دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۸ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۴۹
د مطلب کود : 181752
خبرنګاران؛ شکاره تاوتریخوالو ناشکاره قربانیان

 
د خبرنګارانو ملی ورځ سره همزمانه، افغانستان خبرنګارانو مرکز وایی چی د خبرنګارانو هدفمند قتلونه په جاری کې کال کې بی ساری وو.
احمد قریشی؛ د خبرنګارانو مرکز اجرایی رئیس په دی اړه په یو مناسبت کې په کابل کې وویل چی جاری کال کې نږدی ۲۰ خبرنګاران او رسنیزه کارکوونکې په افغانستان کې وژل شوی.
ښاغلی قریشی ویول چی داعش تکفیری ډله د ۱۳ تنو په قتل، طالبان دوو تنو قتل او ناپیژانده وسله وال د ۵ تنو په قتل تورن ددی قربانیانو څخه دی.
په دی مرکز کې ثبت شوی آمار شکاره کوی چی سږ کال داعش ۱۱ تنو خبرنګارانو ټپی کولو او ناپیژانده وسله وال ۷ تنو ټپی کولو باندی تورن دی.
د ښاغلی قریشی په وینا سږ کال په جریان کې، ۱۸ بریدونه رسنیزه تاسیساتو او مراکزو باندی ۱۴ ځلې ګواښ، ۱۲ ځلې وهل او ټکول ا ۱۰ ځلی خبرنګارانو باندی سپکې او بی احترامی په دی مرکز کې ثبت شوی دی؛ خو داسی تاوتریخوالی هم وو چی ثبت شوی نه دی.
دا په داسی حال کې دی چی د منتقدانو په باور، خبرنګاران چی خپله د ټولنې ژبه او سترګه ده ترڅو حقیقت منعکس کړی، بی عدالتی برملا کړی او کاستی او کمی شکاره کړی، هغه وخت چی خپله تر تاوتریخوالی لاندی قرار نیسی، نور څوک ورته توجه نه کوی. په داسی شرایطو کې، د بیان آزادی څخه ملاتړ او رسنۍ آزادی په نامه ارزښت په وړاندی تعهد باندی پایبند پاته کیدل، یو لوی ادعا خو خالی د هرڅه څخه دی.
لوی رسنۍ شته چی شپه او ورځ د آزادی پراختیا او پوهی رسولو او یو ټولنې ارزښتونو نهادینه کولو لپاره مبارزه کوی. هغوی هر وخت د خطر سره مخ دی چی حقیقت نه منی او واقعیتونو څخه انکار کوی. په دی حال کې دا رسنۍ او خبرنګاران دی چی زیان وینی، لګښت ورکوی او قربانی کیږی؛ ځکه هغوی نه تفنګ لری نه هم د وسله لرونکو پوشش او ملاتړ لاندی دی.
په افغانستان کې خبرنګارانو او رسنیو نن مشکل، په سیمه کې بی بدیل او مترقی او پرمختللی قوانینو نه شتون نه دی. د هغوی مشکل دادی چی څوک دا قوانینو باندی عمل نه کوی.
شکاره نمونه یی افغان غږ خبرګزاری دی؛ هغه رسنۍ چی ۱۷ کالو په لړ کې، لوی او اغیزمند ګامونه د ملی ارزښتونو او انسانی ارزښتناکه آزادیو رشد په برخه کې د قوانینو په شعاع کې کار کړی دی.
افغان غږ هغه لمړۍ خصوصی خبرګزاری په افغانستان کې حسابیږی چی بیله کوم ملاتړه، خپل دا سخت کار ته په افغانستان کې ادامه ورکړی دی. افغان غږ په دی لاره کې خپل په لسګونه همکاران له لاسه ورکړی او یواځینۍ رسنۍ دی چی د تروریستی خونړیزو بریدونو لاندی قرار ونیول او ډیر غړۍ یی په دی لاره کې قربانی شول، له بل لوری یواځینۍ رسنۍ دی چی سختو ګواښونوو او تورونو سره هم مخ شوی دی؛ خو همزمانه نه یواځی کوم ملاتړ د دولت او مجموعی لاندی سازمانونو له لوری ترلاسه کړی نه دی؛ بلکه په ځینو برخو کې بی مهری سره هم مخ شوی دی.
دا یو مثال دهغه جفاوو څخه دی چی په افغانستان کې د رسنیو او خبرنګارانو په حق کې ترسره شوی. په همدی دلیل خبرنګاران، د شکاره تاوتریخوالو ناشکاره قربانیان دی. هغوی په جګړه کې وژل کیږی او په سوله کې، د ګواښ سره مخ کیږی ترڅو چوپتیا ته مجبور شی. په داسی شرایطو کې، د خبرنګارانو ملی ورځې څخه لمانځنه، باید یو بهانه وی چی ددی عظم او مقدس رسالت قربانیانو په حق کې ستمونه او کمښتونه ولیدل شی.
 
https://avapress.com/vdcjivev8uqeoaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته