خوښ ديک ۰

سولې پروسه؛ سقوط په قیمت پخلاینه؟

سولې پروسه؛ سقوط په قیمت پخلاینه؟

 
جان سپکو، د افغانستان بازسازی لپاره امریکا خاص څیړونکې افغانستان سولې پالیسی جوړونکې ته خبرداری ورکړی چی د سولې وروسته وضعیت په اړه هم فکر وکړی.
جان سپکو په تازه ریپورتونو کې ویلی دی چی د افغانستان څخه خارجی ځواکونو وتلو او طالبانو سره سولې تړون وروسته حقومت سقوط په شان جدی خطرونه افغانستان ګواښوی.
هغه ویلی دی چی افغانستان د نړیوال ټولنې مرستو او همکاری نه بغیر نه شی کولای چی ادامه ورکړی او که سولې تړون هم ترسره شی، سوله به په افغانستان کې بین المللی ټولنې مرستو نه بغیر پایداره نه وی.
هغه وویل: که سولې پرسر توافق لاسته راشی او خارجی ځواکونه افغانستان پریږدی، پالیسی جوړونکې باید دا مساله په نظر کې ولری چی افغانستان دولت د پخوانۍ شوروی وخت په شان چی دا هیواد پریښوده، سقوط ونه کړی او یا دا سقوط د مرستو قطع کیدو وروسته صورت ونه نیسی.
هغه همدارنګه وویل چی امریکا سولې توافق د طالبانو سره نه شی کولای د ترهګرو فعالیت په افغانستان کې ونیسی.
کارپوهان وایی چی یو د لویو اندیښنو څخه دادی چی سوله طالبانو سره د جګړی پای ته رسیدو او حقیقی ثبات په معنی به نه وی. دا اندیښنه د څو مسالو څخه مهم دی چی یو یی لکه څنګه چی جان سپکو اشاره وکړ، افغانستان امنیتی ځواکونو او دولت څخه نړیوال ټولنې ملاتړ قطع کیدل دی.
په حاضر حال کې، هیڅ چارچوب او راتلونکې نظر د حکومت، نظام او هیواد مسلح ځواکونو راتلونکې لپاره طالبانو سره سولې تړون وروسته شتون نه لری. په بل عبارت سره، هغه څوک چی نه پوهیږی چی آیا حکومت، نظام، اساسی قانون، مسلح ځواکونه او تیرو ۱۸ کالو لاسته راوړنې د هغه لګښتونو څخه به وی چی د سولې په وړاندی ورکړل شی او یا سوله به داسی شرایط رامنځته کړی چی وکولای شی لاسته راوړنو څخه په سمه توګه ګټه واخیستل شی.
که لومړۍ اخذ صحیح وی، سولې او پخلاینې نتیجه به سقوط نه بغیر بل څه نه وی او دا په داسی حال کې دی چی داسی سوله امکان لری امریکا او نورو نړیوال قدرتونو لپاره د افغانستان ژغورنې لپاره مطلوب وی؛ خو د افغانستان خلګو په ګټه به نه وی؛ ځکه خلګ هغه سوله غواړی چی آرامتیا او پرمختګ او پراختیا او رفاه رامنځته کړی؛ نه هغه سوله چی جګړی او آوارګی او بحران او سقوط او ملی او تاریخی آرمانونو متلاشی لامل وی.
بل نکته د جان سبکو صحیح اندیښنو کې اضافه کولای شو دادی چی نړیوال مرستو ادامه لزوم د افغانستان دولت او مسلح ځواکونو او همدارنګه تروریزم سره مبارزی او ترهګرو ډلو ټکولو لپاره په هیواد کې، باید په دی معنی نه وی چی طالبانو سره سولې قرارداد امضا وروسته خارجی سلطه ګر، خپل هژمونې ته افغانستان باندی د بین المللی تروریزم بقایاوو سره مبارزی په بهانه ادامه ورکړی؛ ځکه په دی صورت کې، د سولې په وړاندی یو لویو ګواښونو څخه، خپله ځواکونه او خارجی قدرتونه به وی.
په دی حساب سره، هغه سوله چی باید رامنځته شی لومړۍ باید په پوره توګه بنی الافغانی وی؛ نه هغه څه چی اوس طالبانو او امریکا لوبو کې جریان لری. دوهم داچی دا سوله باید د هرڅه نه مخکې افغانستان خلګو استراتژیک او حیاتی اړتیاوی او مقصدونه پوره کړی. دریم داچی سوله او پخلاینه د دولت او مسلح ځواکونو او اساسی قانون او ۱۸ کالو لاسته راوړنو له منځه تلو په معنی نه وی. څلورم داچی بین المللی تروریزم سره مبارزه هم باید افغانستان ټولنې داخلی ځواکونو ته پریښودل شی ترڅو خارجی سلطه ګر قدرتونه په دی بهانه، افغانستان باندی خپل سلطه ونه ساتی او په دی توګه، بی ثباتی او بحران د پخوا په څیر ادامه پیدا نه کړی.
دا مسایلو ته په کتو سره، داسی په نظر رسیږی چی افغانستان سولې په لاره کې لوی خنډ، افغانستان باندی خارجی ځواکونو نظامی سلطه له یو لوری او طالبانو ملاتړ هیوادونه له بل لوری په سیمه کې دی. ترڅو چی دا پروسه په پوره توګه افغانی نه شی، نه شو کولای چی ټولو یادو اندیښنو څخه اطمینان حاصل کړو.
 
یکشنبه ۱۱ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۴۷
د مطلب کود: 182395 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *