دخپریدو نیټه :سه شنبه ۶ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۱۶
د مطلب کود : 182109
افغانستان سوله؛ د امریکا مقصد څخه تر ایران نظر پوری

 
سولې عالی شورا اعلام کړی چی ایرانی چارواکې افغانستان راتلونکی دولت کې طالبانو مشارکت باندی اصرار لری؛ خو وایی چی ددی ډلې تمامیت غوښتنې څخه باید مخنیوی وشی.
محمد عمر داوودزی؛ د سولې عالی شورا عمومی مدیریت اداری رئیس وویل چی هغه سفر کې چی پاکستان، چین او ایران ته درلودلی، ټول دا هیوادونه توافق درلودل چی افغانستان اساسی قانون او هغه نظام چی ورباندی دا قانون بنا شوی، په تیرو ۱۸ کلونو کې افغانستان ترټولو لوی لاسته راوړنی دی او باید وساتل شی.
ښاغلی داوودزی وویل چی د درو سرو هیوادونو اصرار او ټینګار داوو چی افغانستان اساسی قانون دایره څخه باید خارج نه شو. دا اظهارات په دی معنی دی چی په افغانستان کې باید د نظام رهبری یو مشروع حکومت په لاس کې وی او مشروعیت یی هم د ټاکنو ترسره کولو سره باید ادامه پیدا کړی.
څو میاشتی مخکې محمد جواد ظریف؛ دایران خارجه وزیر ویلی وو چی دا غیری ممکن دی چی افغانستان راتلونکې کی دې طالبان کوم نقش ونه لری؛ خو دا نقش باید غالب نه وی.
دا په داسی حال کې دی چی د طالبانو سره سولې پروسه کې د امریکا بحث رامنځته کوونکې چلند، کابل او واشنګتن اړیکې، خپل ترټولو خراب فصل تجربه کوی.
کابل ددی څخه چی واشنګتن له لوری، تر شا پریښودل شوی او سولې پروسی څخه دباندی قرار نیولی دی چی هر څه یی افغانستان ملی حاکمیت او امنیت او داخلی مسالو پوری مربوطیږی، خشمګین او ناراضه دی؛ خو واشنګتن دا کار ته بغیر له توجه، طالبانو سره خپل پټو خبرو اترو ته ادامه ورکوی او افغانستان خلګو او دولت باندی خپل نظر وړ سولې الګو تحمیل په لټه کې دی.
په داسی شرایطو کې، یو د هغه وسیلو څخه چی کابل په اختیار کې لری، سولې پروسه کې یو منطقه ای محور رامنځته کول د خپل اصولی سیاستونو څخه ملاتړ لپاره دی. داسی په نظر رسیږی چی محمد عمر داوودزی سیمه ایز اخیر سفرونه د سولې اجماع لپاره درو هیوادونو ته د همدی لپاره صورت نیولی دی.
پاکستان د طالبانو سره د افغانستان سولې پروسه کې اصلی او مهمو لورو څخه دی؛ ځکه دا هیواد طالبانو باندی بی ساری سلطه لری او په یو روایت سره، طالبان د پاکستان پیاده نظام د افغانستان سولې او جګړه کې دی. بناپردی، هر هڅه چی په دی برخه کې صورت نیسی، باید پاکستان سهم او نقش پکښی په نظر کې ونیول شی. په همدی دلیل، امریکا هم پاکستان مرستې سره، خپل نظر وړ سولې پروسه د طالبانو سره د پاکستان په مرسته مخته وړی وای او داسی تصور کیږی چی پاکستان همکاری او همراهی نه بغیر، دا کار د متحده ایالاتو لپاره امکان وړ نه دی؛ خو سولې پروسه چی امریکا محور او متن کې یی قرار لری، افغانستان دولت مطلوب نه دی؛ بناپردی، کابل ناچاره باید سالام آباد جاری سیاستونو کې رخنه بل لاره پیدا کړی او هغه لاره چین دی.
چین د پاکستان استراتژیک او سنتی متحد دی او همدارنګه طالبانو سره پیچلی اړیکی لری. له بل لوری پکن په اخیرو کلونو کې د کابل سره پراختیایی او متعادل اړیکی درلودلی دی. بناپردی، افغانستان هیله مند دی د چین نفوذ او قدرت څخه په ګټه اخیستنی سره وکولای شی افغانستان سولې په وړاندی پاکستان تګلاره کې اغیزه ولری او سولې اوسنۍ خبری اتری خپل نظر وړ سیاستونو او اهدافو لوری ته بدلون ورکړی.
بله سیمه ایز قدرت ایران دی. ایرانیان د طالبانو سره اړیکی لری او له بل لوری طالبانو سره سولې په برخه کې د امریکا غیری شفاف او یو اړخیز تګلاری سره مخالف دی. داسی په نظر رسیږی چی ایران موضع د طالبانو سره سولې په وړاندی او ددی ډلې سیاسی راتلونکې افغانستان سیاسی راتلونکې هم واقع بینانه وی، هم کابل اصولی سیاستونو سره منطبق او هم افغانستان اساسی قانون ملاتړ باندی منطق په اساس وی.
ایران وایی چی طالبان باید د افغانستان راتلونکې سیاسی جوړښت کې باید سهم ولری. دا همغه څه دی چی په یو ډول سره کابل دولت هم قبلوی یی او داسی په نظر رسیږی چی طالبانو سره سولې خبرو اترو یو حقیقت وی.
په دی حال کې، ایران وایی چی طالبانو نقش باید افغانستان سیاسی راتلونکې کې باید هژمونیک او غالب نه وی. دا همغه څه دی چی کابل هم ورڅخه ملاتړ کوی.
له همدی امله، په اوسنۍ شرایطو کې کابل واشنګتن غیری شفاف او یو اړخیزه قواعو پرځای سولې حوزه کې، سیمه ایز اغیزمند قدرتونو ملاتړ لکه ایران ته اړتیا لری.
کابل د سیمه ایز هیوادونو څخه یو پیاوړۍ بلوک رامنځته کولو سره کولای شی سولې په برخه کې واشنګتن موضع بدل کړی او له بل لوری، اخیرو کلونو لاسته راوړنو او اساسی قانون ارزښتونو او افغانستان خلګو اساسی دغدغو او ګټو ته باور ولری.
 
https://avapress.com/vdcgzx9qyak97q4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته