دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۸ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۱۵
د مطلب کود : 182781
افغانستان نور د امریکا استراتژیک لومړیتوب نه دی

 
د دونالد ترامپ دولت تصمیم لری خپل نیم دیپلماتان د افغانستان او عراق څخه په ۲۰۲۰ کې وباسی.
امریکایی چارواکې چی ونه غوښته نومونه یی افشا شی، ویلی دی چی امریکا خارجه وزارت مصمم دی چی شرق میانه او آسیا جنوب کې امریکایی نظامیانو شمیر کمولو سره، کابل او بغداد کې امریکایی دیپلماتانو شمیر هم کم کړی.
د امریکا خارجه وزارت یو ارشد چارواکې هم وویل: په دی اواخرو کې افریقا کې د چینی ډیپلماتانو شمیر زیاتوالی څخه خبریږو چی اقتصادی او نورو موضوعاتو پرسر کار کوی. موږ نه شو کولای خپل ټول پیسی افغانستان او عراق باندی متمرکز کړو.
هغه ټینګار کړی چی مهم دادی چی چیری کولای شو ترټولو لږ سرچینی اعزام کړو ترڅو رقیبانو ته ډیرو سیمو له لاسه وتلو څخه مخنیوی وکړو؛ هغه پروسه چی په سرعت سره د پراختیا په حال کې دی او موږ په سختی ورباندی پوهیدلای شو.
افغانستان او عراق کې د امریکایی دیپلماتانو شمیر کمولو لپاره تصمیم په داسی حال کې اخیستل کیږی چی ددی دواړو هیوادونو اشغال وروسته د امریکایی ځواکونو له لوری، متحده ایالات خپل ترټولو لوی سفارتخانه په سیمه او نړۍ کې په دی هیوادونو کې رامنځته کړه.
په هغه وخت کې، دا کار د امریکا او دا هیوادونو لپاره استراتژیک ارزښت مهم وو؛ خو اوس لکه څنګه چی د امریکایی دیپلماتانو اظهاراتو کې څرګندیږی، خارجی سیاست حوزه کې د واشنګتن استراتژیک لومړیتوب بدلون کړی دی.
امریکا په عراق کې د ایران ځای نیولو لپاره، سخت مات وخوړل. دوهم ماته یی په عراق کې د داعش پروژه مدیریت کی وو چی د خلګو په نه ستړۍ کیدونکی هلی ځلې، دینی مراجعو، عراق دولت او سیمه ایز متحدانو له لوری هغوی ناکام پاته شو او داعش په هغه هیواد کې په پوره توګه سقوط وکړ.
په دی حساب سره، واشنګتن د بغداد څخه دیپلماتانو شاته تګ نه بغیر بل چاره نه لری.
همدا پيښه په افغانستان کې هم د رامنځته کیدو په حال کې دی. دونالد ترامپ؛ د امریکا ولسمشر مخکې اونۍ د ینس استولتنبرګ؛ ناتو عمومی منشی سره په واشنګتن کې لیدو سره وویل چی افغانستان جګړه دقیقآ ۱۹ کلن شوی دی. هغه دا جګړه تاسفبار او په ځینو برخو کې مسخره وبلل. د ترامپ په باور سره، اوس چی سولې پروسه شروع شوی او قرار دی چی امریکا د افغانستان څخه ووځی، مثبت پيښی د رامنځته کیدو په حال کې دی.
دا شکاره کوی چی د امریکا دولت لپاره، افغانستان نور استراتژیک لومړیتوب نه لری او واشنګتن ددی وروسته افغانستان ته د یو مهم فوق العاده راهبردی ماموریت په حیث نه ګوری.
په هغه صورت کې چی امریکا سوله د طالبانو سره ترسره شی، امریکایی نظامیان او هغه هیواد متحدان ناچاره دی چی په پوره توګه د افغانستان څخه شاته تګ وکړی. په هغه صورت کې، نور هیڅ دلیل افغانستان کې متحده ایالاتو دیپلماتیک او سیاسی درانده حضور ساتنې لپاره نه پاتیږی؛ ځکه واشنګتن د طالبانو په وړاندی ماتی منلو او هغه ډلې غوښتنو ته تسلیمیدو سره، خپل لوړمدته منافع لوی برخه د افغانستان او سیمه کې به له لاسه ورکړی.
دا مسایلو ته په کتو سره، افغانستان خپله د متحده ایالاتو راهبردی لومړیتوبونو نوملړ څخه وځی. په داسی شرایطو کې، هیڅوک باید دا انتظار ونه لری چی طالبانو سره امریکا سولې پروسه کې، ترامپ ټیم، د هیواد راتلونکې کې افغانستان دولت او ګوندونو او خلګو جدی اندیښنی او مشروع دغدغی، ۱۸ کلن لاسته راوړنې، اساسی قانون او... په نظر کې ولری. هغه وخت چی کابل نور د واشنګتن لومړیتوبونو په لیست کې ځای ونه لری، ددی دغدغو لحاظول د طالبانو او امریکا سولې پروسه کې، بی ځایه هیله ده.
 
https://avapress.com/vdcc4iqss2bq4m8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته