دخپریدو نیټه :شنبه ۱۱ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۳۸
د مطلب کود : 186099
اسلام، اعراب او قدس آزادی آرمان

 

 

د رمضان مبارک میاشتې آخر جمعی یعنی قدس نړیوال ورځی په لړ کې، وحی ځمکه د خپل خودکامه سلطان په ابتکار، د درو سیمه ایزو ناستو میزان وو؛ د خلیج فارس همکاری شورا ناسته، عرب اتحادیه سرانو ناسته او اسلامی کنفرانس سازمان ناسته.

ددی ټولو ناستو ترسره کیدو او بیانیو صادریدو مقصد، د ایران سیمه ایز نفوذ سره مقابله، د ایران په وړاندی امریکا اقداماتو څخه قدردانی او متجاوزانو په وړاندی د یمن انصارالله دفاعی اقداماتو محکومیت وو.

په دی توګه، ددی ناستو اصلی مقصد او سعودی عربستان حقیقی ماموریت، د ایران تبدیلول د اسلام نړۍ په لومړۍ مسئله باندی او فلسطین بحران له منځه وړنه او مسلمین لومړۍ قبله آزادونې موضوع د اسلام او مسلمان حیاتی لومړیتوبونو څخه دی.

بناپردی، دا اضطراری او فوق العاده ناستې سمدستي هغه وختونو ته برنامه ریزی شوی دی چی ټول اسلامی هیوادونه او بیلابیل ښارونه د غیری مسلمان هیوادونو څخه، د فلسطین مظلوم خلګو سره همبستګی، قدس شریف آزادی څخه دفاع کې آزادی غوښتونکې انسانانو عدالت غوښتنې لاریونونه ترسره کیږی او اسراییل رژیم جنایتونو هر اړخیز محکومیت دی.

له دی لید څخه، د اعرابو ناسته د سعودی عربستان په کوربه توب سره د وحی په ځمکه کې، اصولآ د صهیونیستی انګیزو او هیلو سره ترسره شو ترڅو قدس تر الشعاع لاندی قرار ورکړی او فلسطین بحران د اسلام او مسلمانانو کار دستور څخه وباسی او اعرابو او مسلمانانو فکر او توجه یو فرضی او خیالی دشمن لوری یعنی ایران ته جلب کړی.

دا په داسی حال کې دی چی قدس او فلسطین، په لومړۍ قدم کې یو عربی مساله ده او دا عرب رژیمونه او عرب هیوادونه دی چی د آزادی لپاره یی د غاصب او بدنام اسراییل رزیم چنګال څخه مبارزه وکړی او هغه ځای بیرته خپل صاحبانو ته ور وګرځوی.

هغه اعراب چی په مکه کې سره راټول شول ترڅو د عبدالعزیز زوی مریض بیانیه واوری، یواځي یو ثانیه دا تریخ حقیقت ته فکر وکړی چی په فلسطین کې څه تیریږی. هغوی لومړۍ په دی باندی فکر وکړی چی هغه کسان چی میاشتونو میاشتونو راهیسی د اسراییل او عزه په مرز کې، لوی لاریونونه ترسره کوی او هره ورځ بی ځانه او وینی نه ډک پیکرونه د ځوانانو څخه پر اوږه کشوی، آیا عرب دی او که ایرانی؟ هغه ښځی او انجونی چی د اسراییلی جنایتکار سرتیرو په وړاندی مردانه مقاومت کوی ترڅو مسجدالاقصی دروازه د مسلمان ځوانانو پرمخ خلاص وساتی، آیا فلسطینان دی یا ایرانیان؟

اسراییل شپږ ورځنۍ جنګونو کې، د اعرابو څخه پراخ ځمکې غصب کړ او ډیر برخه یی بیرته اعرابو ته ورنه کړ او اخیرو کې هم ترامپ د سوریه جولان لوړۍ سیمی د اسراییل رسمی خاوری یو برخه وبلل.

بناپردی، د سیمی بی ثباتی عامل ایران دی او یا اسراییل؟

سعودی عربستان او امارات او بحرین او عربی متمول نور رژیمونه، هر کال په سلهاوو میلیارد دالره امریکا او اروپا ته ورکوی ترڅو اسلحی رانیسی او یمن او سوریه او عراق او افغانستان او لیبی او... مظلوم خلګ ووژنی. هغه وخت آیا په خاورمیانه کې دسیمی بی ثباتی اصلی عامل اعراب دی او که ایرانیان؟

امریکا حاضر نه دی چی هغه اسلحی د ریاض رژیم اختیار کې ورکړی چی اسراییل رژیم تسلیحاتو نه ښه وی او په دی توګه، د قوا توازن په سیمه کې د اعرابو په ګټه او اسراییل په زیان واوړی؛ هغه وخت څنګه کولای شو چی باور وکړو امریکا او اسراییل د اعرابو او مسلمانانو ملګری دی او ایران هغوی دشمن؟!

په دی توګه هر هغه مذبوحانه هڅه چی آل سعود د مسلمانانو عمومی افکارو منحرف کولو لپاره د فلسطین قضیه او قدس آزادی څخه ترسره کوی، دا قدس آزادی فریادونه د رمضان مبارک میاشتی په آخرو کې وو چی ټول نړۍ یی په ځان کې ونیول او غربی او عربی رسنیو له لوری دا شرم آور بایکوت سربیره، خلګ سړکونو کې پراخ حضور سره وښوده چی ملتونه د اسلام په نړۍ کئ د اسراییل او امریکا مزدورانو ګواښ نه مرعوب کیږی او نه د هغوی انحرافی توطئو مغلوب؛ ځکه د نړۍ آزادی سیمی ملت او خلګ له نظره، فلسطین او قدس همدارنګه د اسلام نړۍ لومړۍ مساله ده او عمومی افکارو انحراف فرضی دشمن لوری ته، نه شی کیدلای چی د اسراییل جعلی رژیم جنایتونو نادیده نیولو لامل شی.

https://avapress.com/vdci3qaz3t1avu2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته