دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۷ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۰۶
د مطلب کود : 182165
ترامپ بین المللی اړیکو کې سیاسی افراطګرایی نماینده

 
دونالد ترامپ؛ د امریکا ولسمشر جولان لوړو باندی اسرائیل رژیم حاکمیت د یو اعلامیه په امضا کولو سره په رسمیت وپیژندل.
د اسرائیل رژیم د سوریه خاوری دا برخه د اعراب او اسرائیلو ترمنخ شپږ ورځنۍ جګړی وروسته په ۱۹۶۷ کې اشغال کړ. سازمان ملل همدارنګه جولان لوړې د سوریه خاوری یو برخه بولی.
ترامپ دا اعلامیه د بنیامین نتانیاهو؛ اسرائیل رژیم لومړۍ وزیر په حضور کې چی امریکا ته سفر کړی وو، امضا کړ.
سوریه د امریکا دا اقدام خپل حاکمیت په وړاندی شکاره برید وبلل.
سرګئی لاوروف روسیه خارجه چارو وزیر هم خپل امریکایی همتا سره تلفنی اړیکه کې، د ترامپ تصمیم بین المللی قوانینو شکاره نقض وبلل او وویل چی دا اقدام به په سیمه کې مشکلاتو ډيریدو لامل شی.
د سازمان ملل عمومی اداری یو ویاند هم وویل چی جولان لوړو وضعیت ددی سازمان له نظره هیڅ توپیر نه دی کړی او جولان همدارنګه یو اشغالی سیمه ده.
ترامپ اقدام سیاسی او تبلیغاتی انګیزی لری او مقصد یی اسراییل کې د بنیامین نتانیاهو په نامه یو ناسیونال-پوپولیست عنصر ساتنه ده؛ هغه څوک چی ترامپ بل ګانه بلل کیږی او هغه دواړه لوری د اسلام هراسی، اسلام ستیزی تګلاری، رادیکالیزم او مسیحی-یهودی او صهیونیسیتی مسیحیت تبلیغ او ترویج او ټول نړۍ کې افراطی راست ګرایی باندی لمن وهلو باندی ډیر مشابهتونه لری.
بناپردی ترامپ او نتانیاهو یو بل ته اړتیا لری او جولان اشغالی سیمو باندی اسراییل رژیم حاکمیت په رسمیت پیژندل هم په داسی وخت کې چی یواځی دوه اونۍ پاته دی د اسراییل حساس ټاکنو لپاره، نتانیاهو ته ترامپ ټاکنیز هدیه وو او کولای شی اسراییل ټاکنو کې د امریکا دخالت بارز مصادیقو څخه وی.
په دی توګه، ددی تصمیم لمن دی ځای باندی نه محدودیږی. ترامپ په دی اقدام سره یو ځل بیا شکاره کړه چی هیڅ اعتنا او احترام و حقوق او بین المللی اړیکو ته نه لری، امنیت شورا قطعنامه په رسمیت نه پیژنی،د هیوادونو ارضی حاکمیت حق په اړه سازمان ملل منشور لپاره هیڅ اعتبار نه ورکوی او په بین المللی ابعادو کې یو ډول افراط ګرایی ترویج په هڅه کې دی.
د روسیه خارجه وزیر اعتراض ترامپ تصمیم په وړاندی هم ددی لپاره چی د بین المللی اړیکو شکاره نقض دی هم شکاره کوی چی نړۍ امریکا پوپولیست ولسمشر لیونتوب تصمیمونو تبعاتو په اندیښنه دی؛ ځکه ددی وروسته، هر یو چی ډیر زور ولری کولای شی ډیر ځمکې اشغال کړی، مستقل هیوادونو ملی حاکمیت ته هیڅ ارزښت ورنه کړی او نظامی اشغال، پراخ نړیوال مشروعیت پیدا کوی.
البته امریکا او اسراییل رژیم، په دی برخه کې دوه ګونۍ استندردونو باندی چلند کوی. لکه ایران نظامی حضور په سوریه کې د قضا څخه د دمشق دولت په غوښتنه صورت نیولی دی، د امریکا او اسراییل په نظر، د سیمی بی ثباته کولو او اشغال په لړ کې دی. او یا د امریکا له نظره د کریمه جزیری تصرف روسیه له لوری او روسیه خاوری سره یوځای کول، زورګویانه او غیری قانونی دی؛ خو اسراییل حاکمیت جولان استراتژیک لوړو باندی مشروعیت لری؛ ځکه دا متجاوز رژیم ته ددی امکان ورکوی چی ددی سیمی په واسطه سیمی مهم هیوادونه لکه سوریه لبنان، او اردن تر نظر لاندی ونیسی. دا سیمه په عینی حال کې، د اشغالی فلسطینیانو پراخ برخی اوبه څښلو لوی سرچینه دی.
د اسراییل رژیم په عینی حال کې، جولان لوړو باندی ۵۲ غاصبانه سلطه په لړ کې، هلته شراب جوړولو لوی شرکتونه رامنځته کړی دی چی په کال کې یو میلیارد دالر ددی لاری څخه لاسته راوړنه لری.
په دی توګه، ترامپ خپل دا تصمیمونو سره به نړۍ او سیمی هیوادونو امنیت او ثبات د بی ثباتی سره مخ کړی، د نورو هیوادونو ځمکو غصب او زور څخه ګټه اخیستنې ته به مشروعیت ورکړی، بین المللی امنیت شرایط چی د نړۍ مهمونو هیوادونو او لویو قدرتونو څو اړخیز معاهداتو او منشورونو په سیوری کې رامنځته شوی دی د تلاطم او توفان سره به مخ کړی، یهودیانو، مسیحیانو او مسلمانانو ترمنځ افراطی راست ګرایی لامل به شی او په نهایت کې، دریم نړیوال جنګ ابعادو کې به لویو نښتو زمینه سازه شی.
 
https://avapress.com/vdciqrazwt1avz2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته