دخپریدو نیټه :جمعه ۲۶ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۳۶
د مطلب کود : 179709
ورشو کنفرانس؛ د ماتې نمایش

 
بنیامین نتانیاهو؛ د اسرائیل رژیم لومړۍ وزیر چی ځان ورشو ناسته کې خبرو لپاره آماده کوی، ویلی دی چی د هغه خبرو اصلی محور به ایران وی. همدارنګه اروپایی هیوادونو وزیران په دی کنفرانس کې ګډون څخه ډډه وکړه او فدریکا موګرینی؛ اروپا اتحادیه خارجه سیاست مسؤول هم ویلی ورشو ته به ولاړ نه شی. روسیه او چین هم دا کنفرانس ته کوم اعتنا نه دی کړی او مسکو ورڅخه نیوکه کړی دی.
مایک پومپئو؛ د امریکا خارجه وزیر خپل لهستانی لوری سره په یو خبری کنفرانس کې، د ایران څخه کوم یادونه نه دی کړی.
عراق، لبنان او فلسطین هم دا کنفرانس بایکوت کړله. دا په داسی حال کې دی چی ددی کنفرانس یو اصلی محور د ( تروریزم او امنیت ) په خاورمیانه کی وی او په دی توګه دا کنفرانس، د عراق، سوریه، ایران، لبنان او فسلطینی تشکیلاتو نه بغیر چی د خاورمیانه لوی برخه تشکیلوی، ترسره شی.
محمد جواد ظریف؛ د ایران خارجه وزیر د ورشو ناسته ماتې باندی محکوم کړی دی.
په همدی حال کې، صاحب نظران هم وایی چی امریکا د ډیر وخت راهیسی ددی ایرانی ضد کنفرانس ترسره کولو لپاره د تروریزم او امنیت په بهانه په خاور میانه کې، برنامه ریزی او کمپاین کوی، ددی کنفرانس ترسره کیدو مخکې، ماته خوړلی دی.
مایک پمپئو؛ د ترامپ دولت خارجه وزیر، مخکې له دی، څو سیمو او نړۍ هیوادونو ته سفر کړی ترڅو د هغه هیوادونو چارواکی متقاعد کړی چی په دی کنفرانس کې ګډون وکړی او د ایران په وړاندی تل آویو او واشنګتن سیاستونو څخه، صریح ملاتړ وښیی؛ خو نتیجه شکاره کوی چی امریکا په دی برخه کې ماته خوړلی دی او رسوا شوی دی.
ترامپ دولت حتی نه دی توانیدلی چی خپل اروپایی شریکان په دی کنفرانس کې ګډون لپاره ځان سره ولری، او دا د پوهانو په باور، یواځی د ایران په وړاندی د امریکا ماتې او شرمساری شکاره کوونکې نه دی؛ بلکه نړۍ باندی غرب سلطه اردوګاه سقوط چی مخکې د امریکا له لوری رهبری کیدی هم دی؛ ځکه ایران سره چلند طریقه، وروسته د برجام تړون څخه د امریکا یو اړخیزه وتلو سره، اوس دا اردوګاه کې جدی او ژور شکاف باندی لمن وهی او اروپا او امریکا ترمنځ دوه ګونی توب او جدایی لامل شوی دی.
البته باید ووایو چی د اروپا او امریکا ترمنځ شخړی یواځی برجام او ایران سره مقابله کې نه خلاصه کیږی؛ بلکه دواړه لوری تجاری مبادلاتو او وارداتو باندی درانده مالیاتو وضع، شمالی آتلانتیک(ناتو) سازمان مالی لګښتونو تامین، اروپا امنیت، سوریه او افغانستان او.... بحرانونو کې هم د سختو شخړو درلودونکی دی.
اوس به اسراییل کودک کوش رژیم لومړۍ وزیر د امریکایی چارواکو او عرب مزدور رژیمونو نمایندګانو سره یواځینی کسان به وی چی په یو اړخیزه توګه ورشو مضحک کنفرانس کې ګډون وکړی؛ بیله دی چی هغه لاسته راوړنو ته چی امریکا او اسراییل او مزدور اعراب نظر کې درلود.
په دی حال کې، امریکا او اسراییل، په داسی حال کې تروریزم او امنیت په اړه کنفرانس ترسره کوی چی خپله نړۍ کې بحران او نا امنی او جګړی او وحشت او دیکتاتوری او فسیل شوی رژیمونو استقرار ترټولو لوی عوامل دی.
په بل بیان سره، امریکا او اسراییل نه شی کولای چی د تروریزم څخه خاورمیانه ژغورلو او انمیت تامین لپاره شفابخشه نسخه آماده کړی؛ ځکه هغوی خپل معضل دی، نه حل لاره. امریکا د زرهاوو مایلو څخه هغه لوری ته، نظامی ځواکونه، جنګی ناوی او امنیتی چتر خاورمیانه هوا او دریا او ځمکو باندی مستقر کړی او عرب مزدور او بدنامه رژیم په ملاتړ سره، ددی ځمکې خلګ ګروګان نیولی او هغوی آزادی ته رسیدو، انسانی حقوقو درلودلو او خپل حاکمانو ټاکلو حق څخه محروم کړی دی او د تروریزم او تکفیری ګری څخه ملاتړ سره، مسلمانانو ترمنځ، نفاق او نفرت رامنځته کوی. اسراییل هم د یو سرطانی غده په شان په خاورمیانه کې، د یهودیانو تاریخی سرکوب او تحقیر انتقام چی نازیانو او اروپایانو ورسره وکړه، د مسلمانانو څخه اخلی او د امریکا او انګلیس او نورو اروپایی هیوادونو په ملاتړ، په خاورمیانه کې د باروت نه ډک انبار باندی بدل شوی دی.
هغوی څنګه کولای شی تروریزم او امنیت څخه په خاورمیانه کې خبری وکړی او ددی لپاره حل لاره ارائه کړی؟
 
https://avapress.com/vdciu3az3t1ayy2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته