دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۳ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۴۹
د مطلب کود : 184955
مرګونۍ مصالحه؛ هغه سوله چی جګړه راولی

 
د طالبانو او امریکا سولې مذاکراتو شپږم دور په قطر کې په تازګیو سره پای ته ورسید. دا ځل داسی په نظر رسیږی چی دواړه لوری، ډیر سخت مذاکرات درلودی او نه دی توانیدلی لکه څنګه چی انتظار یی کیده پرمختګونو ته لاره پیدا کړی.
سولې مشورتی لویه جرګه ترسره کیدنه او طالبانو باندی سخت فشارونه د افغانستان حکومت سره سولې رسمی او مستقیم خبرو اترو ترسره کولو لپاره، ددی دوری مذاکراتو کندی مهم عوامل وارزول شو.
طالبان د امنیتی ځواکونو، غیری نظامیانو وژنو او د ولسوالیو سقوط لپاره منظم جګړو ترسره کولو سربیره ځینی مرکزونه هم په کابل کې تر برید لاندی راوړی چی یو مهم یی د کونترپارت امریکایی موسسه باندی په شهر نو کې برید وو چی څو تنه ووژل او ټپیان کړل.
آخر برید د قطر ناستې په جریان کې صورت ونیول او د پوهانو په باور، بیله شکه د دواړو لورو خبرو اترو پروسی باندی منفی اغیزه کړی؛ خو سربیره پرهغه هغوی بیا وښوده چی مذاکره لپاره هیله مند دی.
دا په داسی حال کې دی چی د خلګو په باور، دولت او افغانستان کې مستقل ناظران، طالبانو سره سولې مذاکراتو شروع، نه یواځی داچی افغانستان کې مسلحانه بریدونو او وینه تویونو او جګړی مهار کې کوم اغیزه نه دی کړی؛ بلکه په یو ډول سره ډیر کړی هم دی او وضعیت نور هم خراب کړی دی.
له دی لید څخه، په داسی حال کې چی امریکا د طالبانو سره سولې خبرو اترو باندی مصروف دی، ددی خبرو اترو درانده تاوان افغانستان خلګ او امنیتی ځواکونه ورکوی؛ ځکه طالبان د مذاکره سره همزمانه، وینه تویونو او تاوتریخوالی ته ادامه ورکوی او جګړی په ډګر کې قدرت نمایش سره، سولې میز کې نورو امتیازات لاسته راوړی.
په دی منځ کې، په داسی شرایطو کې چی دولت او افغانستان خلګو حقیقی نمایندګان، د طالبانو سره سولې پروسی څخه، هیڅ برخه اخلی، ولی هغه ډلې سره امریکا مذاکراتو مرګونې لګښت ورکوی؟
څوک باید ددی جنایتونو او جګړو په وړاندی مسؤولیت قبول کړی او ودروی؟
بیله شکه لومړۍ مرجع چی په دی برخه کې باید مسؤول وپیژندل شی امریکا دی. امریکا ترڅو چی افغانستان کې هر اړخیزه، نظامی او استخباراتی سلطه لری او کابل سره امنیتی پیمان لوری دی، د امنیت تامین او تروریزم سره مبارزی او ترور او تاوتریخوالو مهار مسؤول دی؛ بلکه هغه وخت چی د جګړی او ترور او تاوتریخوالی اصلی عامل، د طالبانو سره پټو مذاکراتو باندی بوخت دی، دا مسؤولیت کمزوری کیږی.
بناپردی، افغانستان دولت که نه شی کولای طالبانو و مستقیمو خبرو اترو ته وهڅوی، لږ ترلږه باید امریکا باندی فشار راوړی رڅو د طالبانو سره هر ډول پټو خبرو اترو څخه لاس واخلی؛ ترڅو هیواد امنیتی ځواکونه او خلګ مجبور نه شی هغه پروسی خونړیزه تاوان ورکړی چی هیڅ هغوی پوری نه مربوطیږی.
په دی منځ کې البته دا صریح نیوکه و طالبانو ته هم راجع کیږی چی له یو لوری اشغالګرانو په وړاندی جهاد تظاهر کوی او له بل لوری، د هغوی سره مذاکره کوی. له بل لوری، هغه ډله د افغانستان مسلمان خلګو له لوری سولې او اوربند غوښتنو ته حتی رمضان مبارک میاشت کې منفی ځواب ورکوی او جهاد ادامه باندی ټینګار کوی؛ خو عملآ افغانستان امنیتی ځواکونو او خلګو په وړاندی وینی تویونې او مرګژوبلو باندی سرګرم او بوخت دی.
په دی توګه، د امریکا او طالبانو مرګونۍ مصالحه څخه افغانستان امنیتی ځواکونو او خلګو ته مرګ او تاوتریخوالو نه بغیر کوم لاسته راوړنه نشته، هم امریکا او هم طالبان مسؤول دی او باید هغو جنایتونو په وړاندی چی د طالبانو او امریکا پټو خبرو اترو وروسته څو برابر شوی دی، مسؤول وپیژندل شی.
 
https://avapress.com/vdchmknzm23n6wd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته