دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۴ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۳۲
د مطلب کود : 180788
مشورتی جرګه؛ د سولې په نامه، سیاست ته؟

 
ویل کیږی چی افغانستان استراتژیک متحدانو فشارونه ددی لامل شوي ترڅو سولې مشورتې ناسته ځنډ سره ترسره شی؛ خو اسدالله زایری؛ د سولې عالی شورا ویاند معاون ویلی دی چی فنی مشکلاتو له امله بالخصوص واوری او باران له امله، مشورتی لویه جرګه چی قرار وو راتلونکې میاشت ۲۶ نیټه کې ترسره شی، وځنډیدل.
دا په داسی حال کې دی چی حکومت سیاسی مخالفین په دی باور دی چی د افغانستان استراتژیک متحدینو مخالفتونو له امله، سولې مشورتی ناسته تر دوو اونیو پوری وځنډیدل.
سولې مشورتې ناستې ترسره کول سیاسی جریانونو مثبت او منفی غبرګونونو سره مخ شوی وو، د پوهانو په باور، ځینو سیاسی جریانونو مخالفت ددی جرګی د ځنډیدو بل لامل دی.
سولې مشورتی جرګه چی د ۲۰۰۰ تنو په حضور سره جاری میاشت کې ترسره کیدل او سولې تړون سازوکار مشخصول.
د سولې مشورتی ناستې ځنډیدو تصمیم په داسی حال کې نیول کیږی چی د ځینو پوهانو په باور، حکومت اصلی انګیزو څخه ددی جرګه ترسره کولو لپاره، د طالبانو سره سولې په برخه کې د داخلی سیاسی ډلو او خارجیانو له لوری غیری حکومتی هڅو مهار دی.
دا تصمیم په داسی حال کې نیول شوی چی ارګ ریاست جمهوری د سیاسی ډلو او امریکا سره شکاره او جدی تقابل کې قرار ونیول؛ ځکه د افغانستان حکومت سره د طالبانو مستقیم مذاکره نه ترسره کول له یو لوری، او امریکا او طالبانو ترمنخ خبرو اترو پرمخ تلل او هم وطنی سیاسی فعالینو او ګوندونو او طالبانو ترمنځ مسکو ناستی ترسره کیدنه، حکومت د نورو وختونو په پرتله ځان په انزوا کې احساسوی. په دی حساب، تصمیم ونیول ترڅو قومی لویی جرګه په ترسره کولو سره، خپل سیاسی موضع سولې پروسه کې پیاوړۍ او په دی پروسه کې خارجی هیوادونو او داخلی ګوندونو مواضع کمزوری کړی.
ددی اخذ په اساس، مشورتی ناسته که څه هم قرار وو د سولې په نامه ترسره شی؛ خو په حقیقت کې، سیاست لپاره وو؛ هغه سیاست چی په چوکاټ کې یی، ارګ باید خپل موضع ته په دی برخه کې مشروعیت ورکړی وای او لپاره یی ملی پشتوانه رامنځته کړی وای.
دا تحلیل ته په کتو سره، اوس د ارګ او امریکا ترمنځ اختلافات د طالبانو سره سولې په برخه کې شکاره شوی او هغوی ترمنځ نوی سازوکار په دی برخه کې تدوین او تعریف شوی دی، داسی معلومیږی چی د یو مشورتی جرګی ترسره کولو اړتیا هم کم شوی دی.
البته د کارپوهانو په باور، دداسی جرګه ترسره کول په راتلونکې کې، منتفی نه دی او حکومت په هر صورت کې، خپل تصمیمونو او مواضعو ا تګلارو ته مشروعیت ورکولو لپاره په دی برخه کې، داسی یو جرګی ته اړتیا لری؛ بناپردی، مشورتی جرګه شاید دامریکا په امر سولې ته کلی توافق رسیدو وخت پوری ځنډیدلی وی ترڅو دا توافق او تړون ته رسیدو او ورباندی ارګ ریاست جمهوری امضا سره، جرګه د رقراندوم نقش ترسره کړی او ارګ امضا طالبانو او امریکا سولې تړون په ګټه، مشروعیت ورکړی.
دا په داسی حال کې دی چی منتقدانو په باور، جرګه په حقیقت کې یو سنتی او قدیمی منسوخ سازوکار دی چی افغانستان ملت دموکراتیک اراده نه شی شکاره کولای.
له بل لوری، افغانستان تیر تاریخ کې هم داډول ترګه د قدرت دستګاه تصمیمونو توجیه په خدمت کې وو او داسی معلومیږی چی نوی نظام کې هم دا سازوکار په یو ډول سره، تمدید او تجدید شی او اساسی قانون متن کې یی ځای پرځای کولو سره، ورته نور ارج او اعتبار ورکړل شی.
دا ټوله په داسی شرایطو کې ترسره کیږی چی په نوی عصر کې، رفراندوم په شان مکانیزمونه د یو عمومی برخلیک جوړونکې تصمی لپاره ملی اعتبار او مشروعیت ورکولو لپاره ترټولو ښه لاره ده. رفراندوم دا زمینه برابروی چی اوسیدونکې مستقیمآ او بیله کوم واسطه، د یو مهم ملی مسآلی په اړه نظر ورکړی؛ نه داچی پخوا سبک سره، څو خان او کدخدا او قریه دار او ملک د خلګو پرځای تصمیم ونیسی.
 
https://avapress.com/vdch6vnz623n6qd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته