کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

خاورمیانه د امریکایی تسلیحاتو انبار

5 جوزا 1398 ساعت 10:40




 
دونالد ترامپ؛ د امریکا ولسمشر سعودی عربستان ته په میلیاردونو دالرو اسلحو خرڅولو اجازه د کنګره مجوز کسب نه پرته او د ایران ګواښ له امله صادر کړ.
ترامپ، د ایران سره اختلافات یو اضطراری وضعیت اعلان کړ او دی ته په استناد سره اسلحو خرڅولو قرارداد تایید کړ.
دا اقدام د امریکایی سیاستمدارانو د نیوکو سره مخ شوی چی ددی څخه بیره لری چی دا اسلحی د غیری نظامیانو په وړاندی په کار یوړل شی.
امریکا دموکرات ګوند ځینی غړۍ، ترامپ د کنګره په خطاایستلو باندی تورن کړی دی. اسلحو خرڅونه لکه هدای کیدونکو بمونو او نورو بمونو خرڅولو مجوز په کنګره پوری اړه لری او کنګره کې ددی قرارداد طرحی په صورت کې، عربستان ته ددی اسلحو خرڅ سره سخته مخالفت کیده.
مایک پومپئو؛ د امریکا خارجه وزیر هم ویلی دی ایرانیانو خراب فعالیتونه ددی اسلحو فوری خرڅولو ته اړتیا لری.
رابرت منندز؛ د امریکا سنا خارجی اړکیو کمیته غړۍ ترامپ تورن کړ چی مستبد دولتونو سره همکاری ترجیح ورکوی.
دا اقدام په داسی حال کې صورت نیسی چی سعودی رژیم او عرب همپیمانه یی د څلورو کلونو راهیسی، د مظلوم یمنیانو کوچنیانو او ښځو او غیری نظامیانو بی امان بمباران باندی مصروف دی. دا بمباری همغه بمونو سره صورت نیسی چی امریکا او غرب سعودی عربستان ته خرڅ کړی دی.
د ترامپ او امریکا لپاره د اسلحو خرڅ یو سودآور تجارت او د مسلمان هیوادونو او اعرابو ملی دارایو او نفتی دالرونو تاراج دی.
ترامپ ډیر ځلې د سعودی رژیم په تحقیر سره ویلی دی چی که امریکا د هغوی څخه ملاتړ ونه کړی، حتی دوه اونۍ هم دوام نه شی راوړلای. هغه په تازګی کې هم ویلی دی چی اعراب امریکا نه بغیر خپل امنیت تامین باندی قادر نه دی او ددی لپاره چی امریکا هغوی امنیت تامین کې مرسته وکړی، باید پیسی ورکړی. امریکا ولسمشر په مشخص توګه ریاض رژیم سرانو سره ۴۰۰ میلیاردو دالرو قرارداد ته اشاره وکړه او وویل چی هغوی باید دا پیسی ورکړی ترڅو امریکا هغوی امنیت تامین کړی.
د همدی سودآور سیاستونو په سیوری کې دی چی خاورمیانه اوس د باروت په یو لوی انبار باندی بدل شوی دی؛ هغه انبار چی یواځی یو جرقه ته اړتیا لری چی ټوله سیمې ته اور واچوی؛ البته ترهغه ځایه چی امریکا پوری اړوند دی خاورمیانه باندی امنیتی ماتیدونکې وضعیت به په داسی ډول مدیریت کړی چی ددی سیمی ملتونه، د یو بیری خو دایمی وضعیت کې ژوند وکړی؛ د ایران به نامه فرضی دشمنی څخه بیره. دا په داسی حال کې دی چی ایران هیڅ وخت نورو هیوادونو ته لشکرکشی نه دی کړی، خپل ګاونډیو حریم باندی تیری نه دی کړی او مستقل ملتونه یواځی ددی لپاره چی انقلاب کړی ترڅو خپل برخلیک باندی مسلط شی، امریکایی الوتکو او بمونو سره تر برید لاندی نه دی راوړی.
امریکا هغه رژیم ته اسلحی پلوری چی ښځی او کوچنیان بمبارانوی، منتقد خبرنګاران امن دیپلماتیک سیمو کې اره سره تکه تکه کوی، خپل اوسیدونکې په ګریبان نیولی او هغوی آزادی سلب کړی دی، په سیمی او نړۍ کې ترټولو مخوف تروریستی ډلو څخه ملاتړ کوی او بشرحقوق په برخه کې ملل متحد منشور او بین المللی پیمان او معاهداتو په وړاندی هیڅ مسؤولیت نه لری او ښځو او کوچنیانو مصونیت او امنیت او انسانانو حیات هیڅ مسؤولیت په غاړه نه اخلی.
امریکا او ترامپ په دی ټولو دا جنایتونو کې شریک دی؛ ځکه امریکایی تسلیحات امریکایی تسلیحات غیری مسؤول او سرکوبګر لکه ریاض رژیم ته دا امکان ورکوی چی بشری حقوقو او بین المللی قوانینو ته په بی اعتنایی سره خپل وژنو او جنایت او ترور ته ادامه ورکړی.
دا ټوله یواځی ددی لپاره دی چی ترامپ وکولای شی عرب شیری غواوی ترڅو چی نسونه یی د نفتی دالرونو څخه ډک وی، وځبیښی او ډير پیسی لاسته راوړی.
 


د مطلب کود: 185787

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/note/185787/خاورمیانه-د-امریکایی-تسلیحاتو-انبار

آوا
  https://www.avapress.com