کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

قطر خبری اتری؛ مهم مسایل، سخت تصمیمونه

9 حوت 1397 ساعت 11:35



 
امریکا او طالبانو نمایندګان د قطر په دوحه ښار کې خپل مذاکراتو دوهم ورځ د افغانستان څخه د امریکایی ځواکونو وتلو زمانی جدول او طالبانو څخه لازم تضمینونه د القاعده او داعش په شان سازمانونو څخه شروع کړی.
سرچینه ویلی چی دواړه لوری دوه کاری ډلې ټاکلي دی ترڅو بحث موضوعاتو باندی فنی جزئیات پیشنویس تدوین کړی.
د امریکا او طالبانو ترمنځ مذاکراتو پنځم دور په قطر کې د ملا عبدالغنی برادر؛ طالبانو رهبر معاون په حضور سره شروع شو.
سهیل شاهین؛ په قطر کې د طالبانو مذاکره کوونکې هیآت غړۍ ویلی دی چی ملا برادر حضور په دوحه کې پر مذاکراتو باندی نظارت لپاره، د هغه ارزښت شکاره کوونکې دی چی طالبان دا مذاکراتو ته قایل شوی او همدارنګه هغه هیلی چی دا ډله ددی مذاکراتو څخه لری.
همدارنګه، مقدماتی ناسته کې جنرال اسکات میلر؛ امریکایی او ناتو ځواکونو قوماندان د لومړۍ ځل لپاره د ملا عبدالغنی برادر سره مستقیمآ مذاکره کړی دی.
کارپوهان وایی چی مذاکره کوونکې هیآت ترکیب شکاره کوی چی دا ځل مهم مسایل مطرح کیږی او ددی هیله شته چی دا مسایلو په اړه سخت تصمیمونه اخیستل کیږی.
مخکې څیړونکې په دی ناسته کې د ملا برادر حضور ارزښت په اړه خپل نظرونه وړاندی کړی وو. د هغوی په باور ملا برادر د طالبانو اصلی اساس ایښوونکو څخه دی او هغه حضور د قطر په ناسته کې، په دی معنی دی چی طالبان ترټولو لوړو سطحو کې مذاکره ته آماده شوی او ددی انتظار لری چی هغه ډلې نظر وړ موضوعات د خبرو اترو په دی دوره کې مطرح او ورباندی توافق وشی.
ملا برادر همدارنګه هغه څېره ده چی افغانستان دولت ملاتړ او تائید وړ هم دی. هغو اتو کلونو په لړ کې چی ملا برادر د پاکستان په بندیخانو کې وو، کابل ډیر هڅه وکړه چی هغه د آزادولو زمینه برابره کړی؛ ځکه چی داسی فکر کوله چی هغه سولې مذاکراتو ته مایله دی؛ خو پاکستان نه غوښته په افغانستان کې سوله وشی، هغه بندی کړی وو؛ لکه څنګه چی مخکې له دی، د طالبانو سولې ځینی نور هواداران او رهبران د پاکستان له لوری نیول شوی او یا ترور شوی دی.
په هر صورت، ملا برادر حضور د قطر په ناسته کې د طالبانو جدی عزم ښودونکې دی چی امریکا سره سولې خبرو اترو نتیجی ته ورسیږی.
طالبان دا انتظار لری ترڅو امریکا سره، د افغانستان څخه خارجی نظامیانو پوره وتلو لپاره زمانی جدول باندی توافق ته ورسیږی او طالبانو ویاند په وینا، دا تړون، د نورو وختونو په پرتله نږدی دی.
له بل لوری، امریکا هم طالبانو څخه غواړی چی ترڅو قوی او مطمئن تضمین ورکړی چی هغه ډلې اړیکې د القاعده او داعش په شان تروریستی ډلو سره قطع شوی او افغانستان خاوره د امریکایی اهدافو په وړاندی تروریستانو بریدونو لپاره نه برابروی.
داسی په نظر رسیږی چی طالبانو لپاره داسی کوم تضمین ارائه کول کوم سخت کار نه وی؛ خو امریکا په افغانستان کې خپل سرتیرو برخلیک به اړه سختو تصمیمونو سره مخ دی؛ ځکه هغه هیواد نظامی جنرالان، افغانستان څخه پوره او سریع وتلو سره مخالف دی؛ خو ترامپ او نور همفکران یی دا کار باندی ټینګار کوی.
په هر حال، د افغانستان څخه د امریکایی ځواکونو وتل به همدارنګه یو بل ماته د کابل لپاره وی چی د امریکا سره امنیتی تړون امضا یو لوری په حیث ونه توانیدل چی خپل خاوره کې مستقر خارجی ځواکونو برخلیک په اړه تصمیم ونیسی؛ بلکه حتی رایزنیو څخه هم محروم دی.
 


د مطلب کود: 180498

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/note/180498/قطر-خبری-اتری-مهم-مسایل-سخت-تصمیمونه

آوا
  https://www.avapress.com