دخپریدو نیټه :جمعه ۹ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۲۲:۴۵
د مطلب کود : 182297
د وتلو لپاره آمادګی کلونه، د سولې لپاره صبر کلونه

 
زلمی خیلزاد؛ د امریکا خاص نماینده د افغانستان سولې لپاره وایی چی امریکایی ځواکونو وتل د افغانستان څخه د ډیرو وروسته کلونو مسئله ده.
ښاغلی خلیلزاد زیاته کړه چی تراوسه نهایی توافق هم په دی برخه کې لاسته نه دی راغلی.
هغه ویلی دی چی دطالبانو سره مذاکراتو پنځم دور کې د طالبانو سره دوه موضوع باندی؛ افغانستان څخه وتلو او افغانستان خاوری څخه د تروریزم پایګاه په حیث ګټه نه اخیستنه، د طالبانو سره خبری کړی دی؛ خو د هیڅ موضوع پرسر نهایی توافق لاسته نه دی راغلی.
خلیلزاد چی مخکې ددی د ولسمشر غنی ملی امنیت مشاور له لوری د موقت حکومت جوړیدو لپاره هڅو باندی تورن شوی وو، ویلی دی چی په دی اړه خاص وړاندیز نه دی کړی؛ خو ټینګار کړی ښه دی ریاست جمهوری ټاکنې د سولې خبرو اترو وروسته ترسره شی.
په عینی حال کې ښاغلی خلیلزاد ویلی دی: ددی لپاره چی د طالبانو سره توافق ته رسیدو لپاره هیڅ تضمین شتون نه لری، ښه خبره ده چی د ټاکنو ترسره کیدو لپاره آمادګی هم ونیول شی.
د ښاغلی خلیلزاد اظهارات یوځل بل د طالبانو لپاره سولې پروسی راتلونکې نظر په اړه تردید او شک ډیروی؛ هغه سوله چی د خارجی ځواکونو بقا په نتیجه کې وی، هیڅ سوله د تضمین او اطمینان وړ نه دی؛ ځکه هغه ډلې افغانستان کې فعالیتونو ادامه لپاره بهانه لاسته راوړی او سولې تړون امضا، لزوما د جګړی پای ته رسیدو په معنا او هیواد کې سراسری ثبات استقرار په معنی به نه وی.
له بل لوری، د امریکا خاص نماینده ادعا د سولې په برخه کې ددی لپاره چی امریکایی نظامیانو وتل د افغانستان څخه امکان لری کلونه اوږده شی، د طالبانو محوری مطالبه سره په دی برخه کې تنافر او تضاد قرار لری؛ ځکه طالبان مخکې له دی هم ویلی دی چی سوله د امریکا به یواځی په هغه صورت کې منځته راشی چی افغانستان کې مستقر خارجی ځواکونو آخری سرتیری، افغانستان پریږدی.
په دی حساب، د هغه ډلې پخوانیو مواضعو ته په کتو سره، حتی طالبان هم حاضر نه دی چی خارجی ځواکونو حضور ادامه ومنی او همزمانه، د امریکا سره سولې تړون هم امضا کړی.
هغه څه ته په توجه سره چی وویل شو که طالبان خپل پخوانۍ عهد او تړون باندی پایبنده وی، د وتلو لپاره امریکا کلونه آمادګی د سولې استقرار لپاره به کلونو صبر په معنی وی او باید دومره ژیر د سولې راتلو په هیله ونه اوسو.
بل مهم نکته چی د زلمی خلیلزاد تازه خبرو اترو کې څرګندیږی، د ریاست جمهوری ټاکنو ترسره کولو برخلیک او موقت دولت جوړول دی. هغه بیله دی چی موقت دولت جوړیدو نظر په کامله توګه رد کړی، ویلی دی چی مشخص وړاندیز په دی برخه کې نه درلود؛ خو همزمان ټینګار وکړ چی ښه دی ریاست جمهوری ټاکنې د سولې جاری خبرو اترو وروسته ترسره شی.
ددی خبری بل معنی دادی چی امریکا هڅه کوی ترڅو یو موقت دولت د طالبانو سره سولې توافق څخه منځته راغلی د اوسنۍ دولت ځای ونیسی.
د زلمی خلیلزاد اظهاراتو څخه هم دا اخذ یو ډول دا خبری تاییدوی. هغه ویلی دی: ددی لپاره چی د طالبانو سره توافق ته رسیدو لپاره کوم تضمین شتون نه لری ښه خبره ده چی د ټاکنو ترسره کیدو لپاره آمادګی هم ونیول شی.
دا په دی معنی دی چی آمادګی هم یو احتیاطی او جانبی امر دی نه اصلی برنامه؛ ځکه د امریکا له نظره ټاکنې به هغه ترسره شی چی واشنګتن او طالبان د سولې یو تړون ته ونه رسیږی.
بل نکته چی البته توضیح ته اړتیا نه لری دادی چی ټوله څه امریکا اراده او عزم او تصمیم باندی تړلی دی او دا واشنګتن دی چی د ټاکنو ترسره کولو وخت وټاکې او یا ترسره کیدل یا نه ترسره کیدل یی ټاکې، سولې پروسه څنګه مخته لاړ شی او نتیجه یی باید څه وی. له دی نظره، حق د حمدالله محب سره دی او د واشنګتن سخت توبیخ سربیره، امریکایی ضد موضع ګیری کې هم حق د هغه سره وو.
په داسی شرایطو کې، یواځینۍ لوری چی کولای شی د افغانستان لپاره واشنګتن وروسته نقشه لپاره بیل برخلیک رامنځته کړی، طالبان دی. دا ډله د سولې په مذاکراتو کې باید شکاره کړی چی څنګه کولای شی امریکا سره سولې توافق ته ورسیږی چی په ترڅ کې یی، هم امریکایی نظامیان کلونه کلونه افغانستان کې حضور ولری او هم امریکا او طالبان مصالحه ته ورسیږی!
https://avapress.com/vdceow8zfjh8vwi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته

مربوطه لیکنې