دخپریدو نیټه :جمعه ۱۷ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۲۱
د مطلب کود : 180990
د خارجیانو راوړل او ایستل د چا په اختیار کې دی؟

 
د سولې عالی شورا رییس وویل چی خارجی ځواکونه د افغانستان دولت سره امنیتی تړون په اساس، په هیواد کې حضور لری او یواځی دولت کولای شی د هغوی خروج په اړه تمصمیم ونیسی.
عمر داودزی د سه شنبه (حوت ۱۴ ) نیټه په کابل کې په یو مراسمو کې وویل چی خارجی ځواکونو وتلو تړون، د امریکا او طالبانو مذاکراتو کې د امکان وړ نه دی.
ښاغلی داودزی وویل د هغه څه برخلاف چی ویل کیږی، امریکا طالبانو سره نه شی کولای افغانستان څخه خارجی ځواکونو وتلو باندی توافق وکړی.
هغه زیاته کړه چی خارجی ځواکونه د افغانستان دولت سره امنیتی تړون به اساس چی بین المللی مشروعیت لری په هیواد کې حضور لری او که قرار وی ددی ځواکونو وتلو باندی تصمیم ونیول شی هم باید د افغانستان دولت سره توافق وشی.
هغه هغه خبری چی د افغانستان څخه خارجی ځواکونو وتلو پر سر امریکا او طالبانو پنځم ځل تمرکز کړي، غلط وبلل او وویل چی امریکا ددی ناستو په جریان کې غواړی د طالبانو قناعت د سولې برقراره کولو لپاره حاصل کړی.
د ښاغلی داودزی اظهارات په داسی شرایطو کې به صحیح وی چی امنیتی تړون، په اساس کې یو دوه اړخیزه او دواړه لورو استراتژیک ګټو او اړتیاوو په اساس امضا شوی وی. دا په داسی حال کې دی چی د ډیرو منتقدانو په باور، امنیتی تړون، په یو نابرابر شرایطو کې شکل نیولی دی او دا یواځی د امریکا اراده وو چی ددی تړون افغان لوری باندی تحمیل شوی دی. د امنیتی تړون متن او مفاد هم مخکې له دی چی افغانستان اساسی اړتیاوو شکل ورکوونکې وی، امریکا فرد باندی منحصر مصونیتونو او امتیازاتو او بی حد صلاحیتونو ټاکونکې دی.
شاید د افغانستان دولت داسی فکر وکړی چی لکه څنګه چی خپل امضا سره امنیتی تړون ته مشروعیت ورکړی، د امریکایی او خارجی ځاکونو حضور او وتلو په اړه تصمیم صلاحیت هم لری او کولای شی په دی اړه همغه امضا څخه په ګټه اخیستنې سره، تکلیف تعیین کړی. دا په داسی حال کې دی چی د صاحب نظرانو په باور، افغانستان څخه خارجی ځواکونو وتلو او ورود، هیڅ وخت د افغانستان خلګو او دولت غوښتنو او تمصمیمونو تابع نه دی پاته شوی. هغوی زموږ په هیواد کې حضور نه لری ترڅو د تروریزم سره مبارزه وکړی او خپل سرتیرو وینو او اوسیدونکو مالیاتو څخه حاصل مالی سرچینو څخه زموږ امنیت تامین کړی او موږ ته سوله او ثبات او دموکراسی راکړی.  خارجی ځواکونه د امریکا په مشری، یو ورځ دا تشخیص ورکړ چی افغانستان باندی خپل هژمونیک سلطه تحمیل او استراتژیک اهدافو مخته وړلو لپآره نظامی لشکرکشیو باندی اقدام وکړی؛ خو نن دا نتیجه ته رسیدلی دی چی همغه ډلې سره چی ۱۸ کاله مخکې، جنګ ته وردانګلی وو، سوله وکړی او افغانستان څخه وتلو لاری ولټی.
افغانستان څخه خارجی ځواکونو وتلو او ورود هیڅ مراحلو کط تصمیم نیونه د افغانستان دولت په غاړه نه وو؛ بلکه دا ناتو نظامی سازمان او نظامی ځواک درلودونکې دولتونه وو چی تصمیم ونیسی چی څه وخت افغانستان کې خپل ځواکونه ډیر کړی او کوم وخت کم کړی.
دا تجاربو ته په کتو سره، په حاضر حال کط امریکایان د طالبانو سره، افغانستان څخه د خارجی نظامیانو وتلو ګزینه باندی، د افغانستان دولت موثر مشارکت او حضور نه بغیر، مذاکره کوی، او په دی منځ کې، یواځینی څه چی موضوعیت نه لری، افغانستان-امریکا امنیتی تړون دی. دا امر یوځل بیا شکاره کوی چی امنیتی تړون، یواځی امریکا اراده تابع ده او د همغه شروع څخه د امریکا استراتژیک اهدافو تحقق په مقصد تدوین او تنظیم شوی وو.
 
https://avapress.com/vdccoxqsx2bq4o8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته