کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د نیوزیلند قصاب؛ مهاجم که تروریست؟

27 حوت 1397 ساعت 12:04



 
برنتون ترنت ۲۸ کلن، استرالیا هیواد اوسیدونکې چی ځان یو سپین نژاد پرسته بولی تیره جمعی ماسپښین د نیوزیلند کرایست چرچ ښار کې دوو مسجدونو باندی برید سره ۵۰ تنه ووژله او نږدی ۵۰ تنه ټپیان کړل.
هغه خپل تندی باندی کمری نصبولو سره دا وژنې په ژوندی بڼه خپل فیسبوک کې خپره کړه چی او ۱۰ مخکې هم څو چارواکو لکه جسیندا آردرن؛ لومړۍ وزیر پوری اړوند دلیل نامه په خپرولو سره خپل قصد ددی برید څخه تشریح کړل.
د نیوزیلند قصاب محکمه کې حضور پروخت دوربینونو ته خندا کوله.
دا د نیوزیلند په تاریخ کې ترټولو لوی جمعی وژنې دی.
نیوزیلند نږدی ۴ میلیون تنه جمعیت لری او یواځی نږدی ۴۵ زره مسلمان( نږدی یو سلنه) په دی هیواد کې ژوند کوی.
نیوزیلند قصاب د برید په وخت کې ۵ اسلحه درلود چی د نیوزیلند لومړۍ وزیر په وینا د اسلحو لپاره یی قانونی مجوز اخیستی وو.
ددی جنایتکارانه عمل په وړاندی، غبرګونونه د غربی او حتی کاتولیک مسیحیانو رهبر له لوری، ددی جنایت څخه هم نفرت انګیزه دی. غربی ارشد چارواکې د دونالد ترامپ؛ امریکا ولسمشر څخه تر اروپایی رهبرانو او پاپ، ټوله دا برید غندلی او یا تاسف شکراه کړی؛ خو هیڅ یو یی تروریستی برید ونه بلل.
غربی لوی رسنۍ او هغوی پوری اړوند رسنۍ اسلامی هیوادونو کې لکه افغانستان کې هم د برید ترسره کوونکې څخه مهاجم یادونه کوی نه تروریست.
ددی څخه هم بدتره د یو استرالیایی سناترو اظهارات دی چی ویلی دی مسلمانانو مهاجرت استرالیا او نیوزیلند ته د نیوزیلند وژنو په شان تاوتریخوالو اصلی عامل دی. دا په داسی حال کې دی چی نیوزیلند تروریست خپله د استرالیا څخه دی. په دی توګه، ښاغلی سناتور، نه یواځی خپل هموطن د تروریزم څخه پاک کړی؛ بلکه دا عمل مسلمانانو او مهاجرانو پوری تړلی او هغوی د تاوتریخوالی رامنځته کیدو عامل بولی.
استرالیایی فاشیست سناتور که څه هم په همغه وخت کې د یو ۱۷ کلن ځوان د هګۍ په غورځولو سره هغه لوری ته، خپل ځواب ترلاسه کړ؛ خو د تروریزم سره غربیانو ګزینشی چلند هیڅ وخت له منځه نه ځی.
د غربی چارواکو او حتی پاپ غبرګون دا پیښی ته شکاره کوی چی هغوی سپین پوسته بی رحمانه وژنې تروریزم نه بولی؛ ځکه په دی باور دی چی یواځی مسلمانان تروریستان دی او یو غربی که کوم مشابه عمل ترسره کړی، یواځی یو افراطی برتری طلبه دی چی خپل هیواد کې د مسلمانانو شتون څخه په تنګ راغلی دی!
دا په داسی حال کې دی چی نیوزیلند قصاب ددی تروریستی برید لپاره دوه کاله برنامه ریزی ترسره کړی او خپل برید وخت او جمعه ورځ مخکې مشخص کړی وو. هغه همدارنګه ۵ فبضه تفنګ هم رانیولی وو او ورباندی نژادپرستانه او اسلام ستیزانه شعارونه نښلولی وو.
نیوزیلند تروریست په عینی حال کې د یو آرمان او ایدئولوژی لپاره دا عمل ترسره کړ. هغه د کوم چا سره شخصی او خصوصی دشمنی نه درلود. یواځي غوښته چی مسلمانان ووژنی؛ لکه یو داعش چی ممکن دی د ایدئولوژیک انګیزه سره غربی هیوادونو عادی اوسیدونکې ووژنی؛ خو ولی نیوزیلند قصاب یواځی یو مهاجم دی؛ خو که هغه مسلمان وای او برید په وخت کې الله اکبر ویلی وای، تروریست وای؟!
په دی منځ کې، اسلامی هیوادونو کې هغه رسنۍ چی فعالیت کوی او غرب رسنیو اغیز لاندی دی او نیوزیلند قصاب تروریست بللو څخه امتناع کوی، د غربی رهبرانو په شان د شرمساری او نکوهش وړ دی؛ ځکه هغوی آګاهانه د کاذب موج سره یوځای کیږی چی غربی سیاستمداران او رسنۍ رامنځته کوی، غافل ددی څخه چی طالبانو او القاعده او داعش په تروریست بللو سره، غرب سره ناخواسته مرسته کوی ترڅو ټول مسلمانان تروریست وبولی او اسلام او تروریزم یو شکاره کړی، او له هغه لوری د نیوزیلند قصاد مهاجم بللو سره، بیا هم د غرب اهدافو په خدمت کې قرار ونیسی ترڅو مسیحیانو، سپین پوستانو او غیر مسلمانانو لمن د تروریزم ننګ لکه څخه پاک وساتی.
 


د مطلب کود: 181668

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/note/181668/د-نیوزیلند-قصاب-مهاجم-تروریست

آوا
  https://www.avapress.com