دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۳۹
د مطلب کود : 185621
د داعش سره مبارزه په افغانستان کې، د چا دنده ده؟

 
اسکات میلر؛ افغانستان کې خارجی ځواکونو قومانده وایی چی داعش افغانستان، سیمې او نړۍ لپاره ډیر خطرناک دی او باید د فعالیت مخه یی ونیول شی.
جنرال میلر وویل: داعش یو ډیر خطرناک سازمان دی. هغه وخت چی د ترهګرۍ په اړه خبری کوو، د افغانستان او سیمی لپاره ډیر خطرناک دی. نتیجه مو لیدلی دی، نړۍ لپاره خطر نه ډک دی او باید نږدی ورباندی نظارت وکړو.
دا امریکایی جنرال وایی چی د افغان ځواکونو په همکاری، داعش باندی فشارونو ته ادامه ورکوی او هرځای چی داعش فعالیت ولری، دا ډله تر فشار لاندی واقع کیږی.
دا په داسی حال کې دی چی په تازګی سره الکساندر بورتنیکوف؛ روسیه فدرال امنیتی خدماتو رئیس ادعا کړی چی نږدی ۵ زره سرتیری د داعش ډلې څخه دافغانستان په شمالی سرحداتو کې حضور لری.
هغه خپل تاجیکستان سفر یو ورځ مخکې ټینګار وکړ چی باید منځنۍ آسیا سرحداو کنترول افغانستان ته تشدید شی ترڅو داعش کوم خطر دا هیواد ته متوجه ونه کړی.
افغانستان کې داعش خطر جدی دی؛ کوم توپیر نه کوی چی امریکا او ناتو نظامی قوماندانان په دی اړه خبرداری ورکړی او یا روسیه امنیتی او استخباراتی چارواکې. مقصد دادی چی افغانستان د داعش وحشی تروریزم احیاشوی او نوی موج ظهور او هسته ګذاری لپاره نوی بستر وی؛ دا همغه څه دی چی ددی مخوف او مرګونۍ پروژی جوړونکې په فکر کې لری.
داعش په افغانستان کې خپل پایګاو پراختیا او استحکام باندی مصروفه دی ترڅو هغه څه چی عراق او سوریه کې رامنځته شوه، په یو کوچنی شوک سره، خونړیزه او لوی فاجعه رامنځته کړی.
افغانستان د داعش پروژی طراحانو او ملاتړ کوونکو لپاره سوریه او عراق په نسبت، مهم او منحصر امتیازات لری. لومړۍ او شاید لوی امتیاز په افغانستان کې داوی چی مرکزی دولت نه داعش له منځه وړلو او ورسره مبارزی توان لری او نه ددی هدف لپاره کافی اراده شتون لری.مرکزی دولت انفعالی چلند د داعش په سلهاوو تسلیم شوی تروریستانو سره په ښه توګه شکاره کوی چی دولت، یا ددی ډلې مرګونۍ خطر جدی نه دی نیولی او په ښه توګه نه دی پوه شوی چی دولت دننه او دباندی پیاوړۍ قدرتونه کار کوی چی افغانستان کې داعش کمزوری نه شی.
داعش لپاره افغانستان دوهم لوی امتیاز دادی چی لوی قدرتونه افغانستان سیاسی او امنیتی برخلیک باندی مسلط دی؛ هغه قدرتونه چی داعش پروژی پټو او شکاره ملاتړو باندی تورن دی.
نور امتیازات افغانستان کې داعش لپآره دادی چی سوریه او عراق برخلاف، افغانستان کې نه روسیه او ایران پیاوړۍ محور کولای شی داعش انهدام لپاره په خلاص او ملاتړ او مرکزی دولت اجازی سره عمل ته وارد شی او کوم مقاومت ځواکونه شته چی ددی مخوف پروژی مخه ونیسی.
په دی منځ کې یواځیني ځواک چی داعش سره یی د مقابله انتظار وو، طالبان وو چی داسی په نظر رسیږی چی امریکا د هغه ډلې سره مذاکری دروازی خلاصولو سره په ضمنی توګه هڅه کوی چی داعش هم افغانستان امنیتی حقیقتونو یو برخی په حیث طالبانو باندی تحمیل کړی او طالبانو وروسته افغانستانک ې هغوی شتون یو حیاتی او راهبردی لومړیتوبونو څخه په حساب راولی.
بناپردی، د ناتو او امریکا چارواکې صریح او مکرر خبرداری په افغانستان کې داعش خطر په اړه، د اندیښنی له امله نه دی؛ بلکه هغوی په دی خبرداریو سره افغانستان خلګو او سیمی هیوادونو ته ذهنیت رامنځته کړی دی او زمینه سازی کوی ترڅو چی داعش د یو نوی پیاوړۍ واقعیت په حیث قبول کړی او همدا اوس څخه ددی ځواک تبعاتو لپآره آماده کړی.
دا په داسی حال کې دی چی ناتو او امریکا د تروریزم سره مبارزی په بهانه افغانستان کې حضور لری؛ بناپردی، هیڅوک دا انتظار نه لری چی هغوی سیمی هیوادونو دولت او خلګو ته د داعش خطر په اړه خبرداری ورکړی؛ بلکه د هغوی دنده داده چی خپل کار ګزارش د داعش سره مبارزی او ددی ډلې مرکزی هستو له منځه وړلو لپاره ارائه کړی او ووایی چی کوم کار په دی برخه کې ترسره کړی دی او داعش هغه محدود قدرت ته په کتو سره چی په حاضر حال کې لری، کوم وخت کې به افغانستان څخه په پوره توګه له منځه لاړ شی.
هغوی دا کار نه کوی؛ ځکه دا کار، د داعش پروژی نهایی هدف او لومړۍ طرحی پرخلاف دی.
 
https://avapress.com/vdcirwazzt1avq2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته