دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۷ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۱۸
د مطلب کود : 183426
عربی ناتو؛ هغه  کوچنۍ چی زیږیدو مخکې مرې

 
د رویترز خبرګزاری د پوه سرچینو څخه په نقل سره خبر ورکړی چی عربی ناتو په نامه طرحه کې ګډون لپاره مصر کناره ګیری کړی چی دا ابتکار د امریکا او ایران په وړاندی واحد جبهه رامنځته کیدو په مقصد مطرح شوی دی.
رویترز چی د مصر دا تصمیم د دونالد ترامپ دولت تګلاری باندی د ایران قدرت مهار لپاره یو ضربه بللی، د یو پوه سرچینی څخه په نقل سره لیکلی دی چی مصر رسمآ خپل تصمیم په دی ائتلاف کی نه ګډون لپاره اعلان کړی دی.
ددی ګزارش په اساس، مصر ددی ائتلاف ناسته کې چی سعودی عربستان ریاض ښار کې یکشنبه ورځ ترسره شوی وو، کوم هیئت نه دی استولی.
یو سعودی سرچینه ددی طرحی پرمختګ په اړه ویلی دی: ښه مخته نه ځی.
رویترز د مصر وتل چی عرب نړۍ کې ترټولو لوی ځواک لری، ددی ائتلاف باندی لوی ضربه بللی.
په دی توګه، عربی ناتو په عمل کې یو لوړپروازانه طرحه ده؛ هغه طرحه چی مخکې له دی حتی د یو نظامی ائتلاف نه بغیر، د جمال عبدالناصر؛ مصر ولسمشر په شان ناسیونالیستانو لهل وری د عربی متحد جمهوری په شان ایده وو کې مطرح شوی دی؛ خو هر ځل ماته خوړلی دی.
اعراب هغه وخت چی د دباندی څخه د یو امنیتی مشکل سره مخامخ کیږی، هڅه کړی چی یو نظامی ائتلاف د غربی ناتو په سبک چی پخوانۍ شوروی په وړاندی شکل ونیول، جوړ کړی ترڅو د هغوی امنیت حریم څخه دفاع وکړی او جګړو او نورو برخو کې هدف وړ هیوادونه منزوی او مهار کړی؛ خو دا ایده او طرحه بیلابیلو دلایلو له امله ماته خوړلی دی.
د مصر وتل ددی ائتلاف څخه یوځل بیا وښودل چی د اعرابو دا پخوانۍ طرحه او ایده همداسی د مشکلاتو سره مخ دی او تحقق وړ نه دی.
دا په داسی حال کې دی چی ترامپ په مشری دولت جان بولتون په شان جګړه غوښتونکې مهری، خپل هڅه ترسره کوی ترڅو اعراب د ایران په وړاندی د یو نظامی جبهه رامنځته کولو لپاره متحد کړی. هغوی په حقیقت کې هڅه کوی ترڅو په دی اقدام سره، خاورمیانه امنیت و اعرابو ته پریږدی او امریکایی نظامیانو خطرنانک او درانده لګښت څخه کم کړی. له بل لوری، اسراییل رژیم هم په دی هڅه کې دی ترڅو خاورمیانه کې ایران سیاست ته لمن وهلو سره، بن سلمان په شان مزدورانو ته، اعرابو امنیتی لومړیت د هغوی تاریخی دشمن یعنی اسراییل څخه ایران لوری ته منحرف کړی او په دی توګه، د عربی ناتو په تشکیل سره د اعرابو پیسو او قدرت څخه په ګټه اخیستنی سره، د ایران مهار لپاره ګټه واخلی؛ خو ډیر مسایل شتون لری ددی طرحی تحقق په وړاندی خنډ ګرځی.
د مصر وتل د عربی ناتو څخه ددی شکاره کوونکې دی چی قاهره نه غواړی په سادګی سره ریاض او تل آویو لاس وسیلی باندی بدل شی او مقتدر ایران سره مرګونۍ جګړه ته وارد شی. له بل لوری، اعراب مطمئن نه دی چی ترامپ د یو عوامګرا او دروغګویه سیاستمدار په حیث چی په شدت سره سیاسی او ټولنیز او اخلاقی جبهه یی مخدوش کیږی؛ وکولای شی امریکا راتلونکې ټاکنو بریالی شی؛ بناپردی، د امریکا راتلونکې ولسمشر ملاتړ نه بغیر عربی ناتو به کوم راتلونکې ونه لری او ماته به وخوری.
سربیره پردی قطر، کویت او عمان په شان هیوادونه هم حاضر نه دی چی تهران په وړاندی ریاض ماجراجویه سیاستونو سره یوځای شی.
هغوی یو مستقل تګلاره ځانته اختیار کړی دی.
ترکیه هم له بل لوری د عربی ناتو جوړیدو سره مخالف دی؛ ځکه په راتلونکې کې به د آنکارا قدرت سره مبارزه ددی ائتلاف مقصدونو څخه به وی. بناپردی، قطر په شان هیوادونه چی ترکیه سره دوستانه اړیکی لری، نه غواړی د همداسی ایده سره یوځای شی.
دا مسایلو ته په کتو سره، عربی ناتو، هغه نامشروع کوچنۍ ده چی سعودیانو په ابتکار سره او د امریکایی او اسراییلی متخصصانو له لوری، شبیه سازی کیږی؛ خو مخکې له دی چی نړۍ ته راشی، مری.
 
https://avapress.com/vdcj8tevmuqeoxz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته

مربوطه لیکنې