلاف نظر سربیره، د شته نارضایتونو او نورو برخو کې بیل نظراتو شتون ته په توجه سره، د سولې په مسئله کې یو بل ته لاس ورکړو.
د هغه په باور د سولې پروسی ادامه یو مشترک او اجماع تصمیم ته اړتیا لری چی ټول دولتی مسؤولین، سیاسی اقشار، ګوندونه، مدنی ټولنه او هیواد روحانیون پکښی ګډون ولری.
د ښاغلی عبدالله اظهارات، حقیقت دی. هغه په ښه توګه پوهیږی چی سولې خبرو اترو باندی حاکم وضعیت، ډیر بحرانی، ماتوونکې او خطرناک دی. بین الافغانی خبری اتری خپل حقیقی معنی له لاسه ورکړی دی او حکومت او سیاسی ګوندونو ترمنځ رقابت په عرصه باندی بدل شوی دی.
د مثال په توګه، د دولت ځینی پیاوړۍ سیاسی منتقدان او ځینی ګوندونو مشران، نن او سبا په مسکو کې د طالبانو سره خبری کوی؛ دا په داسی حال کې دی چی دولت په شدت سره ددی ناستې مخالف دی او هغه ناسته د ملی ګټو او سولې پروسی په زیان او طالبانو او ددی ډلې موضع پیاوړۍ کولو په ګټه بولی.
حق د مرکزی دولت سره دی. صرف نظر ددی څخه چی مسکو ناسته کوم نتایجو ته رسیږی که نه، طالبان ددی ناستې څخه خپل اعظمی ګټه اخلی؛ هغه ګټه چی نه سیاسی ګوندونه هغه ته به ورسیږی او نه مرکزی دولت چی اصولآ ورته نه دی دعوت شوی او پکښی حضور نه لری.
په بل بیان سره، مسکو ناسته به د ګوندونو، دولت او افغانستان خلګو غوښتنې او مقصدونه د سولی پروسی څخه به ترسره نه کړی؛ خو د طالبانو مقاصدو سره به مرسته وکړی؛ ځکه هغه ډله بیله دی چی د دولت سره مستقیم خبرو اترو نه کولو لپاره په تنګنا او سخت وضعیت کې قرار ونیسی او خپل خبرو اترو مشروعیت تر پوښتنی لاندی یوسی، په سادګی سره ادعا کولای شی چی بین الافغانی خبرو اترو ته متعهد دی او په دی توګه، هغه سولې لپاره چی قرار دی د امریکا په فشار سره او امریکا او طالبانو خبرو اترو په ترڅ کې منځته راشی، مشروعیت ترلاسه کړی.
خو دا ډول سوله، نه د ګوندونو په ګټه دی او نه د دولت په ګټه.
په دی منځ کې، البته باید د سیاسی بازیګرانو او ځینو کسانو حساب هم د دولت او ګوندونو څخه بیل کړو. د مثال په توګه، حامد کرزی، حنیف اتمر، حکمت خلیل کرزی او سید حامد ګیلانی، ددی کسانو څخه دی.
هغوی حتی د یو سل په سله طالبانی نظام رامنځته کیدو سره هم کوم مشکل نه لری. هغوی لپاره کوم توپیر نه کوی چی ځواک یا اردو منحل شی، اساسی قانون تعلیق او تعطیل شی، ټاکنې د اساسه منتفی شی او غیری پشتون اقوام او دی قوم پوری تړلی ګوندونه، په کلی توګه د سیاسی او قدرت او ملی استراتژیک تصمیم ګیریو څخه لیری شی.
خو دولت او سیاسی ګوندونه او جهاد ګوندونه د دولت څخه دباندی نه شی کولای په سادګی سره ددی ډول سولې خرابوونکې تبعات قبول کړی. د اردو انحلال، اساسی قانون تعلیق، ۱۸ کالو لاسته راوړنو تر پښو لاندی کول، طالبانو اسلامی امارت بیا راژوند کول، پاکستان قدرت نیول، قدرت بیا ځلې تک قومی کیدنه، ټاکنو پوره نفی او امریکا یو اړخیزه معامله د طالبانو سره، د هغوی لپاره د قبول وړ نه شی کیدلای.
د همدی لپاره د یو ملی پراخ اجماع ته اړتیا شته؛ هغه اجماع چی حکومت تراوسه د نه جوړیدو په برخه کې یی بارز نقش درلودلی او لکه څنګه چی اجرایی رئیس هم اعتراف کړی، سولې خبرو اترو باندی حاکم بحرانی شرایطو کې مقصر دی؛ ځکه مخکې له دی ونه غوښته چی سیاسی او جهادی ګوندونه او افغانستان حقیقی نمایندګان د طالبانو سره سولې پروسه کې، شریک او برخمن کړی او هغوی ددی پروسی جزئیاتو کې قرار ورکړی. اوس چی ددی عمل ابتکار د دولت لاس څخه وتلی، د هغو ګوندونو همسویی سره چی مخکې یی خپله نادیده نیولی وو، هڅه کوی.
په دی حال کې، ګوندونه باید د یو لوی استراتژیک خطا څخه ځان وژغوری. هغوی حکومت سره مشروع مخالفت ته توجه نه کولو سره، د سولې په پروسه کې باید لومړیتوب هیواد ملی حاکمیت او منافعو ته ورکړی او اجازه ورنه کړی چی امریکایی سوله د طالبانو سره، خلګو او سیاسی نظام او اساسی قانون او امنیتی ځواکونو باندی تحمیل شی.
 
چهارشنبه ۱۷ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۲۵
د مطلب کود: 179217 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *