دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۸ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۵۰
د مطلب کود : 179826
د دلوی ۲۶؛ تاریخ تکراریږي

 
جمعی ورځ د دلوی ۲۶ نیټه، ریاست جمهوری ارګ کې د شوروی جماهیرو اتحاد د ځواکونو وتلو ۳۰ کلیزی څخه لمانځنه وشوه.
په دی ناسته کې اشرف غنی؛ ولسمشر په یو ویدئویی پیغام کي افغانستان کې شوروی وتلو او مجاهدینو بریالیتوب او هغوی ترمنځ بیرته جګړی ته په اشاره سره وویل چی افغانستان یوځل بیا یو مهم برخلیک ټاکونکې وخت کي قرار لری چی یواځی وحدت کولای شی جګړه پای ته ورسوی او سوله لاسته راشی.
داکتر عبدالله عبدالله هم وویل چی د خارجی ځواکونو وتلو احتمال شتون لری، نو باید د تاریخ تریخو درسونو څخه عبرت واخلو ترڅو تکرار نه شی.
سرور دانش هم وویل چی خارجی مداخلات، مجاهدینو او ګوندونو تجربه نه درلودل یا انحصار غوښتنه ددی لامل شو چی د مجاهدینو بریالیتوب وروسته، یوځل بیا جګړه ادامه پیدا کړی.
هغه وویل: نن هم سیاستمداران هیر نه کړی چی تاریخ تکراریدونکې دی.
فضل هادی مسلمیار؛ سنا مجلس رئیس هم مسکو ناستې ګډون کوونکو ته په خطاب کې وویل: داسی حرکتونه سخت نتیجه لری که تاریخ او تیرو وختونو ته نظر وکړو.
بناپردی د تحلیلګرانو په باور، ټول څه ددی څخه حکایت لری چی تاریخ به یوځل بیا تکرار شی.
دا وضعیت، د یو معروف جملی یادونه کوی چی وایی: هغه قوم چی خبل تاریخ څخه عبرت ونه اخلی، تاریخ به یی تکرار شی، یا تاریخ به بیرته تجربه کړی. دا همغه شرایط دی چی افغانستان پکښی نن قرار لری.
حتی که اشرف غنی؛ ولسمشر، د امریکا او طالبانو هڅو په وړاندی چی تحمیلی سولې تړون امضا او افغانستان مرکزی دولت اراده څخه وتلی تړون امضا ترسره کیږی، د سرداوود خان او داکتر نجیب تریخ برخلیک څخه یادونه نه وای کړي، صاحب نظران په دی باور دی چی افغانستان څخه خارجی ځواکونو وتلو په لړ کې، افغانستان اوسنۍ وضعیت ډیر حیرانوونکې ډول د داوود جمهوری دوران او یا کمونیستی رژیم د نجیب په رهبری اواخرو سره د مقایسی وړ دی.
د منتقدانو په نظر خو دا وضعیت باید نادیده ونه نیول شی چی یواځی د خارجی قدرتونو سلطه ګرانه اراده نه دی چی افغانستان خلګ او حکومت په دی سختو شرایطو کې قرار ورکړی دی؛ بلکه دولت او سیاسی رهبرانو ځینی اقتدارګرانه او انحصارطلبانه ځینی سیاستونه هم ددی لامل شوی دی چی ملی وحدت او یووالی ته زیان ورسوی.
په داسی شرایطو کې، کیدلای شی چی هر یو خارجی قدرتونه، خپل ګټو او اهدافو په اساس، افغانستان داخلی چارو کې مداخله وکړی ترڅو وضعیت پروسه داسی لوری ته مدیریت کړی چی پکښی هغوی ګټی او مقاصد تضمین او تامین شی.
که څه هم امریکا او طالبانو پردی ترشا سولې ځینی جزئیات افشا کیدو وروسته، افغانستان حکومت په تحقیر آمیزه توګه په انزوا کې قرار ونیول، او دا پیښه د اساسی قانون اصول او نظام اصل څخه ملاتړ او ملی همګرایی اړتیا د هر څه نورو وختونو څخه یو ملی وجیبه باندی بدل کړل؛ خو انکار نه شو کولای چی د امریکا او طالبانو یو دلیل د افغانستان دولت سیاستونو او مواضعو ته بی اعتنایی د سولې پروسی په وړاندی، د تصمیم ګیریو څخه هغه ایسته کول، د مرکزی دولت غیری ملی سیاستونه وو. دولت په دی کلونو کې ددی پرځای چی خلګو ته د یو قدرتمند او ملی پشتوانه په حیث تکیه وکړی، خارجی سفارتونو او لویو بازیګرانو منفعت او مقطع ملاتړ ته مخه کړه. دولت داسی فکر وکړ چی د کابل سره امریکا ملاتړ او همراهی، پای ته نه رسیدونکې ده؛ دا همغه غلطی وه چی داکتر نجیب ترسره کړه او لګښت یی هم ورکړه.
ددی وضعیت دوهم مقصر، دولت مخالف ګوندونه او سیاسی شخصیتونه دی. هغوی مسکو ناسته کې ګډون سره، طالبانو ته مشروعیت ورکړ او طالبانو سره امریکا نظر وړ سولي څخه ملاتړ وکړ. دا په داسی حال کې وو چی په همغه ناسته کې، طالبان په رسمی توګه اعلان کړ چی افغانستان اساسی قانون نه قبلوی؛ خو ګوندونه او هغه کسان چی د همدی اساسی قانون په چارچوب کې، قدرت او ثروت ته رسیدلی دی، دفاع ته یی نه شوه راپورته.
په داسی شرایطو کې، د تاریخ تکرار، ددی فرقه ګرایانه تګلارو پیامدونه او نتیجه به وی.
بناپردی، په دی صورت چی قدرت دننه او خارج سیاسی مشران او سران، د طالبانو سره سولې برخه کې سیاسی او پراخ اجماع او نظر وحدت ته د امریکا سیاستونو په وړاندی لاسرسی پیدا کړی، امریکا وتلو وروسته او کابل دولت څخه واشنګتن ملاتړ قطع کیدو سره، د کمونیستی رژیم سقوط او مجاهدینو قدرت ته رسیدو وروسته چی قومی او مذهبی جګړی رامنځته شوی، فجایعو تکرار څخه مخنیوی به سخته خبره وی.
 
https://avapress.com/vdcir3azqt1ayv2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته