دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۵۷
د مطلب کود : 185546
نشنل انټرسټ: د افغانستان په جګړه کې د افغانانو او امریکایانو د وژنو مسوول پاکستان دی
نشنل انټرسټ امریکایي نشریه لیکي، پاکستان نه یوازې له امریکا سره مرسته نه دې کړې بلکې تل یې د امریکا د ګټو پر ضد کار کړی او په افغاستان کې د افغانانو او مریکایانو د وژنو مسوول دی.

نشنل انټرسټ افغانستان ته د امریکا استخباراتي ادارې د لومړیو راستانه شویو مامورینو د جملې د «ګری برتنسن» هغې خبرې ته په اشارې چې وایي « زه له اول نه پوهیدم چې د پاکستان استخباراتي ادارې (ای-اس-ای) سلاکارانو په تکتیکي او فني ډول له طالبانو ملاتړ کولو» لیکي امریکا له اول نه د پاکستان په دوه مخیتوب خبر وه.
د نشنل انټرست امریکایي نشریې له قوله، په افغانستان کې د پاکستان او امریکا موخې توپیر لري، پاکستان نه یوازې له امریکا سره مرسته نه ده کړې بلکې له اوله یې د طالبانو ملاتړ کړی او په فعال ډول یې د امریکا د ګټو په ضد کار کړی او د طالبانو ملاتړ یې کړی.
د ورځپاڼې لیکوال لاورینس سیلین لیکي چې، د امریکا رهبران په ځانګړي ډول نظامي مشران له پخوا په دې پوهیدلي چې د افغانستان جګړه نه ګټل کیږي ځکه چې دوی د افغانستان د جګړې ذات ته په کتو هغسې جګړه نه ده کړې؛ د پیسو او سرونو ضایع ده.
د ورځپاڼې په ټکو:«که چیرته امریکا له جنوبي اسیا نه په زور ستراتیژیک شاتګ ته اړ ایستل شي، نو له افغانستان نه د امریکا وتل له سپکاوي ډکه ماتې ده ځکه چې امریکا داسې کوم پلان نه لري چې له افغانستان نه له وتلو وروسته د سیمه ییز بدلیدونکي شرایطو کنټرول کړای شي.»
په ورځپاڼه کې دا هم راغلي چې، امریکا باید پخپله ستراتیژۍ کې داسې معیارونه زیات کړي چې په سیمه کې د پاکستان او چین د تسلط پلانونه شنډ کړي. بیجینګ غواړي چې د افغانستان په شمول په ټوله جنوبي اسیا کې د یوې کړۍ یو سړک نوښت په نامه پروژه وغځوي او ددې پروژې په څنګ کې خپل نظامي تاسیسات نور هم پیاوړي کړي چې ښه مثال یې په عرب بحر کې د دغه هېواد د سمندرې قواو اډه ده.
همدارنګه ورځپاڼه زیاتوي، امریکا باید د جنوبي اسیا لپاره په نوې ستراتیژۍ کې د بار (بوج) د شریکوالي په شمول د خپلو حریفانو ستراتیژیک خنډونه هم شامل کړي.
 
سرچينه : تلویزیون یک
https://avapress.com/vdceen8zpjh8vni.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته