خوښ ديک ۰

د سولې په پروسه کې د قومی عدالت او ملی اجماع موقعیت

د سولې په پروسه کې د قومی عدالت او ملی اجماع موقعیت

 
 
جنرال عبدالرشید دوستم د زلمی خلیلزاد سره په لیدنه کې ویلی دی چی هیواد کې پایدار سولې ته رسیدو لپاره لومړۍ باید نظام دننه اعتماد سازی شکل ونیسی او ملی اجماع رامنځته شی.
ښاغلی دوستم چی اوس په ترکیه کې دی، چهارشنبه ماښام د ښاغلی خلیلزاد سره لیدنه وکړه.
هغه په دی لیدنه کې، بین الافغانی هر اړخیزه سولې مذاکراتو له لاری ۴۰ کلن جګړی ختم، افغانستان کې ۱۷ کالو لاسته راوړنو سانه او پایدار سرتاسری سولې تامین د افغانستان خلګو لویو هیلو څخه بللی او زیاته کړی چی دا مقصدونو ته رسیدو لپاره، افغانستان خلګ مخکې ترمخکې نظام دننه اعتماد سازی او ملی اجماع ته هیواد په سطحه کې اړتیا لری.
دوستم وویل چی داسی اجماع کولای شی افغانستان ټولنې اصلی عناصرو ترمنځ د حکومت په شمول، سیاسی ګوندونو، اقوامو، نارینه او ښځینه په شمول بیلابیل مطرح افکار او اقشارو ترمنځ تفاهم له طریقه شکل ونیسی.
کارپوهان هم پردی نکته باندی اتفاق نظر لری چی افغانستان کې جګړه، یو ملی معضل دی او پای ته رسیدل یی او سولې استقرار هم ملی او هر اړخیزه حل لارو ته اړتیا لری.
د هغوی په باور په تیرو ۴۰ کالو کې چی سختو جګړو شاهد وو، دهیواد هیڅ قوم امنیت کې ژوند نه دی درلودلي. افغانستان ټول خلګ په دی برخه کې، لګښت ورکړي او درانده خسارات لیدلی دی.
له بل لوری، حتی طالبانو په شان تندروه ډلې او اسلامی ګوند هم په لسهاوو کلونو جګړی تجربه وروسته دا نتیجی ته رسیدلی چی قومی او سیاسی اغیزمنده او فعال جریانونو او ګوندونو او اقوامو عادلانه او حداکثر مشارکت نه بغیر نه شی کولای یو پوره او دایمی او پراخ سولې ته ورسیږی.
په دی برخه کې ترټولو واضح نمونه، طالبانو رژیم دی چی افغانستان باندی خپل پنځه کالو سلطی په لړ کې، ونه شوای کولای چی خپل سیاسی او ایدئولوژیک الګوی په پوره او ریشه ای توګه هیواد خلګو باندی تحمیل کړی او یو سیاسی سازوکار او قومی اداره او ایدئولوژیک منځته راوړی.
دا همغه څه دی چی اوس مذاکره کوونکې طالبان، رسمآ ورباندی اذعان کوی او وایی چی هغه ډله د زور له لاری قدرت لاسته راوړلو پسی نه دی او قدرت انحصار لپاره اراده هم نه لری.
بناپردی، اوس چی سولې پروسه شروع شوی او حساس مرحلی ته هم رسیدلی دی، هیڅ لوری نه شی کولای چی سولې پروسی قومی کولو او انحصار سره د نورو اقوامو او ګوندونو او مهم اغیزمنده بازیګرانو مشارکت به وړاندی مانع او خنډ رامنځته کړی او خپل مقاصدو ته ورسیږی.
په دی حساب سره، لکه څنګه چی ښاغلی دوستم په اظهاراتو کې راغلی دی، اوس ددی وخت رارسیدلی دی چی سولې ته رسیدو لپاره، یو ملی او پراخ اجماع نظام دننه او دباندی ځواکونو ترمنځ باور په اساس منځته راشی او داسی سازوکار رامنځته شی چی افغانستان ټول خلګ د هر قوم او تبار او مذهب او سیاسی او حزبی ګرایش څخه ځان په کې ووینی.
له بل لوری، د یاده ونه ایستل شی چی ملی او افغانستان ټولو خلګو ته سولې رسیدو لپاره، یو ملی محور رامنځته کیدو ته اړتیا شته؛ یو وحدت بخشه محور چی اصل او اساس یی هیواد ګټی او منافع جوړ کړی وی او ملی منافع د هر ډول تګلاری او تصمیم ګیری سره خط وی.
تجربه شکاره کړی دی چی خارجی دخالتونه، سولې په وړاندی خنډ دی او ترڅو چی افغانان وحدت او ملی همګرایی ته نه وی رسیدلی، خارجیان به هیڅ وخت اجازه ورنه کړی چی جګړه پای ته ورسیږی، افغانستان سولې ته ورسیږی او یو ملی پراخ دولت په سیوری کې، خپل استقلال او اقتدار احیا کړی.
دا مسایلو ته په کتو سره، اوس خارجی قدرتونه هڅه کوی چی خپل ګټی په افغانستان کې سولې له لوری تامین کړی او دولت هیواد کې سولې پوری اړوند تحولاتو اصلی سازمان ورکوونکې په حیث، باید عمل ابتکار په لاس کې واخلی او سولې په برخه کې یو فراقومی او ملی محور اساس کښیږدی چی په لړ کې یی، ملی اجماع په دی حوزه کې رامنځته شی او ټولو قومونو او سیاسی ګوندونو نمایندګانو حضور او مشارکت سره، قومی عدالت په یو کثیرالقومی هیواد کې تامین شی.
 
جمعه ۳ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۳۲
د مطلب کود: 180142 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *