کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ترامپ پيړۍ معامله؛ اعراب د اسراییل په خدمت کې

29 دلو 1397 ساعت 8:17



 
ورشو ایرانی ضد ناستې غیری علنی یو برخې څخه راوتلی ویدیو ښیی چی عربستان، امارات او بحرین نمایندګان د بنیامین نتانیاهو؛ اسرائیل رژیم لومړۍ وزیر په حضور کې ددی رژیم څخه دفاع کړی او ایران د سیمی لپاره ترټولو لوی ګواښ بللی دی.
په دی ویدئو کې بحرین خارجه وزیر وایی چی په حاضر حال کې، د اسرائیل او فلسطین سره په مقایسه ایران د خاورمیانه لپاره ترټولو لوی ګواښ دی.
د امارات خارجه وزیر هم سوریه باندی اسرائیل بریدونو په اړه ویل: هر ملت دا حق لری چی هر وخت د بل ملت له لوری د مشکلاتو سره مخ شی، د ځان څخه دفاع وکړی.
عادل الجبیر؛ سعودی عربستان خارجی چارو کې مشاور وزیر هم وایی: څوک د حماس او اسلامی جهاد څخه ملاتړ کوی او فلسطینی تشکیلات تر پوښتنی لاندی راوړی؟ ایران.
نتانیاهو ددی ناستې په بحث کې ګډون نه درلود؛ خو د مخاطبانو په منځ کې وو.
ددی ناستې شروع کیدو مخکې نتانیاهو ویلی وو چی ددی ناستې مذاکرات په مخفیانه توګه ترسره کیږی؛ خو د ورشو ناستې ارزښت ددی ناستې په علنی پاته کیدو کې وو.
سیمه ایز مسایلو کارپوهان وایی چی امریکا قصد لری د ورشو نمایشی ناستې په ترسره کولو سره، د اسراییل او رژیم او اعرابو عادی اړیکو څخه پرده پورته کړی؛ هغه اړیکې چی که څه هم د امریکایانو او صهیونیستانو سیاستونو په چوکاټ کې ترسره کیږی او ترامپ دولت په امریکا کې هغه څه د پيړۍ معامله په حیث یادونه کوی؛ خو اصلی قربانیان یی خپله اعراب او بالخصوص فلسطینیان به وی.
عرب او اسلامی نړۍ باید د امریکایانو تبلیغاتو سره ایران په وړاندی اغوا نه شی او تصور ونه کړی چی ترامپ پيړۍ معامله په چوکاټ کې، اعراب د اسراییل رژیم ترڅنګ، پیاوړۍ شی او خاورمیانه آرامتیا او ثبات ته رسیږی؛ ځکه امریکا اصلی مقصد د پیړۍ معامله څخه د آزادی درلودلو څخه فلسطینیانو حق تر پښو لاندی کول، هغوی اصلی ملی حاکمیت تر پښو لاندی کول او اسراییل جنایتکار او خونړیزه رژیم سره جګړی پای ته رسیدو لپاره فلسطینیانو حق تر پښو لاندی کول دی. امریکا له بل لوری، د اسراییل او اعرابو اړیکو عادی سازی ا اعراب او خاورمیانه په وړاندی د ایران کاذب ګواښ لوی ښودلو سره، غواړی عربی رژیمونه او هغوی ثروتونه خپل او اسراییل اختیار کې قرار ورکړی.
دا همغه څه دی چی لومړۍ ګام یی د ترامپ له لوری قدس شریف ته د تل آویو څخه امریکا سفارت لیږد فرمان امضا کیدلو سره واخیستل شو او ورشو کنفرانس په حقیت کې همدا لوری کې یو بل ګام دی.
داچی عربی رژيم دری خارجی چارو ارشد دیپلماتان د اسراییل رژیم لومړۍ وزیر ګډون سره په ناسته کې د هغه رژيم څخه دفاع کوی او ټول د ایران په وړاندی خبری کوی، هغه امر دی چی ترامپ د یو بادار په حیث هغوی ته ورکړی دی؛ ترامپ غواړی چی اسراییل کښینی او تماشا وکړی او عربان د صهیونیزم ګټو لپاره د نورو مسلمان هیوادونو لکه ایران او اسلامی مقاومت محورونو په وړاندی په سیمه کې وجنګیږی او په دی لړ کې حتی فلسطینیانو په وړاندی اسراییل وحشتناک جنایتونه او فلسطینی کوچنیانو مخوف قتل عام د نتانیاهو او شارون او... له لوری هم له یاده وباسی او نادیده ونیسی.
په دی منځ کې کوم ګټه و اعراب او مسلمانانو ته رسیږی؟ ایا اسراییل او امریکا به مثلا عربستان سعودی ته اوامارات او بحرین او... ته اجازه ورکړی چی اسراییل سره برابر تسلیحات او زرادخانه ولری؟
نه هیڅ وخت!
امریکا د اسراییل کیفی برتر والی باندی متعهد دی؛ یعنی اسراییل باید هر وخت اعرابو څخه نظامی نظره ښه وی ترڅو په راتلونکې کې په آسانی سره هغوی وبلعی؛ خو په حاضر حال کې چی هیڅ قدرت په خاورمیانه کې د ایران په شان، د اسراییلیانو جنایت او اشغال او تیری نه شی مهارولای، او له دی مخې اړتیا شته چی خپله مسلمانانو په وړاندی مسلمانانو ظرفیتونو څخه ګټه واخیستل شی او دا یعنی اعراب د اسراییل سلطه لاندی او خدمت کې قرار ونیسی.
 


د مطلب کود: 179887

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/note/179887/د-ترامپ-پيړۍ-معامله-اعراب-اسراییل-په-خدمت-کې

آوا
  https://www.avapress.com