دخپریدو نیټه :شنبه ۲۴ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۳۳
د مطلب کود : 183132
د افغانستان سوله او جګړه د نورو په انحصار کې

 
مایک پمپئو؛ د امریکا خارجه وزیر د هغه هیواد سنا مجلس تدارکاتو کمیته کې وویل چی سولې مذاکراتو کې، افغانستان ملی وحدت حکومت به مرکزی نقش ولری.
هغه دا مطلب چهارشنبه په ورځ د سناتور لینزی ګراهام؛ امریکا سنامجلس تدارکاتو کمیته مشر پوښتنو ته په ځواب کې بیان کړ.
دا امریکایی سناتور د هغه هیواد خارجه وزیر څخه پوښتنه وکړه چی آیا کنګره تدارکاتو کمیته او نړۍ کولای شی ضمانت ورکړی چی افغانستان حکومت د سولې مذاکراتو کې حقیقی او جدی شریک دی؟
پمپئو په ځواب کې وویل چی سولې مذاکرات د افغانانو مالکیت او رهبری لاندی به صورت ونیسی.
لیندزی ګراهام د امریکا خارجه وزیر هڅو څخه په افغانستان کې سولې تامین په لړ کې ستاینه وکړه او ټاکنو خبرو اترو کې ښځو حقوق ساتلو باندی ټینګار وکړ.
مخکې په قطر کې د طالبانو نمایندګانو او زلمی خلیلزاد ترمنځ مذاکراتو پنځم دور ترسره کیدو وروسته، حمدالله محب؛ اشرف غنی ملی امنیت مشاور، ښاغلی خلیلزاد د کابل حکومت منزوی کول باندی سولې مذاکراتو کې تورن کړی وو.
د امریکا خارجه وزیر ټینګار افغانستان سولې مذاکراتو کې د افغانستان دولت مرکزی نقش هیڅوک باور نه شی کولای حتی هغه خپله.
ټول پوهیږی چی امریکا په دی برخه کې شکاره ریاکارانه عمل کوی او دروغ وایی. دا همغه څه دی چی افغانستان سولې پروسی راتلونکې په اړه ابهامات ډیروی او نامشخص راتلونکې یی په وړاندی قرار ورکړی دی.
د تامل وړ نکته داده چی حتی امریکا کنګره هم هغه هیواد دیپلماسی دستګاه او دولت تګلاری باندی سولې مذاکراتو کې طالبانو سره، شک او اندیښنی سره نظر لری. هغه هیواد کنګره نمایندګان اندیښمند دی چی واشنګتن، استراتژیک لومړیتوبونه او واشنګتن امنیتی دغدغی او لوړمنافع د طالبانو سره سولې په برخه کې په نظر کې ونه نیسی او واشنګتن رقیبانو په وړاندی امریکا سره خطوط نقض کړی.
البته په دی برخه کې هغوی د افغانستان جګړی ۱۸ کالو لاسته راوړنی بهانه کوی او بشر حقوق، ښځو حقوق، سیاسی او مدنی آزادی او... د طالبانو سره امریکا سولې راتلونکې په اړه هم اندیښنه شکاره کوی؛ خو واضح دی چی دا اندیښنی، امریکایانو لوړو او لویو اندیښنو پوشش لپاره دی چی ورته لوړ اشاره وشوه.
د کارپوهانو په باور، امریکا لکه څنګه چی تیرو ۱۸ کالو کې افغانستان جګړه خپل انحصار کې نیولی ووی او اجازه ورنه کړ چی خلګو مبنایی او اصولی غوښتنې او اړتیاوی او افغانستان دولت مشروع دغدغی پکښی راڅرګند شی، دا ځل هڅه کوی چی افغانستان سولې پروسه هم خپل اختیار کې ونیسی او اجازه ورنه کړی چی دا پروسه، د هیواد سیاسی ګوندونو او دولت مستقیم او مستقل اداره او اراده په اساس مخته لاړ شی.
زلمی خلیلزاد؛ افغانستان سولې لپاره امریکا خاص نماینده تراوسه پنځه ځلې د طالبانو سره مذاکرات ترسره کړی خو هیڅ دقیق جزئیات یی ددی ناستو څخه دباندی درز نه دی کړی. دا شکاره کوی چی امریکا افغانستان سولې پروسه په پوره توګه اختیار کې نیولی او اجازه نه ورکوی ترڅو افغانستان دولت او خلګ، خپل راتلونکې او برخلیک په اړه تصمیم ونیسی. دا هم په داسی حال کې چی طالبان هم ځان یو افغانستانی ډله معرفی کړی او سوله هم چی قرار دی د هغه ډلې سره برقراره شی د افغانستان خلګو لپاره دی نه امریکا خلګو لپاره.
په دی برخه کې د مایک پمپئو دا خبری دروغ نه بل څه نه دی.
 
https://avapress.com/vdcdss0fxyt0jf6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته