دخپریدو نیټه :شنبه ۲۱ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۵۹
د مطلب کود : 184874
قطر مذاکراتو پای او بین الافغانی خبرو اترو مبهم راتلونکې

 
د امریکا او طالبانو خبرو اترو شپږم دور د ۹ ورځو وروسته، تیره شپه (پنجشنبه ۱۹ ثور) پای ته ورسید.
طالبان دا خبری اتری مثبت بللی دی.
د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلی دی چی د مذاکراتو په دی دور کې هغه مسودی چی تیرو دورو کې ترتیب شوی وو، ورباندی بحث صورت نیولی او په ځینو برخو کې پرمختګ شوی او نور برخې تراوسه باقی پاته دی.
د پنځم ناستې په پای کې ویل شوی وو چی دواړه لوری د افغانستان څخه امریکایی سرتیرو وتلو پیش نویس باندی توافق کړی دی.
طالبان ویلی دی چی خبرو اترو راتلونکې دورو کې باقیمانده موضوعاتو باندی به خبری وشی.
زلمی خلیلزاد د خبرو اترو دا دور پای ته رسیدو څخه خبر ورکړ او وویل چی جنګ پای ته رسیدو لپاره پرمختګونه ډیر کوند روان دی او نوس عملی جزئیاتو ته نوبت رسیدلی دی.
خو هغه دا خبری د نښتو دوام او خلګو قربانی کیدو په ادامه کې ناکافی بللی او ټینګار کړی چی نورو پرمختګونو ته اړتیا شته.
ظاهرا خلیلزاد افغانستان کې طالبانو اخیرو مرګونۍ بریدونو ته اشاره کړی چی قطر خبرو اترو جریان کې صورت نیولی دی.
سربیره پردی طالبان مخکې د سولې لویی مشورتی جرګه غوښتنه د رمضان مبارک میاشتی په جریان کې اوربند لپاره هم رد کړی او ویلی وو چی افغانستان یو اشغال شوی هیواد دی او جهاد د امریکایانو په وړاندی به ادامه ولری.
کارپوهان وایی چی ظاهرآ دا پیښی د قطر سولې پروسی عمل سرعت باندی اغیزه کړی او دواړه لورو توافقاتو مخه نیولی دی.
زلمی خلیلزاد ددی خبرو اترو لاسته راوړنې ناکافی وبلل او په دی پروسه کې سرعت او چټکتیا غوښتونکې شو او همدارنګه تاوتریخوالی کمیدو غوښتونکی شو. بناپردی واضح دی چی جاری تاوتریخوالی چی عمدتآ د طالبانو له لوری صورت نیسی، د سولې پروسی سرعت باندی اغیزه کړی او امریکا نظر وړ پرمختګونو په وړاندی په دی مذاکراتو کې خنډ رامنځته کړی دی.
د لویه مشورتی جرګه ترسره کیدو او همدارنګه زلمی خلیلزاد ټینګار ته په توجه سره دا کته ته چی بین الافغانی خبرو اترو او نورو درو شرطونو نه بغیر به هیڅ کوم توافق ترسره نه شی، دا انتظار کیده د طالبانو او امریکا خبرو اترو شپږم دور یو لاسته راوړونه، د سولې بین الافغانی خبور اترو به اړه روشانه نظر او سازوکار او لاری نقشه ترسیم وی؛ خو ددی ناستو په پای کې، هم طالبان او هم امریکایی هیآت مشر، هیڅ یو دا موضوع ته اشاره ونه کړ او دا شکاره کړ چی اساسآ دا مسآله بحث لاندی نه دی نیول شوی.
همدارنګه دا اندیښنه شتون لری چی امریکایان د افغانستان دولت سیاسی استقلالیت او ملی حاکمیت حق ته په نه توجه سره، همدارنګه طالبانو سره پټو مذاکراتو ادامه لاری ته ادامه ورکړی. دا کار، نه یواځی افغانستان حکومت موضع کمزوری کوی؛ بلکه امکان لری ددی پروسی له زړه څخه، داسی لاسته راوړنې ترلاسه شی چی خطرناک او زیانبار راتلونکې ولری.
امریکا خپل جنګی ماموریت په حوزه کې، حق لری د طالبانو سره مذاکره وکړی؛ خو دا حق کې د افغانستان راتلونکی سیاسی نظام، خلګو او دولت لاسته راوړنې، ملی اردو، اساسی قانونی او... نه دی شامل؛ بناپردی، طالبان باید په دی برخه کې د حکومت او نورو بانفوذ سیاسی او قومی جریانونو سره په مستقیم توګه خبری اتری وکړی.
 
https://avapress.com/vdchqknzk23n66d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته