کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ارګ کې اخلاقی رسوایی؛ دولتی کرسی د جنسی خدماتو په وړاندی

6 جوزا 1398 ساعت 12:23


 
 
اشرف غنی پخوانۍ مشاور ادعا کړی چی ارګ ریاست جمهوری کې د ښځو استخدام د >> سکس ترسره << ترسره کولو په بدل کې صورت نیسی.
حبیب احمدزی؛ د ولسمشر پخوانۍ مشاور ویلی دی چی ارګ ریاست جمهوری په فحشا کې غرق دی او د ځوانو ښځو ټاکلو لپاره په دی نهاد کې دهغوی څخه جنسی اړیکو غوښتنه کیږی.
هغه همدارنګه ادعا کړی چی ځینی ښځینه وکیلان نمایندګانو مجلس کې هم د ۶۰۰ څخه ډیر رایی نه درلودی او د ارګ مستقیم همکاری سره بریالی شوی دی.
مریم وردک؛ د ملی امنیت شورا پخوانۍ مشاوره هم د یو هندی رسنۍ سره په مصاحبه کې ویلی دی چی ښاغلی احمدزی خبری حقیقت لری او په ارګ کې د سکس په بدل کې د ځوانو ښځو لپاره څوکې ورکول کیږی.
په دی حال کې، شاه حسین مرتضوی؛ د ارګ ریاست جمهوری ویاند معاون ددی ادعاوو په رد سره ویلی دی چی هدفمند روانی جګړه د حکومتی دستګاوو او کسانو تخریب په مقصد شروع شوی دی.
شاید د شاه حسین مرتضوی موضع د دندی له مخې او مامور معذوریت له مخې وی او ددی ادعا په وړاندی قناعت بخشه ځواب نه وی. ارګ ریاست جمهوری په حاضر حال کې، د یو حقوقی شخصیت په مقام کې تورن دی او باید پیاوړۍ او مستقل قضایی مرجع دا ادعاوی په هراړخیزه توګه وڅیړی. متاسفانه په دی اړه، نه شو کولای چی د فوتبال فدراسیون مدیرانو اخلاقی رسوایی په شان، د یو بین المللی مقتدر مرجع دخالت شاهد واوسو؛ بناپردی، د دولت ټول نهادونه او ارکانونه هر دره قوه، ټولنیز نهادونو مستقل نمایندګان، دولت سیاسی مخالفین او ګوندونه او رسنیو ناظرین باید د یو پیاوړۍ قضایی هیآت په چوکاټ کې دا ادعاوی وڅیړی.
په دی اساس، شاه حسین مرتضوی ځواب یو سیاسی دفاعیه او لومړنۍ دی او نه شی کولای چی دا ډول شرم آور او ژور حقوقی درانده تور باندی سرپوښ کښیږدی.
په دی حال، د فساد سیوری افغانستان حکومت باندی په دومره اندازی سره پیاوړۍ دی چی ددی هولناک او تکان ورکوونکې ادعاوو صحیح کیدو په صورت کې، قدرت ارباب جنسی بهره کشی قربانیانو باندی د قانون او عدالت شاهد انتظار نه شی کیدلای.
له بل لوری، ددی پیښو ځینی قربانیان امکان لری د خپل شخصی او ټولنیز حیثیت او آبرو ساتنې لپاره هم حاضر نه وی مطرح شوی ادعاوو باندی خبری وکړی او په دی توګه عدالت اعمال لپاره لاره هواره کړی.
په دی حال کې، باید هیر نه شی چی که ارګ ارباب شهوترانی او لوړپوړۍ مدیران حاضر وی که نه وی د افشاګری لپاره، دا تکان ورکوونکې او هولناک ادعاوی ارګ کې ښځو کارکوونکو ټولنیز او کورنۍ او شخصی وجهه او عزت مخدوش کړی دی. ددی وروسته، بیله شکه، ټولنه به ټولو باندی همغه ادعاوو او نظرونو په اساس داوری وکړی چی د ملی امنیت شورا او ولسمشر پخوانۍ مشاورینو له لوری مطرح شوی دی. له دی لید څخه، که کوم ښځی قدرت ارباب دا حیوانی غوښتنو ته تن نه ورکړی او خپل عصمت او عفت ساتلی وی او که چیری دا شرم آور غوښتنو ته تسلیم شوی وی، په یو سترګه ورته کتل کیږی او په یو معیار به داوری وشی؛ بناپردی، ښه خبره داده چی عدالت په ښه توګه اجرا شی ترڅو حقیقی قربانیان مشخص شی.
له بل لوری، که ارګ ریاست جمهوری، یواځی ښاغلی مرتضوی فیسبوکی ځواب باندی بسنه وکړی او په سادګی سره ددی مساله څخه تیر شی، ددی ادعا په اړه شک په یقین او اطمینان باندی به بدل کړی. له دی لید څخه هم د ارګ او قدرت ارباب په ګټه دی چی په دی برخه کې د هغوی مهرو او مدیریان او کسانو په وړاندی اقدام وکړی چی دا عمل یی ترسره کړی وی او جنسی رسوایی او اخلاقی فساد سره مبارزی په مقام کې د خلګو او قربانی ښځو ترڅنګ قرار ونیسی.


د مطلب کود: 185853

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/note/185853/ارګ-کې-اخلاقی-رسوایی-دولتی-کرسی-د-جنسی-خدماتو-په-وړاندی

آوا
  https://www.avapress.com