کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امریکا نظامی حضور، سولې په وړاندې لوی خنډ

20 دلو 1397 ساعت 10:22



 
زلمی خلیلزاد؛ د امریکا خاص نماینده د افغانستان سولې لپاره ویلی دی چی د افغانستان څخه د امریکایی ځواکونو وتلو لپاره زمانی جدول شتون نه لری.
هغه خپل توییتر کې لیکلی دی چی اخیرو ورځو کې طالبانو ځینی چارواکې ادعا کړی دی چی امریکایان د هغوی د ځواکونو وتلو لپاره د افغانستان څخه ددی ډلې سره توافق ته رسیدلی دی. هغه ویلی دی چی د روشانه کولو لپاره، هیڅ زمانی جدول د امریکایی ځواکونو د وتلو لپاره شتون نه لری.
ښاغلی خلیلزاد همدارنګه ویلی دی چی طالبان خپله دا ادعا وروسته تصحیح او رد کړل.
عبدالسلام حنفی؛ د طالبانو یو نماینده تیره ورځ د مسکو په ناسته کې وویل چی امریکا هغوی سره په توافق رسیدلی دی چی خپل نیم ځواکونه د فبروری میاشت څخه اپریل تر پای پوری افغانستان څخه باسی.
د مسکو ناستې په پای کې، ګډون کوونکې توافق کړی چی په هیواد کې سولې استقرار لپاره، خارجی ځواکونه په پوره توګه د افغانستان څخه وځی.
دولت په دی ناسته کې حضور نه درلود او اشرف غنی ویلی دی چی ګډون کوونکې د مسکو په ناسته کې، اجرایی صلاحیت نه لری.
د زلمی خلیلزاد ټینګار سربیره د افغانستان څخه امریکایی ځواکونو خروج لپاره د یو مشخص زمانی جدول په اساس، کارپوهان وایی چی دا پیښه، په نتیجه کی به رامنځته شی او لیری یا نږدی به امریکا خپل نظامیان د افغانستان څخه د وتلو په اړه به تصمیم ونیسی؛ ځکه بیله هغه، کوم سوله به رامنځته نه شی.
طالبان ډیر ځلې اعلان کړی چی امریکایی او خارجی ځواکونو حضور په افغانستان کې، د جګړی ختم سره خط او هیواد کې سولې تامین خط دی او په تازه پيښو کې هم طالبانو مسکو ناسته کې اعلان کړی چی د افغانستان څخه امریکا او خارجی ځواکونو حضور تر پای پوری، دا ډله اوربند ته به تن ورنه کړی.
صرف نظر ددی څخه چی د طالبانو اصلی مقصد ددی مخکنۍ شرط ټاکلو څخه څه ده، امریکا نظامی حضور په هیواد کې جګړی دوام د داخلی او خارجی ستیزه جویانو لپاره توجیه وړ ګرځوی او سولې ته رسیدو لاره نوره هم سختوی.
امریکا پوهیږی چی په یو سوله ایز شرایطو کې نه شی کولای خپل سلطه او سیطره پر افغانستان باندی وساتی؛ بناپردی ناچاره دی د جګړی ادامه او نظامی حضور پای ته رسیدو په منځ کې یو لاره انتخاب کړی.
له بل لوری، د افغانستان برجسته سیاستمدارانو او ګوندونو سرانو مشترک توافق د طالبانو سره د مسکو اخیر ناسته کې د افغانستان څخه د خارجی ځواکونو پوره وتلو لپاره، شرایط نور هم د امریکا حضور لپاره په دی هیواد کې سختوی؛ بیله دی چی امریکا د تیرو په شان، خپل استراتژیک ګټی په جګړه او بی ثباتی او سیاسی بحران ادامه او امنیتی مشکلاتو کط ولټوی او په دی بهانه خپل دایمی سلطه او حضور توجیه کړی.
امریکا ولسمشر ټرامپ په نظر چی هغه یو سیاستمدار او همدارنګه تاجر هم دی، افغانستان کې امریکایی ځواکونو حضور لګښت نور باید کم شی او شاید هرڅه ژیر هغوی خپل کورونو ته وغواړی.
البته دا خبره د امریکا دننه سرسخت مخالفان راپارولی دی؛ خو نهایی تصمیم به ترامپ د امریکا مسلح قواوو عمومی قومانده په حیث به ونیسی.
په دی توګه، د خلیلزاد اخیرو موضع ګیریو سربیره په اخیر کې به د افغانستان څخه امریکایی نظامی ځواکونو وتلو زمانی جدول به مشخص شی او امریکا افغانستان پای ته نه رسیدونکې جګړی مهار لپاره ناچاره دی چی د طالبانو سره سوله وکړی او طالبانو سره سولې پیش نیاز هم د افغانستان څخه امریکایی ځواکونو پوره وتل دی.
 


د مطلب کود: 179313

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/note/179313/امریکا-نظامی-حضور-سولې-په-وړاندې-لوی-خنډ

آوا
  https://www.avapress.com