دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۱ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۵۱
د مطلب کود : 185465
د ملت په کور کې د  قدرت جګړه؛ د خلګو ځای چیری دی؟

 
د نمایندګانو اختلافات د مجلس ریاست جنجالی ټاکنو پرسر د دریم ورځې لپاره ادامه پیدا کړه.
اختلافات د دوشنبه(۳۰ ثور) په مجلس کې د هغی وروسته شروع شړه چی د کمال ناصر اصولی پلوی نمایندګان غوښته مجلس تالار ته ننوځی؛ خو هغه وخت چی د تړلی دروازی سره مخ شو په زور سره مجلس ته ننوت.
ددی نمایندګانو ننوتو وورسته د تالار دروازه مات شوه او ۳ څخه تر ۵ پوری مجلس امنیتی مامورین د نمایندګانو نښتو او فشار په ترڅ کې ټپی شو او روغتون ته ولیږدول شو.
عبدالرؤوف انعامی؛ مجلس مخکنۍ منشی تازه اختلافاتو ته په غبرګون وویل: د مجلس ۱۷ دور اساس ډبره داسی کښیښودل شوه او خدای پوهیږی چی موږ به پنځو راتلونکې کلونو کې د کوم داخلی منازعاتو سره مخ شو؛ په داسی حال کې چی پارلمان وجودی فلسفه د ملی منازعاتو حل لپاره د خبرو او بحث له لاری دی.
همدارنګه، فاروق وردک؛ د دولت وزیر پارلمانی چارو کې هم مجلس نمایندګانو ته ورغلل او ښاغلی رحمانی؛ د منتخب رییس سره لیدنه درلوده.
په دی حال کې، لکه څنګه چی ښآغلی انعامی هم ویلی دی، هغه مجلس چی باید مسایل او ملی منازعات د خبرو او قانون او انصاف او عدالت په اساس حل او فصل کړی، اوس خپله د لویو مشکلاتو او اختلافاتو او منازعاتو او تقابل او خپل غړو ترمنځ قدرت جګړو باندی بدل شوی دی؛ هغه همایندګان چی خپل هدف ته رسیدو لپاره د یو کس په ملاتړ کې، نه یواځی داچی هیڅ تعهد نسبت خپل مقدس کار ته د خلګو نمایندګی لپاره نه لری؛ بلکه بدو چلندونو او وسیلو او ښکنځاوو سره شکاره کوی چی هیڅ نسبت خپل خلګو او موکلانو سره نه لری.
دداسی کسانو حضور د افغانستان خلګو څخه نمایندګانو کرسی کې، د خلګو رایو او ټاکنو او اراده سره لوی اهانت دی؛ خو ټوله پوهیږی چی دا کسان، د خلګو له لوری نه دی ټاکل شوی؛ مشروع لاری نه قدرت ته نه دی رسیدلی او په همدی دلیل، ځان خلګو څخه نمایندګی، هغوی حقوقو څخه صیانت او اساسی قانون ارزښتونو او اصولو پاسداری باندی ځان متعهد نه بولی. هغوی اکثره ددی پرځای چی د افغانستان خلګو ټاکل شوی نماینده وی، د پیسو او قوم او نفوذ او واسطه او مافیایی باندونو نماینده دی چی اصلی شاخصونو په حیث، هغو ټاکل کیدو کې د پارلمانی تاکنو بریالی نامزدانو په حیث، نقش درلودلی دی.
په دی اساس، دا عجیبه نه ده چی قدرتی جګړه چی د ملت په کور کې جریان لری، افغانستان خلګ چی باید ددی کرسیو اصلی مالک او ددی کور اصلی صاحبان وی، هیڅ تعریف شوی ځای پکښی نه لری؛ ځکه افغانستان خلګ نه باد راوړۍ ډالرونه لری، نه مافیایی باندونو او فساد کې لاس لری، نه خارجی قدرتونو لاسپوڅی دی، نه هغه ډول چی پارلمان اوسنۍ غړۍ فکر کوی، قومی برتری باندی باور لری او نه هم ښځینه جګړو سره مجلس ریاست کرسی پرسر، قانون روشانه اصول نقضوی او خفت بار او شرم آور نمایش کې، هیواد عزت د رسنیو دوربینونو په وړاندی له منځه وړی.
مجلس ریاست بحران امکان لری ذینفع لورو ترمنځ تفاهم کې حل او فصل شی؛ خو ددی کار شروع به بحران او توفاتو سره شکاره کوی چی نوی پارلمان، افغانستان خلګو پوری لږ نسبت هم نه لری، او هغوی رنج او درد او فقر او محنت څخه نمایندګی نه کوی، هغوی حیاتی اړتیاوو څخه هیڅ پوهه نه لری او ملت لپاره شایسته او صادق او امین نمایندګان نه شی کیدلای. دا پارلمان، د مافیا او فساد او قوم ګرایی نمایندګانو ټولنه ده او ددی وضعیت رامنځته کیدو اصلی مسؤول هم ټاکنیز فاسد کمیسیونونه، حکومت دننه پیاوړۍ لاسونه او دخیل خارجی قدرتونه دی.
 
https://avapress.com/vdcepn8znjh8vei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته