دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۲ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۳۷
د مطلب کود : 184911
امریکایی ایران هراسی؛ آیا ترامپ د جګړی په لټه دی؟

 
امریکا چارواکې د ایران او امریکا ترمنځ کشمکش ډیریدو همزمانه ویلی دی چی و جنګی ناو او پاتریوت موشکی هوایی دفاع سیستم سیمی ته استولی دی.
یو اس اس آرلینګتون جنګی ناو چی د هواګرد او اوبییزه خاکی نقلیه وسایلو لیږد لپاره ورڅخه ګټه اخیستل کیږی د یو اس اس آبراهام لینکلن الوتکې لیږدوونکې ناو سره نښلی.
امریکا همدارنګه څلور بی ۵۲ بم توغوونکې په قطر کې دا هیواد نظامی پایګاه کې ځای پرځای کړی دی.
دا هیواد ویلی دی چی دا اقدامات د ایران له لوری احتمالی ګواښونو په ځواب صورت نیسی.
جمعه ورځ، د امریکا دفاع وزارت وویل چی د ایران سره نښتې غوښتونکې نه دی؛ خو زیاته کړه چی متحده ایالات آماده دی د امریکایی سرتیرو او خپل منافعو څخه په سیمه کې دفاع وکړی.
جان بولتون؛ د ترامپ ملی امنیت مشاور مخکې له دی ویلی وو چی ددی کار څخه مقصد د ایران حکومت لپاره روشانه پیغام دی چی امریکا منافعو یا ددی هیواد متحدانو منافعو ته هرډول برید د بی امان ځواک سره مخامخ کیږی.
دا لومړۍ ځل نه دی چی امریکا ایران نظامی برید باندی ګواښی. د اسلامی انقلاب رامنځته کیدو راهیسی، ایران او امریکا هر وخت د یو بل په وړاندی دریدلی او امریکا د نړۍ برتر قدرت په حیث، د بیلابیلو لارو څخه هڅه کړی ترڅو ایران دولت له منځه یوسی. بناپردی، ایران اوسنۍ نظام، ددی څخه هم سختی ورځې لیدلی دی او د ټولو څخه یی په سلامتی وتلی دی.
اوس چی ایران په سیمه کې یو لوړ قدرت باندی بدل شوی او مسلمان ملتونو برخلیک باندی امریکا تک قطبی او هر اړخیزه سلطه په وړاندی خنډ ګرځی، د ایران په وړاندی د امریکا جګړه د تیرو ۴۰ کلونو څخه هم سخت دی.
له بل لوری، په همغه اندازه چی امریکا مرګونۍ او خطرناکو نظامی تکنولوژی او اسلحو ته لاسرسی پیدا کړی، ایران هم د امریکا مهار او متحده ایالاتو باندی هرډول جنګی پشیمان کوونکې او موثر اهرم او تسلیحاتو ته لاسرسی پیدا کړی دی.
دا هغه څه دی چی امریکا او هغه هیواد نظامی استراتژیستان په ښه توګه ورڅخه خبر دی. بناپردی، هیڅ وخت به داسی کار ونه کړی چی د نتیجه څخه یی مطمئن نه وی.
له بل لوری، همدا خیرو ورځو کې د جان بولتون او مایک پمپئو په شان کسان ایران ته نظامی برید یا په همدی معنی ګواښ ورکړی دی، ترامپ او امریکا دفاع وزارت مکررا هڅه کړی دی دا پیغام و ایران ته ولیږدوی چی امریکا د جګړی په لټه نه دی او نه غواړی ایران ته کوم زیان ورسیږی؛ بلکه د واشنګتن مقصد، د امریکا سره تهران مذاکره لپاره مجبورولو لپاره حداکثره فشار څخه ګټه اخیستنه ده.
امریکا د ترامپ په مشری، حتی که ثروتمنده رژیمونه لکه سعودی عربستان یا عربی متحده امارات او... د ایران سره جګړی اړتیا وړ ټول بودجه تضمین کوونکې هم وی، دا باتلاق ته به وردننه نه شی. ترامپ قدرت ته رسیدو سره سم خپل هڅه ترسره کړی چی خاورمیانه لګښت لرونکې او مرګونۍ بی حاصل نښتو څخه امریکا برخه کم کړی او صفر ته ورسوی. د افغانستان او سوریه څخه شاته تګ د همدی هڅو څخه بلل کیږی. هغه وایی چی امریکا په تیرو لسو کلونو کې په هیڅ جګړه کې نه دی بریالی شوی او دا په داسی حال کې دی چی یواځی په خاورمیانه کې د ۶ تریلیون دالرو څخه ډیر لګښت ورکړی دی!
ترامپ تاجرپیشه د مکزیک دیوال لپاره بودجه تامین د افغانستان ځواکونو سره امریکا کمکی پیسو څخه ورکوی، آیا په حقیقت کې هغه جګړی ته آماده دی چی امریکا او سیمی او نړۍ اقتصاد ته په زرهاوو میلیارد دالره لګښت ولری او معلومه هم نده چی په نتیجه کې به کوم لوری بریالی شی؟
 
https://avapress.com/vdcjvxevvuqeohz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته