دخپریدو نیټه :جمعه ۲۷ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۵۱
د مطلب کود : 185221
نړۍ، داعش او تور لیست سره لوبه

 
سازمان ملل امنیت شورا اعلام کړ چی داعش ډلې خراسان شاخه چی افغانستان او پاکستان کې فعالیت لری ددی شورا تور لیست کې شامل کړی دی.
ددی شورا په اعلامیه کې چی چهارشنبه، ۲۵ ثور خپور شو، راغلی دی چی داعش ډلې خراسان شاخه له دی امله چی افغانستان او پاکستان کې تروریستی بریدونو کې نقش لری، تور لیست کې اضافه شوی دی.
د ملل متحد تور نوملړ چی د ددی سازمان امنیت شورا ۱۹۹۹ کال قطعنامه په اساس جوړ شوی وو چی پکښی طالبانو او القاعدی غړۍ شامل شوی وو. ددی قطعنامه موادو په اساس، سازمان ملل متحد غړۍ هیوادونه باید ددی نوملړ غړو سفرونو څخه مخنیوی وکړی، دارایی یی مسدود کړی او دا نوملړ غړیو ته اسلحو خرڅ مخه ونیسی.
په همدی حال کې، د افغانستان خارجه چارو وزارت د سازمان ملل دا تصمیم څخه ښه راغلاست کړی دی.
ددی ډلې خراسان شاخه د ۲۰۱۵ کال جنوری میاشت کې خپل حضور په افغانستان او پاکستان کې اعلام کړ.
تور لیست ددی نه مخکې چی د تروریزم مهار او بین المللی امنیت او سولې تضمین او تامین حقیقی وسیله وی، یو تبلیغاتی او ژبنۍ لوبه ده؛ هغه وسیله چی یواځی کاغذ پرمخ پاته کیږی.
طالبانو او القاعده تجربه په عمل کې وښوده چی تور لیست څنګه کولای شی تروریزم مهار سره مرسته وکړی او تروریستی شبکو لوی او کوچنی قدرتونو تسلیحاتی او انسانی او مالی سازمان یافته ملاتړ مخه ونیسی.
په همدی دوو برخو کې، سازمان ملل متحد امنیت شورا په ښه توګه پوهیږی چی القاعده او طالبان کوم هیوادونو پوری تړلی دی، پټنځایونه یی په کوم هیوادونو کې دی او هغوی مالی سرچینی کوم رژیمونه تامینوی؛ خو په عمل کې، ددی ډلو او شبکو مالی او انسانی او تسلیحاتی سرچینو وچولو لپاره هیڅ ډول عملی اقدام نه دی ترسره کړی.
د داعش تروریستی دلې خراسان شاخه نوم شاملیدو څخه هم هیڅوک باید لویه هیله ونه لری. د صاحب نظرانو په باور، شاید دا اقدام نور هم د داعش دا برخه عمومی افکار، رسنیو او لویو قدرتونو توجه ورته راواړوی؛ همغه کار چی مخکې له دی د طالبانو او القاعدی لپاره هم ترسره شوی وو.
سازمان ملل متحد امنیت شورا که په حقیقی توګه د داعش په شان تروریستی ډلو تسلیحاتی قدرت او انسانی ځواکونه او مالی تامین سرچینو محدودولو په لټه دې، باید هغه سازمانونو او رژیمونو ته لاړ شی چی په سازمان یافته او سیستماتیک توګه د تروریزم څخه ملاتړ کوی؛ همغه هیوادونه چی د قضا څخه د سازمان ملل متحد محوری غړو او حتی د سازمان ملل امنیت شورا دایم او غیری دایم غړو څخه دی.
سازمان ملل امنیت شورا باید د ابرقدرتونو استندردونو او تروریزم مساله سره دوه ګونۍ چلند پای ته ورسوی او نړیوال امنیت او سوله د لوی قدرتونو محورانه منفعت لوبی سیطری څخه وژغوری.
هغه څه چی د امنیت شورا څخه د داعش خراسان شاخه په اړه انتظار یی کیږی دادی چی په قاطعیت او صراحت سره امریکا او امریکا متحدانو په شان هیوادونه چی پوره ۱۸ کال په افغانستان کې د تروریزم سره مبارزی په بهانه هراړخیزه نظامی او سیاسی او استخباراتی حضور لری، مجبور کړی چی افغانستان کې داعش توسعه او رشد په اړه مسؤولانه ځواب ورکړی او په دی اړه شته لوی ابهام په اړه شفاف سازی وکړی.
څنګه امکان لری چی امریکا او ناتو افغانستان ځمکه او هوا کنترولوی؛ خو داعش څو ملیتی حیرانوونکې معجزه ای پیښو څخه چی افغانستان کې څنګه نفوذ کړی او د هیڅ کوم خنډ سره نه دی مخ شوی؟
سازمان ملل امنیت شورا باید ځواب ورکړی چی ناپیژانده هلیکوپترونه چی تروریستان هیواد دننه او دباندی ځای پرځای کوی او هغوی ته اسمان څخه مرستندویه بستی غورځوی، هغه هیواد کی چی امریکا او ناتو سلطه لاندی دی، د کوم ځای څخه راځی او ولی کوم مرجع نه شی کولای چی په اړه یی څیړنه وکړی؟
دا ټول هغه مسایل دی چی حل یی کولای شی بین الملل تروریزم نسخو ټولو ورژنونو او ډولونو سره پراخ مبارزی سره مرسته وکړی؛ نه د هغه ډلو داخلول تور لیست کې چی هیڅ کوم ډول عملی پیامد نه لری.
 
https://avapress.com/vdcewn8zzjh8vwi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته