کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

مسکو ناسته؛ بایلونکې او ګټونکې

19 دلو 1397 ساعت 11:51



 
اشرف غنی؛ ولسمشر وایی چی مسکو ناستې ګډون کوونکې اجرایی صلاحیت نه لری او نه شی کولای چی افغانستان څخه نمایندګی وکړی.
ښاغلی غنی وویل: د چا سره او څه شی موافقه کوی؟ د هغوی اجرایی قدرت چیری دی؟ په سلهاوو داسی ناستې ترسره شی تر څو افغانستان دولت، ملی شورا، افغانستان قانونی نهادونه هغه صحنه کې نه وی، کاغذ دی.
دا په داسی حال کې دی چی عباس استانکزی؛ طالبانو هیات رئیس د مسکو په ناسته کې، افغانستان دولت نامشروع وبلل او وویل چی جهادی مشران او هغه کسان چی په دی ناسته کې ګډون لری، د افغانستان خلګو نمایندګان دی.
ښاغلی غنی همدارنګه وویل: ټول مذاکره زموږ سره شریک کیږی، ټول مذاکری زموږ سره عیار کیږی او مذاکره قدم په قدم زموږ طرحی او مشورت سره انشاالله مخته ځی.
د پوهانو په باور، د ولسمشر تازه خبری یوځل بیا شکاره کوی چی دولت د مسکو ناستې پیامدونو به اړه اندیښمند دی. په داسی حال کې چی هم امریکا او هم روسیه، په یو ډول سره ارګ ریاست جمهوری نادیده نیولی دی او افغانستان دولت حقوقی ځای ته په بی اعتنایی سره سولې مذاکراتو ته مشروعیت ورکولو یواځینی مرجع په حیث، د کاذب الګو (بین الافغانی خبری اتری) القا په هڅه کی دی. ښاغلی غنی او نور حکومت چارواکې همدارنګه هڅه کوی ترڅو مخکې ترمخکې هر ډول تصمیم د افغانستان سیاسی راتلونکې په اړه، د دولت مستقیم مشارکت او حضور نه بغیر غیری قانونی او اجرایی پشتوانه نه بغیر شکاره کړی.
دا هڅه، ممکن دی چی مشروعیت ولری؛ خو په همدی وخت کې د دولت جدی او ژور اندیښنه ددی ډول ناستو په اړه هم دی؛ هغه اندیښنی چی د دولت مشروعیت او ځای تر پوښتنی لاندی راوستلو سره او حتی اساسی قانون اعتبار تر پوښتنی لاندی راوستلو سره د امریکا او روسیه او طالبانو او حتی دولت مخالف سیاسی ډلو او ګوندونو له لوری ورځ په ورځ شدید تره کیږی.
دولت ځان د بایلونکې په مقام کې وینی؛ د هغو هحو بایلونکې چی خپله یی کلید وهلی وو یا هم شروع کړی وو؛ خو که سولې پروسه، لکه څنګه چی طالبان او امریکا معامله کړی وو، مخته لاړ شی، دولت به یواځنۍ بایلونکی نه وی، بلکه ټول کسان چی زړه په نظام، اساسی قانون او امنیتی ځواکونو راتلونکې کې لری، بایلونکی به وی او طالبان شاید یواځینی ګټونکی ددی لوبی وی.
مسکو ناسته نه یواځی هیڅ مرسته د بایلونکو لګښت په کمولو کې نه کوی؛ بلکه هغه څو برابره زیاتوی؛ ځکه په هر میزان چی طالبان، مشروعی تریبونونه د خپل مواضع او نظریو بیانولو لپاره، لاسته راوړی او بین المللی برخه کې نور هم مانور قدرت لاسته راوړی، په همغه اندازه، افغانستان دولت، اساسی قانون او امنیتی ځواکونو اقتدار به کمزوری شی او سولې پروسه د طالبانو او امریکا په ګټه نور هم مشروعیت پیدا کړی.
د یاده ونه باسو چی د ټولو شته اختلاف نظرونو څخه په صرف نظر سره، دا نه یواځی د اوسنۍ دولت په زیان دی؛ بلکه همزمانه د افغانستان دولت او سیاسی ګوندونو په زیان هم دی؛ ګوندونه او هغه ډلې چی مخکط ددی لپاره چی اسلامی امارت قدرت ونه اخلی او خلګ د پاکستان او طالبانو اسارت څخه خلاص شی، کلونه کلونه د طالبانو سره جنګیدلی دی.
په دی حساب سره، د هغه ګوندونو او مشرانو څخه چی د مسکو په ناسته کې، ګډون کړی باید پوښتنه وشی چی آیا د دولت سره مخالفت د اساسی قانون، نظام ساختار او هیواد مسلح ځواکونو سره مخالفت په معنی دی؟ که ځواب یی منفی دی نو ولی په داسی ناسته کې ګډون کوی چی یواځی د دولت سره د طالبانو نه مذاکره کولو ته مشروعیت ورکوی او شرقی او غربی سلطه ګرو قدرتونو هڅو ته د افغانستان خلګو برخلیک په اړه تصمیم نیولو لپاره موجه شکاره کوی؟
هغه نکته چی طالبانو سره مقابل لوری د مسکو په ناسته کط باید په نظر کې ولری، دادی چی هغه څه چی طالبان د سولې پروسی څخه غواړی او مخکې د امریکا سره د کلیاتو په اړه یی موافقت کړی او د مسکو ناستې تریبون څخه په ګټه اخیستنې سره، بیا هم ورباندی ټینګار کوی، عملی تحقق پیدا کړی، هغوی به هم ددی لوبی اصلی او لوی بایلونکې به وی.
بناپردی، ټول هغه نفرت او انزجار او نیوکې چی امکان لری دا ډلی او کسان د دولت په وړاندی ولری، اساسی قانون او نظام اصل او امنیتی ځواکونو څخه ملاتړ صادقانه تعهد او وفاداری شکاره کولو لپاره، مسکو ناسته کې ګډون لپاره مخکې ترمخکې باید دولت نمایندګانو حضور هم شرط کړی وای ترڅو طالبان په یو اړخیزه توګه دی ناستې ګډون کوونکو باندی افغانستان عمومی افکارو باندی خپل غوښتنو او ارادی تحمیل باندی قادر نه وای.
 


د مطلب کود: 179294

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/note/179294/مسکو-ناسته-بایلونکې-او-ګټونکې

آوا
  https://www.avapress.com